نعمان دوست

ما ویل که خوب کې څوک راته غږیږي. ما ویل که څوک ګرمې تبې نیولی او اپلتي وايي. ما ویل که د اوریدو توان م�� بایلولی. چې څنګه د دهبوري له څلور لاري را تیر شوو، د ټکسي راډیو مې ګل کړه او کیسه مې پرې له سره تکرار کړه.

چلوونکي د هندارې په بیخ کې ځړیدلې ایت الکرسي باندې لاس وموښه او بیا یې لاس ښکل کړ: همدلته یو قوماندان و. په کور کې یې د انګورو څو تاکونه ول. خو تاکونه کمزوري ول. له چا یې پوښتنه کړې وه او هغه ورته ویلي و چې وینه یې بیخ ته واچول شي، نو ښیرازه به شي.

قوماندان په موسکا وویل: دا خو اسانه ده. په سبایې د هر تاک بیخ ته څو بندیان حلال کړل. خدایه! د دغه شان قوماندانانو تاکونه بیا تږي نکړې!

One thought on “د قوماندان تاکونه/ محمد نعمان دوست”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *