تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ د قطر له ځانګړي استازي او سفیر مطلق القطاني سره وکتل.
قطر، چې په خپله پلازمېنه کې یې وسله والو طالبانو ته دفتر ورکړی، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد ځانګړي استازي د افغانستان له ولسمشر سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
د قطر د باندنیو چارو وزارت همداراز وايي چې ښاغلیو غني او القطاني په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او د افغان شخړې د پای ته رسېدو لپاره خبرو ته د بېلابېلو افغان خواوو د چمتو کولو په خاطر د قطر د منځګړتوب په باب خبرې وکړې.
بیان زیاتوي چې د افغانستان ولسمشر د افغان لورو ترمنځ د منځګړتوب لپاره د قطر د هڅو ستاینه وکړه.
د قطر ځانګړي استازي وروسته له دې د افغانستان له ولسمشر سره خبرې وکړې چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د مرستیالې په مشرۍ پلاوي د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره د سولې، د امریکايي پوځیانو د وتلو او اوربند په اړه خبرې وکړې.
ځینې راپورونه وايي چې دوی درې پړاوه خبرې کړي او ویلي یې دي چې خبرو ته دوام ورکوي.