د قلم لار ټولني د مسئولینو لخوا د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالي د ځوانانو لپاره عامه کتابتون پرانیست تر څو عام وکړي تري ګټه واخلي لا تر اوسه په هیواد کې ډیر ځوانان سته چې کتاب ته لاس رسی نه لري خو د قلم لار ټولني لخوا دا په هیواد کې اووم کتابتون و چې پرانیستل سو د سیمي خلکو د کتابتون د پرانیستلو پر مهال خپله خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د کتابتون د ساتني تر څنګه به نور اړین کتابونه هم یاد کتابتون په وخت سره سپاري هغه کتابونه چې دوي په کورونو کې لري هم به یې کتابتون ته ورسپاري ترڅو د سیمي ځوانان تري سمه ګټه پورته کړي.
د کتابتون د پرانیستلو څخه وروسته د قلم لار ټولني مسئولینو د سیمي د یوه دارالمعلمین څخه لیدنه وکړه د دارالمعلمین پر ستونزو یې هم د خلکو سره خبري وکړې چې دا ستونزي به دوي په پلازمینه کې د مسئولینو سره شریکوي.
همدارنګه ختیځو ولایتونو ته د ټولني مسئولینو په لغمان ولایت کې د نورستان ولایت د مهاجرینو د ښوونځیو پر ستونزو بحث وکړ د هغوي د ماشومانو سره یې د کتابچو مرسته وکړه او د لغمان ولایت د ځینو نورو ښوونځیو د ماشومانو سره هم مرسته وکړه.