ګرانه ولسمشره!
یوه لویشت یم، خو لوی لوی کارونه کوم. زما په خوله کې قوت پروت دی.
د نړۍ انسانانو ته تبلیغ کوم او د دوی په تنویر کې مرسته. زما په رنګ کې ډېر زور دی او دا زور د هغو دی، چې خپل افکار زما په وسیله لیږدوي. زما رنګ پرمختللیو ټولنو کې نوي رنګونه راوړي، خو وروسته پاتې هېوادونه چې د لیک او لوست سره مینه نه لري، زما له رنګه ګټه نه اخلي، نو ځکه په یو حال پاتې دي او یا ورځ تر بلې وروسته تګ کې دي. نوښت، اختراعات او کشفیات زما په وسیله له یو نسل بل نسل ته په لیکلې ډول پاتې شوي دي.
د نړۍ قلمي نسخو ته زما رنګ ژبه ورکړې ده. د پخوانیو خلکو افکار، دود، پرمختګ، پوهه او داسې نورو معلوماتو وړاندې کول زما په وسیله دي. زما «قلم» او کتاب سره مینه د دې لامل کېږي، چې پرمختګ منځ ته راځي.
ولسمشره!
کله کله زما له رنګه بده ګټه اخېستل کېږي. بډې خوړونکی پرې بډې اخلي، ظالم قاضي پرې نا حقه پریکړه کوي، ډاکټران پرې تاریخ تیرې درمل لیکي، ښوونکي پرې ازموینه کې سمه پرېکړه نه کوي او داسې نور په لسګونو تیري، خو څه وکړم، چې زما د کارولو واک د انسانانو سره دی، خو د یوې خبرې یادونه اړېنه ده، چې هر مامور، قاضي، ډاکټر او ښوونکی زما څخه ناوړه ګټه نه اخلي.
کله چې زما د رنګه ناوړه ګټه اخېستل کېږي، ژاړم، خو څوک یې نه اوري. دوی تیری کوي او ما د یوې وسیلې په ډول کاروي.
کله کله زما رنګ ځینې کسان خرڅوي او د پاک رنګ څخه مې ناوړه کار اخلي او چاپلوسي کوي. ښه مې په یاد دي، په عربي نړۍ کې د چاپلوسۍ لپاره قصیدي زما په رنګ لیکل کېدې. د سلطان محمود غزنوي په وخت کې درباري شاعرانو د درباریانو بې ځایه ستاینه زما په وسیله کاوه.
د اروايي جګړې د وسیلې په ډول زما څخه ګټه اخېستل کېږي. شخصیت وژنه زما په وسیله کېږي. زما څخه ښه او ناوړه ګټه اخېستنه د انسانانو کار دی. که انسانان ښه وي، نو زما به سمه ګټه واخلي او که انسانانو کې ستونزه وي، نو زما څخه به ناوړه ګټه اخلي.
ستا په دربار کې هم ځینې داسې خلک شته، چې زما د رنګه ناوړه ګټه اخلي او ستا چاپلوسي کوي.
ولسمشره!
زه له ډېرو خلکو خپه یم، ځکه چې زما په رنګ یې سترګې نه لږیږي. زما سره د دوستۍ پر ځای دښمني کوي، سره له دې چې زه له هر چا سره دوستي کوم او هېچا ته تاوان نه رسوم.
زما رنګ نه وچيږي. څومره چې له ما ګټه اخلئ، په هماغه اندازه تازه کېږم، خو که کار را څخه وانه خیستل شي، وچیږم. زه د رنګه تور یم، د قلم په اوږدې نلکه کې مې زړه په تنګ دی. غواړم چې د هر چا کور ته ولاړ شم، د هر چا د فکر ژباړه وکړم، د افکارو تبادله وکړم، خلکو ته لارښوونه وکړم او بېلابېلې ستونزې اوارې کړم.
د فرانسې او ایټاليې اوښتون زما د رنګ په زور راغلی. په علومو کې د پرمختګ لامل زه یم. لویو پوهانو ته توان او شهرت زما رنګ ورکړی. د هغوی رنګ ته روڼتیا ما ورکړې ده.
د نړۍ د لویو شاعرانو شعرونه زما په رنګ لیکل شوي دي. ډېرې ښې څېړنې او پنځونې زما د رنګونو رنګارنګي ده. اسماني کتابونه زما په رنګ ولیکل شول، د نړۍ نامتو کتابونه زما په رنګ لیکل شوي. زما رنګ تور دی، خو کارونه سپین کوم او همدا اوس چې په کمپوټر کې لیکل کېږم، رنګ مې تور دی، خو د لیکنې پېغام مې انسانانو ته دی. شپه هم توره ده، خو د دمې لپاره خورا ښه وخت دی. سپوږمۍ په تیاره کې پیدا کېږي او رنګ په ارواپوهنه کې تور ښه او غوره رنګ دی. اقتصاد، سیاست، ښوونه او روزنه او نورو پوهنو ته پرمختګ زما په وسیله ورکړل شوی دی. ښه اقتصاد هغه ملکونه لري، چې زما د رنګ په قدر پوهېدل او سیاسي ثبات هلته دی، چیرته چې زما په رنګ لیکل وشول، د هغه ټولنو خلک د اسلامیت او انسانیت پرګاڼه سمبال دي، چې زما په رنګ ککړ سپین مخونه یې ډير لوستي دي.
ډېر د کار خلک شته، چې د قلم په رنګ مین دي. دوی پيسې، وسیلې او یا د پوهې او خدمت کولو لپاره ځینې نورې ستونزې چې هیڅ اړینې نه دي، نه لري، نو ځکه په کور ناست دي.