موږ نه غواړو د اروپا په څېر دې لږکي قومونه په ډېرکيو کې منحل شي، ځکه چې اسلام هم د قوم بدلون او تغير ته اجازه نه ورکوي، خو دا غواړو چې د وروڼو قومونو په څېر په هېواد کې ژوند ولرو.
که د نږدې ګاونډيو هېوادونو د وګړو پاسپورټونه او تذکرې ووينو هلته به تاسې پر پاسپورټ او يا تذکره د قوم نوم ونه ګورئ، په ايران کې بېلابېل قومونه ژوند کوي، که د ايران د هويت هر ډول اسناد وګورو، نو هلته به يواځې ليکلي وي، ايراني.
که د پاکستان د بېلابېلو قومونو د خلکو شناختي کارډونه وګورو هلته به تاسې وګورئ چې ليکلي یې وي پاکستانی، دا ډول که ددغه هېواد هر ډول د هويت اسناد وکتل شي نو هلته به د قوم نوم ونه وينو.
که د هند د ډېر نفوسه هېواد (هغه د چا خبره چې اتلس زره قومونه پکې راټول شوي) د وګړو د هويت اسناد وګورو، هلته به تاسې ووينۍ چې انډين Indian ليکلي وي او د کوم خاص قوم نوم به بيا هم پيدانه کړئ.
که د تاجکستان د وګړو د هويت پاڼې وګورو، نو هلته به د ازبک قوم او د ترکمن قوم يا کومو نورو قومونه نوم ونه وينو، يواځې تاجکستان به ووينو.
که د ازبکستان، ترکمنستان او د منځنۍ آسيا د نورو هېوادونو هويت پاڼې وګورو، بيا به هم د هر هېواد د ملت خاص او ځانګړی نوم وګورو.
په روسيه کې چې پخوا د اتلس جمهوريتونو خلکو ژوند کاوه او ددغه هېواد مستعمره هېوادونه وو، بيا هم د هغوی په هويت پاڼو کې يواځې روس Russian ليکل کېدل.
که د امريکا پېژندپاڼې وګورو نو هلته تور، سپين او سور پوستکی امريکايي ندی ليکل شوی، هلته چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو خلک مهاجر ورغلي او بيا يې د هغه هېواد تابعيت ترلاسه کړی، بيا به هم ووينئ چې امريکاييAmerican په پاسپورټ او هويت پاڼه کې ليکلی وي، چې تر ټولو روڼ مثال يې اوسنی ولسمشر اوباما دی، دهغه پلار له تانزانيا امريکاته تللی وو، تور پوستی دی، خو نن د ځان لپاره يواځې د امريکايي نوم کاروي.
په امريکا کې تر ډېرو هېوادونو زیات قومونه اوسېږي، خو هلته د قوم په نوم پاسپورټ او يا تذکره نه ورکول کېږي.
په اروپا کې چې ډول ډول قومونه يې په هر هېواد کې اوسېږي، په پاسپورټ او هويت پاڼې کې يې يواځې يو نوم د هېواد د ټولو وګړو لپاره کارول کېږي.
په سعودي عربستان کې چې قبايلي ټولنيز جوړښت لري، د وګړو پر پېژندپاڼه يې سعودي ليکلی وي او د ډېرو عربي هېوادونو همدغه تګلاره ده.
يوه ورځ د اهل تشيع له يوه عالم او پوه کس سره ناست وم، هغه چې د استاد رباني د حکومت پر مهال وزير هم تېر شوی او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره نوماند هم وو، د خبرو په جريان کې وويل، غرب ولې زموږ افغانانو لپاره يو ډول او د خپل ځان لپاره بل ډول تګلاره غوره کوي؟
غرب ولې هڅه کوي موږ افغانان په مختلفو نومونو ووېشي، حال داچې دوی بيا غواړي لږکي په ډيرکيو کې مدغم کړي.
Ministry of European Integration رښتيا هم په اروپا کې شامل هر هېواد د انټيګريشن وزارت په نوم اداره لري، همدغه د يوځای والي يا ادغام او يا هم د اجتماع د مختلفو عناصرو د يو ځای کېدو وزرات وي.
په ټوله کې دغه وزارتونه ددې لپاره جوړېږي چې په اروپايي ټولنه کې د يوځای کېدو چارو باندې کار کوي، خو ددغو وزارتونو يو له مهمو کارونو څخه په کور دننه د لږکيو ادغام په ډيرکيو کې وي، دوی خلک هڅوي چې له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو څخه لاس په سر شي او په راتلونکي کې له لويو ملتونو او قومونو سره اوږه په اوږه ګډ کار وکړي.
همدغه تګلاره ده، چې نن په اروپا کې د قوم پر بناء جګړې نه کېږي او نه هم د قوم پر بناء يو بل ته واک او قدرت سپارل کېږي، هلته هر څه د لياقت او تجربې له مخې وي.
افريقا چې د نړۍ وروسته پاتې لويه وچه ده، هلته همدغه د قومونو جنجال تر بل هر ځای ډېر دی او خلک د قوم په نوم وژل کېږي، هر قوم ځان پر بل قوم پورته او ښه بولي.
موږ ګورو چې د افريقا اقتصاد، د هغوی ښوونه او روزنه، د هغوی بنسټيز پرمختګ له ستونزو سره مخ دی، د افريقا د وروسته پاتي والي تر ټولو عمده علت همدغه قبايلي او قومي تعصبونه دي.
موږ نه غواړو چې د اروپا په څېر دې لږکي قومونه په ډيرکيو کې منحل شي، ځکه چی اسلام هم د قوم بدلون او تغير ته اجازه نه ورکوي، خو دا غواړو چې د وروڼو قومونو په څېر په هېواد کې ژوند ولرو.
که چېرته د افغانانو د هويت پاڼو په مخ د هغوی د قومونو نومونه وليکل شي، نه دا چې د بېلوالي، تعصب، جنګونو او ستونزو لامل به شي، بلکې په نړيوال ډول به هم له ستونزو سره مخ يو.
که چېرته زموږ د تاجيک وروڼو په هويت پاڼه کې وليکل شي تاجيک، ممکن داسې هېواد ته دده د سفر اړتيا وي چې هغه هېواد به له تاجیکستان سره ښې اړيکي نه لري او برعکس له افغانستان سره به ښې اړيکي لري، نو ستونزه به يې زموږ تاجيک ورور ته وي.
که همدغه زموږ تاجيک ورور تاجیکستان ته ولاړ شي او هلته د تاجکستان خلک ورڅخه پوښتنه وکړي، څوک يې؟ څه به وایي تاجک که افغان؟ حتمي ده چې وايي به افغان يم!
په عمومي ډول سره له ۱۱/۹ وروسته عربي نړۍ زموږ د تاجيک وروڼو په اړه ښه نظر نه لري، دا ځکه چې دلته ډېر عرب مجاهدين د دوی په سيمو (شمال) کې د ځينو ټوپکسالارانو له خوا شهيدان شول، همدغو ځينو خاصو کسانو چې په سياسي او جنګي محاذ کې د قوم له نوم څخه استفاده کوي، د تاجيک نوم ته صدمه ورسوله، زموږ ډېرو تاجيکو وروڼو همدغه عرب مجاهدين په کورونو کې وساتل، د هغوی درملنه او مرسته يې وکړه، خو د سياسي او ټوپکمارو د ناسمې تګلارې له امله نن دوی هم ځورېږي او موږ پدې عقيده لرو چې تاجيک ولسونه د نورو قومونو سره د وروڼو په ډول ژوند کول غواړي.
که چېرته عربي نړۍ ته د دوی د تګ اړتيا وي، نو بيا به هم همدغه د تاجيک کليمه ورته ستونزه پيداکوي، تاسې به اوريدلې وي، چې کله خلک بېرته د حج له مراسمو څخه راوګرځي، نو بيا وايي چې عرب ته به موږ وويل، افغان يم، سمدستی به يې وويل، پښتون که تاجيک؟ همدغه ستونزه همدغو نننيو د قوم پر سر تعصب کوونکو څو تنو پيداکړې، که نه تاجيک ولسونه د جهاد او قومي ورورولۍ ښه تاريخ لري.
