تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: د افغان حکومت یو شمېر سرچینو تایید کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن کابل ته راورسېږي او ټولو سیاسي مشرانو سره به د افغاني پلاوي په ترکیب خبرې اترې وکړي.

تاند ته د تایید کړیو راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړښت ځانګړې لیدنې وکړي.

زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې د اورکم نږدې یوه اوونۍ په کابل کې تېره کړه او هڅه یې وکړه چې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ ټاکنیز جنجال د څو ورځو لپاره وځنډوي، تر څو د سولې امریکا د سولې تړون په ارامۍ لاسلیک کړای شي.

خو اوس چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون شوی د عبدالله عبدالله ډلې د والیانو د ګمارنې او د عبدالله د لوړې مراسمو ته چې نوموړي ځان پخپله ولسمشر اعلان کړی دی، چمتووالی نیسي.

بلخوا ولسمشر غني ته نږدې سرچینې هم وايي چې هغه به له عبدالله سره هیڅ ډول معامله ونه کړي او د مارچ په ۹مه به خپله لوړه ترسره کړي.

One thought on “د قطر له تړون وروسته زلمی خلیلزاد نن کابل ته راځي”
  1. پر افغانانو د طالبانو د بریدونو ګواښ زلمي ‌خلیلزاد قطر وننګاوه

    د امریکا متحده ایالاتو د مذاکراتي‌ ټیم مشر زلمي خلیلزاد پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په تړاو د شوي ګواښ ‌په اړه اندېښنه ښودلې او سم دستي ‌یې د قطري چارواکو سره پر یاده موضوع د خبرو لپاره اړیکه نیولې ده .

    په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ‌ټیم یوه غړی خبریال ویب پاڼې ته وویل چې زلمي‌ خلیلزاد دبریدونو په تړاو د طالبان د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره هم خبري‌کړي دي‌.

    په قطر کې موجود دخبریال ډاټ کام همکار د زلمی خلیلزاد د نېژدې سرچېنې له خولې وايي‌ چې ښاغلی خلیلزاد اندېښمن وو او ویل یې چې دا ډول کړنې د امرکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه زیانمنولای شي‌.

    دا خبره لا تر اوسه د زلمي‌ خلیلزاد له لوري په رسمي ډول نه ده ویل شوې ،خو خبریال ته سرچېنو وویل چې هغه سخت اندېښمن وو.

    تېره ورځ د طالبانو له لوري د جنوبي ‌ولایتونو لپاره د نظامي‌ کمېسیون مشر ملا ذاکر یو لیکلی پیغام خپلو قوماندانانو ته استولی چې پر افغان امنیتي ‌ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي‌.

    د طالبانو دغه پرېکړي د افغانانو غبرګونونه را وپارول او دا یې دافغانانو خلاف د طالبانو او پاکستان دسیسه وبلله .

    که څه هم تر ډېره بریده د طالبانو له لوري‌دافغانانو خلاف د بریدونو په تړاو شوی اعلان تر ډېره بریده تبلیغاتي ‌بڼه لري‌او طالبان غواړي ‌چې خپل صفوف په دا ډول خوندي ‌وساتي‌، خو په لویه کې ددوی له لوري ‌داسي ‌پرېکړه چې پر امریکایانو بریدونه مه کوی او افغانان په نښه کړئ د ډېرو په اند د افغان دښمني پرته بل څه نه لري .

    طالبانو او امریکا یانو د فبروري پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولي په نوم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخي یې امریکا یان په تدریجي ډول په څه دپاسه یو کال کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امریکا یي ځواکونو لویه برخه اوباسي ،او طالبان به یې په بدل کې د رواني مارچ میاشتي‌ له (۱۰) نېټه بین الفغاني‌ خبري ‌پیل کوي‌.

    دم ګړی داسي ښکاري‌ چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ښايي بین الفغاني‌ خبري پر خپل وخت پیل نشي او وځنډېږي .

    ډېری افغانان په دې باور دي‌ چې د خبرو مرحله کړکېچنه او پېچلې ده ، ښايي نور وخت هم واخلي ،خو دواړه لوري‌ هغه مهال پایلي‌او نتیجې ته رسېدلای شي‌ چې د سولي ‌یوې ریښتونې پروسې ته لار هواره کړي . او د پردیو لپاره دافغانانو خوښۍ قرباني نه کړي‌.

    افغانان په تېره د تاوتریخوالي‌د کنټرول په اونۍ کې تر بل هروخت په تېرو شلو کلونو کې سولي ‌ته خوښ برېښېدل خو د طالبانو نني‌اعلان یې هیلي‌ن ېمګړې کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *