د قطر په منځګړیتوب د باو برګیډال خوشي کېدل او د زنداني طالبانو یو کال نور هم په قطر کې ساتل زموږ په سیاسي بهیر کې یوه بله څپه تته څپه ده.
له هغه وروسته چې په قطر کې د طالبانو له دفتر سره افغان حکومت جدي غبرګون وښود او دا یې د افغانستان ملي حاکمیت ته سپکاوی وباله، په ښکاره په هغه هېواد کې د وسله والو طالبانو سیاسي فعالیت په ټپه ودرېد. خو دې وروستۍ تبادلې چې د یاد هېواد په منځګړیتوب او ضمانت ترسره شوه، داسې وښوده چې وسله وال طالبان هلته په پټه سیاسي فعالیت کوي.
قطر له افغانستان سره سفارتي اړیکې نلري، خو له امریکا سره بیا ډېرې نېږدې اړیکې لري. د امریکا لخوا د دغه هېواد انتخاب، کېدای شي یو دلیل زموږ کمزورې اړیکې او خپلې نېږدې او تودې اړیکې وي. بل دا چې قطر د افغانستان په معضله کې تر دې پخوا هېڅ ښکېل نه و، د دا ډول استخباراتي ښکېلتیا شک پرې کم کېږي.
دې روانې لوبې ته په کتو سره چې امریکا افغان حکومت څنګ ته کوي او خپله یو لړ داسې اقدامات ترسره کوي، چې د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي، داسې ښکاري چې دغه هېواد دوه سرې لوبه پیل کړېده. که رښتیا هم امریکا افغان حکومت ته درناوی درلودی، دا تبادله به یې د دوی له لارې کړې وی، د قطر پر ځای افغانستان ډېره ښه کولی شوی. که طالب لوري پر افغان لوري باور نه درلودی، قطر دې منځګړیتوب کړی وی باک یې نه درلود، خو د راخوشي کړیو زندانیانو قطر ته ورکول او هلته یو ډول تر نظارت لاندې ساتل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.
د افغانستان جګړه امریکا د خپلو ګټو پر بنسټ روانه ساتلې ده، پدې کې زموږ هېڅ ډول مشترک ټکي نشته. د دغې جګړې د غځولو په منظور امریکا په ځینو مواردو کې پخپله او په ځینو مواردو کې د پاکستان له لارې د سولې پروسه ګډوډه کوي او هغه کسان په نښه کوي چې سولې ته لېوالتیا ولري.
د امنیتي تړون د نه لاسلیک ګټه او د ولسمشر حامد کرزي د سولې شرط بنسټيز شرط دی. راتلونکي ولسمشر ته هم پکار ده چې د ولسمشر کرزي لار تعقیب کړي او د موضوع ټول اړخونه وڅېړي. د پاکستان بریدونو او د قطر منځګړیتوب ته په کتو لوبه لا ګرمه ښکاري، که د ارګ نوی لوبغاړی په دقت لوبه ونکړي خدای مکړه له کومې تاریخي تېروتنې سره به مخ شي چې جبران به یې بیا ناشونی وي. ټول هغه شکونه چې امریکا په افغانستان کې یو پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي اوس په رښتیا کېدو دي. دوی نه غواړي چې یو موټی او پخپلو پښو ولاړ افغانستان و ویني، نو ځکه بلا زیاتې بلاوې ورته ساتي.
زموږ د سر د سوداګرو شمېر خو هسې هم زیات و، دا دی اوس یې بل هم (قطر) راته ومونده. په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر موجودیت (چې اوس شته) د افغانستان ملي حاکمیت ته سپکاوی او د ټولو نړیوالو پرنسیبونو پر خلاف عمل دی. دغه دفتر چې په ټولیزه معنی افغان حکومت رد کړی، بیا دا شان سیاسي معاملې یې څه معنی لري؟
څه تضمین شته چې امریکا یې افغان لوري ته د خوشي شویو طالب قوماندانانو په اړه ورکړي، چې د دغو کسانو خوشي کېدل به د افغان سولې بهیر بل لور ته نه اړوي؟ په بند کې د هېڅ افغان بندي ساتو ته له قانوني مواردو پرته توجیه نشي موندل کېدای، خو خوشي کېدل یې باید د ځان په ګټه د لوبې د ګرمولو لپاره هم باید نه وي، بلکې د خوشي کېدو لړۍ باید د سولې په موخه وي.
په راتلونکي اقدام کې باید نوی حکومت حتا اوسنی حکومت هم باید پدې برخه کې څېړنه وکړي او د دغه دفتر د فعالیت له څرنګوالي څخه ځان خبر کړي او پر وړاندې یې جدي دیپلوماتیک اعتراضونه وکړي. که نه دا په جلا وطنۍ کې یو ډول حکومت ګڼلی کېدای شي او د امریکا دا ډول اړیکې ورسره طالبانو ته رسمیت ورکولی شي.
د یوه سرتېري په بدل کې د پنځو طالب قوماندانانو د خوشي کېدو تر ژمنې وروسته د سولې د راتلونکي بهیر په اړه اندېښنه په جدي کېدو ده، ځکه چې سر له اوسه یې کیزه امریکا بیا پخپل لاس کې واخسته.
امریکا د سولې یو بل بهیر ته ور داخل شو، خو د موضوع مهم اړخ دادی چې یو ځل بیا افغانستان په راتلونکي کې هم په حاشیه کې وساتل شو. نور به د سیمې لوبه یو بل نوی اړخ پیدا کړي او یو ځل بیا به یې زیان یوازې افغانان پرې کوي.