تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې د بین الافغاني غونډې هرکلی وکړ او اعلان یې وکړ چې له طالبانو سره به د ده په مشرۍ د امریکایانو اووم پړاو خبرې بېرته پیل شي.
ده د دې غونډې د برابرولو لپاره د جرمني او قطر مننه کړې ده.
خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په دې غونډه کې پر ګډو ټکو د موافقې له کبله برخوالو ته مبارکي وايي.
ده همداراز ویلي چې له نن (سې شنبه) څخه به د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې بیا پیل شي.
دواړو خواوو مخکې ویلي وو چې په وروستیو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د دوحې په بین الافغاني غونډه کې پر ځینو مسلو د دواړو خواوو اختلاف سبب شو چې پرېکړه لیک د غونډې د دوهمې ورځې په پای کې خپور نه شي. دوی د شپې له ۱۲ بجو وروسته پرېکړه لیک خپور کړ.
د غونډې ځینې برخوال وايي چې اختلاف د ښځو د حقونو او د افغانستان د سیاسي نظام د څرنګوالي پر سر و.
طالبانو ویل ښځو ته یوازې هغه حقونه مني چې د اسلام له چوکاټ سره سم وي او په دې برخه کې پر نړیوالو کنوانسینونو باور نه لري.
طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوله نو څرګنده نه ده چې د ښځو په برخه کې د دوی له نظره اسلامي چوکاټ څنګه دی.
له دې سره سره دواړو خواوو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو د مخنیوي، د تشدد د کمېدو، د کمزورو او ناروغو بندیانو د خلاصون او د خبرو د دوام په شان پر مهمو مسلو موافقه کړې ده.