تاند- دوحې ته د بین الافغاني خبرو لپاره له افغانستانه د تلونکی پلاوي سفر په نامعلوم علت ځنډېدلی دی.
په قطر کې د دې غونډې تنظیموونکي ویلي چې د افغانانو ترمنځ غونډه به، چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۱۹ (سبا) جوړه شي، د شنبې ورځې ته ځنډول شوې ده.
په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز مشر سلطان برکات، چې د افغانانو ترمنځ د غونډې تنظمیوونکی دی، وايي چې په دوحه کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو د غونډې د برخوالو لیست په دقت چمتو شوی دی او هدف دا دی چې د ټولو افغانانو استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
ده په ټویټري پیغامونو کې، چې په پښتو او دري یې هم لیکلي، ویلي، په دې غونډه کې دولتي چارواکي، سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، ځوانان مذهبي مشران او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون کوي.
ده همداراز لیکلي چې برخوال به په خپلو شخصي ظرفیتونو کې ګډون وکړي.
د ښاغلي برکات په وینا په دې غونډه کې به شاوخوا ۳۰۰ تنه افغانان ګډون وکړي. ټاکل شوې ده چې له کابل څخه ۲۵۰ کسیز پلاوی دوحې ته روان شي.