تاند- د دوحې د بین الافغاني خبرواترو یو ګډونوال غیرت بهیر وايي، په افغانستان کې له اوربنده پرته بل انتخاب نشته.

د افغانستان د اسلامي حزب په استازیتوب د دوحې په بین الافغاني خبرو کې برخوال ډاکتر بهیر د دې غونډې په څنډه کې پرون /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل«له بده مرغه د ورځې زموږ ۳۰۰ افغانان وژل کېږي. له همدې کبله اوربند ضروري دی.»

د قطر او جرمني په کوربه توب د دوحې په دوه ورځینۍ غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر استازي او د افغانستان لسګونه سیاستوال، د مدني ټولنې غړي او خبریالان ګډون لري.

ښاغلي بهیر وویل «اوربند د افغانتسان یوه توده مسله ده چې باید په دې غونډه کې، چې نن (دوشنبه) پای ته رسېږي، وړاندیز او پرې بحث وشي.»

ده همداراز وویل چې د دې غونډې په نتیجه کې د دایمي اوربند توقع نه لري «موږ لا په خورا ابتدايي پړاو کې یوو خو راځئ چې دې ته هیله ولرو چې دا کنفرانس به نورو او لا مفصلو خبرواترو ته لار هوار کړي چې په پایله کې یې په افغانستان کې دایمي اوربند او جګړه ختمه شي.»

غیرت بهیر د دوحې د خبرو په نتیجه کې د احتمالي موافقې په اړه وویل«دا د غونډې په ګډونوالو او د دوی په هغه پلان پورې اړه لري چې د راتلونکې لپاره پرې سلا کوي. د غونډې په پای کې اعلامیه خپرېږي.»

ده وویل چې په مجموع کې د ټولو خواوو له لوري زغم او صداقت ویني چې دا د ده لپاره رغنده پرمختګ دی.

د سولې د عالي شورا غړې اصیلا وردک د ډاکتر بهیر څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د دواړو خواوو خبرې ښه پرمخ روانې دي.

دې د طالبانو په اړه وویل چې هغوی په زغرده یادونه وکړه چې د ښځو په اړه به خپلې پخوانۍ پالیسۍ تکرار نه کړي.

اصیلا وردک زیاته کړه«د افغانستان له لوري، هر څوک پر اوربند ټینګار کوي، خو که دواړه خواوې پرې راضي نه وي یا یې نه مني، هیله ده چې دواړه خواوې لږترلږه یوه کمېټه جوړه کړي چې د ملکیانو مرګ ژوبلې کمې کړي.»

اغلې وردک دا هم وویل چې د خبرو ګډونوال هیله لري چې د دې غونډې په پای کې د خپلو پرېکړو د تعقیب لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

دې تاکید وکاوه چې روانه جګړه باید په هر صورت پای ته ورسېږي.

په عین حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم ضد او د شخړو د هواري د منځګړتوب لپاره ځانګړي استازي ډاکتر مطلق بن مجید القحتاني وویل، قطر باور لري چې د افغانستان کړکېچ یوازې له سوله ییزې لارې حل کېدای شي او دا لانجه پوځي حللار نه لري.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، القحتاني ټینګار وکړ چې هیواد به یې د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدا لپاره هلوځلو او منځګړتوب ته دوام ورکړي څو د ښکېلو خواوو ترمنځ اعتماد رامنځته شي، کلک اوربند وکړي، بندیان تبادله شي، ملکیان خوندي شي او یوه داسې سیاسي جوړجاړي ته، چې په نتیجه کې یې سوله ټینګېږي، ښکېلې خواوې ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *