تاند- د مشهورې پاکستانۍ ماډلې قندیل بلوچ پر ژوند سریال جوړ شو. په دې سریال کې د دې وژل شوې ماډلې رول صبا قمر لوبولی دی.

قندیل بلوچ ډېرو افغانانو هغه مهال وپېژندله چې د پاکستان له یوه دیني عالم مفتي عبدالقوي سره یې ویدیو او سلفي عکسونه خپاره شول.

د دوی دواړو ویدیو د تېر کال (جون) د روژې په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په ویدیو کې قندیل بلوچ له دیني عالم مفتي عبدالقوي څخه پوښتنه کوي چې روژه لري او کنه، مفتي په ځواب کې وايي چې روژه یې د دې د مینې لپاره نه ده نیولې.

قندیل بلوچ او مفتي عبدالقوي په یوه خونه کې په داسي حال کې لیدل کېږي چې د دواړو په لاسونو کې موبایل ټېلفونه دي، قندیل په موبایل فلم اخلي او لیدونکو ته په خطاب کې وايي:

«تاسو پوهېږئ چې مفتي عبدالقوي صاحب بیا بیا له ما غوښتي، ټېلفون یې راته کړی چې محترمه قندیل بلوچ چیري ده، زه د میاشتې لیدو ته راغلی یم خو تر میاشتې مخکې باید لومړی تاسو ووینم، خو په هغه وخت کې زه ډېره مصروفه وم، ومې نه کړای شول چې ورسره ووینم خو په تماس کې وو. تاسو هم بیا بیا پیغامونه رالېږل چې کله له مفتي صاحب سره وینم، دا ده بالاخره نن موږ سره ولیدل دلته راغلې یم، باید ووایم چې دی ډېر ډېر ښه دی.»

قندیل بلوچ او مفتي

په همدې ویدیو کې مفتي عبدالقوي وايي:

«زه له دې مننه کوم چې زما لپاره راغله.»

قندیل بلوچ له دې قضیې یوازې څو اوونۍ وروسته (جولای ۱۶) په ملتان کې د خپل ورور له لوري ووژل شوه.

د مرګ په مهال قندیل، چې اصلي نوم یې فیروزه عظیم و، ۱۶ کلنه وه.

دې په ټولنیزو رسنیو کې ځان بلوچ باله خو په حقیقت کې پنجابۍ وه.

د قندیل بلوچ په اړه په جوړ شوي سریال کې، چې باغي نومېږي، د پاکستان سرمد کهوسټ او علي کاظمي هم کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *