تاند- نن /شنبه/ د قطر په مرکز دوحه کې د پګواش نړیوالې موسسې له لوري د بېلابېلو افغان شخصیتونو په ګډون غونډه جوړېږي.
په دې غونډه کې افغان طالبان ګډون کوي خو د افغانستان حکومت ویلي چې استازي به ور ونه لېږي ځکه چې اوس د سولې د رسمي خبرو د همږغۍ لپاره څلور اړخیزه ډله شته.
د افغانستان د حکومت منظور هغه څلور اړخیزه ډله ده چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي پکې ګډون لري خو وسله وال طالبان پکې استازي نه لري.
له دې سره سره چې د افغانستان حکومت د پګواش د دوحې غونډې ته د رسمي استازي د لېږلو په باب د دې ټولنې بلنه رد کړې، د افغانستان د سولې د عالي شورا، د ملي شورا د دواړو جرګو، او مدني ټولنې استازي په دې غونډه کې ګډون کوي.
دغه راز ویل شوي چې ځیني دولتي چارواکي به د حکومت په استازیتوب نه بلکې په شخصي حیثیت په دې کنفرانس کې برخه واخلي.
د ولسمشر غني یوه سلاکاره ملالۍ شینوارې، د ولسي جرګې د تېرې دورې رييس یونس قانوني، وحید مژده او ځیني نور هغه کسان دي چې له کابله قطر ته روان شوي دي.
د دې غونډې اساسي هدف د ښکېلو خواوو ترمنځ د اعتماد رامنځته کول بلل شوي دي. د دې ډول غونډو له کبله اوس طالبان په زغرده وايي چې د افغانستان د حکومت او مدني ټولنو له استازو سره په غونډه کې ګډون کوي. په تېرو کلونو کې وسله والو طالبانو په دا ډول غونډو کې د خپلو استازو له ګډونه انکار کاوه.
تر دې مخکې پګواش د طالبانو په شمول د بېلابېلو خواوو ترمنځ ورته غونډې جوړې کړي دي.