دا ډول هزاره وروڼه چې د سيمې هېڅ هېواد هم د هغوی منلو ته زړه نه ښه کوي، مجبوره به وي چې ځان په منګوليا پورې وتړي او يو وخت به نوي نسلونه له هغوی سره ستونزه لري.
بيا هم څو تنه ټوپکسالاران دي چې د هزاره، پښتون، تاجيک او نورو قومونو بېلوالی غواړي، خو هزاره ولس نه غواړي چې د هويت پاڼه دې د هزاره په نوم وي، بلکې ښه ګڼي چې افغان نوم ورته وکارول شي.
دا ډول ازبک چې يواځې ترکيه په ښه سترګه ورته ګوري، د نړۍ نور هېوادونو ته به د ازبک په نوم تګ ورته ګران وي.
او که همدغه ازبک ازبکستان ته ولاړ شي، هلته به يې ازبکستان په هېڅ ډول قبول نه کړي او که په ازبکستان کې پوښتنه ورڅخه وشي چې څوک يې؟ څه به وایي ازبک که افغان؟ حتمي ده چې وایي به افغان!
په ټوله کې د بېلابېلو قومونو لپاره به په کور دننه او د باندي د قوم ليکل د هويت په پاڼه کې ستونزه وي.
زموږ هېواد په بېلابېلو وختونو کې له کورنيو جګړو سره مخ وي، که چېرته خدای مه کړه د تاجيک او ازبک جنګ وي او يا د تاجيک او پښتون او يا د بلوچ او هزاره، دا چې لارې مو د يو قوم پر بل قوم سپرې دي همدغه هويت پاڼه ممکن چې د همدغو وروڼو ژوند ته ګواښ شي.
زما اندېښنه هم همدا ده، دلته په افغانستان کې د صحابه و له وخت څخه را پاتې شوي مهاجر او مجاهدين عرب هم ژوند کوي، هغوی عرب قومونه دي او په عربو يادېږي.
که چېرته د هغوی په هويت پاڼه کې عرب وليکل شي، په کور دننه او کور د باندې به په ځينو خاصو وختونو او شرايطو کې ورته ستونزه وي، اوس خو چې د افغان په نوم يادېږي هېڅ مشکل نه لري، دوی ته کومه اړتيا ده چې له افغان نوم څخه بد وړي.
همدغه عرب که کوم هېواد او يا سعودي ته ولاړ شي او ورڅخه پوښتنه وشي چې څوک يې؟ څه به وایې؟ عرب که افغان؟ حتمي ده چې وايي به افغان!
دا ډول ځينې هغه تاجيک او ازبک وروڼه چې له تاجیکستان او ازبکستان څخه د دوی پر هېوادونو د کمونست انقلاب د يرغل په وخت کې زموږ هېواد افغانستان ته رامهاجر شوي وو، کېدای شي د وخت په تیرېدو راتلونکی افغان نسل (پښتون، تاجيک، ازبک، هزاره…) هغوی ته ووايي، چې تاسې زموږ وروڼو قومونو (پښتون، تاجیک، ازبک، هزاره، بلوچ، ترکمن، نورستاني …) ترمنځ ستونزو او اور ته لمن وهئ، ښه داده چې بېرته خپلو سيمو ته ولاړ شئ.
ددې لپاره چې د مسلمان په صفت له دغه ډول ناروا کړنو څخه مخنيوی وشي، هېواد د ترقۍ او پرمختګ پر لور ولاړ شي، اميد دی چې همدغه څو جنګي جنايتکارانو ته وروڼه قومونه وخت ورنه کړي چې زموږ وروولي، ملي يووالی او افغاني غرور ټوټه ټوټه کړي او پدغسې کړنو خپلو بادارانو ته د افغانستان د تجزيې او بېلوالي ور پرانېزي.