د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت د قومي شوراګانو ترمنځ د همږغې او تفاهم درېیمه مشورتي غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر، د وزارت معینانو او تر دیرشو د زیاتو قومي او ټولنیزو شوراګانو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو .
په غونډه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک خبرې وکړی او ويې ویل تاریخ شاهد دی چې په افغانستان کې تل قومونو له خپلې خاورې او ملي حاکمیت څخه په مېړانه ساتنه کړې ، خپل سرحدونه يې دخپلو سرونه په بیه ساتلي او په ملي مسایلو کې د خپل دولت تر څنګ دریدلي،او ټولو ستونزو ته يې پروخت مناسبه دحل لاره پیدا کړې ده .
اوس هم د وخت اړتیا ده چې ټول قومي مشران ، دیني عالمان، مخور او روڼ اندي سره یوشي او په ګډه سره د باور او اعتماد په فضا کې په افغانستان کې د روانو ناخوالو د حل لپاره لاس په کار شي، تر څو خپل هېواد او هېوادوال له دې ستونزمن حالت څخه د سولې،ثبات او پرمختګ پر لور روان کړي .
ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې ددې هر څه لپاره باید د هېواد د ټولو قومي او ټولنیزو شوراګانو ترمنځ همږغي او یووالي رامنځ ته شي ترڅو ملي موخو ته چې هغه د ټولو افغانانو شریکې موخې دي،ورسیږو .
وروسته په غونډه کې قومي مشرانو خبرې وکړی او ویې ویل چې په حقیقت سره قومونو په افغانستان کې په ټولو ملي مسایلوکې ښکاره ونډه اخیستې، باید قومونو ته ارزښت ورکړل شي او د ستونزو په حل کې له قومي ظرفیتونو څخه چې د خپلو ولسونو په منځ کې اوسي او نېژدې اړیکي ورسره لري ګټه پورته شي او له دوی سره د هېواد په کچه د ملي مسایلو د حل په موخه مشورې وشي .
همدارنګه دې قومي مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک دغه پر ځای نوښت چې ټولې شوراګانې يې تر یوه چتر لاندې راټولې کړي دي، وستایه او دده ددغه ابتکار هرکلی يې وکړاو ددا ډول غونډو په جوړولو يې ټینګار وکړ .
ښاغلي خپلواک د مشرانو د ویناوو له اوریدو وروسته ټولو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت ستاسو ګډ کور دی او په ټولو حالاتو کې ستاسو تر څنګ دخپلو ټولو شتو امکاناتو سره ولاړدی .موږ خپلو درنو مشرانو ته ډیرارزښت او درنښت ورکوو او له همدې امله مو تاسې درانه مشران رابللي یاست چې د خپلو پلارونو او نیکونو په شان له موږ سره په ګډه د ملي مسایلو د حل پر لارو چارو غور وکړئ .
د غونډې په پای کې د تدارک او همږغۍ جوړې شوې کمېټې ته له راغلو قومي مشرانو څخه څوتنه ور وپېژندل شول تر څو د تفاهم او همږغۍ د مشورتي شورا لپاره چې د ټولو شوراګانو یوه ګډه شورا به وي، د میکانیزم په جوړولو ، د موخو د ټاکلو او دټولو شوراګانو ترمنځ د تفاهم او همږغۍ د یوې لويې مشورتي غونډې دجوړیدو لپاره سره له اوس څخه لاس په کار شي .
راتلونکې مشورتې لویې جرګه او که د رباني اهل حل او عقد شورا؟
ټاکل شوي چې د ګران هیواد پلازمېنه کابل به د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم دمياشتې په وروستيو څلور ورځوکې يوځل بيا د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو شاهد اوسي۰ په دې مشور تي لويه جرګه کې دهېواد له ګڼو ولاياتوڅخه ۲۵۰۰ استازې ګډون کوي۰ ظاهرآ د دغې جرګې هدف او نښه دامريکا متحده ایالاتو هېواد سره د امنيتي تړون پرسر بحثونه ، او د جرګې استازې به خپلې مشورې د موضوع اړوند افغان دولت ته ورکړي۰ خو په هر حال ګڼ شمیر د پوهې او نظر خاوندان دولسمشر کرزي مشورتي لویه جرګې ته د برهان الدین رباني د اهل حل او عقد شورا په سترګه ګوري۰ برهان الدین رباني د ځان د نامشروع امارت د دورې د اوږدوالي په منظور یو څو بې خاصیته وګړي په پیسو واخیستل او د اهل حل او عقد شوراې د تقدس تر نامه لاندې یې خپله صوبدارې تر راتلونکو اتلسو میاشتو وغزوله۰ د اقتدار پر سر اوسنې نظام هم غواړي چې، د خپل پیر او مرشدبرهان الدین رباني په پله پل کیږدي، او یو ځلې بیا د خپل مصلحت له لارې د ملت پر ټنډې د بد قسمتې مهر وځلوي۰
واقعیت دا دې چې، ولسمشر کرزي هم ځینې بې خاصیته وګړي د ځان د نامشروع امارت د دورې د اوږدوالي په منظور په پیسو اخیستي ، او دا خلک د ولس د غوڅ اکثریت استازېتوب نسې کولي ، ځکه د خلکو استازې هغو کسانو ته ویل کیږي، چې په خپله ټولنه کې د سلطې او اقتدار خاوندان او یا عملي او ټولنیز اعتبار له لارې د خلکو مقتدا یا مشران وي، او د قضایاوو د حل او فصل ، تړون کولو، او قرار صادرولو واک او صلاحیت ولري۰ د اقوامو او قبایلو مشران، د علم او پوهې خاوندان، چې د خلکو د اقتدا او تقلید مرجع وي د ولس استازې ګڼل ګیږي، نه جنګې مشران او نه هم د بیت المال او د ملت لوټماران۰ د ګران هیواد په اوسنیو ځانګړو شرایطو کې د خلکو د رېښتینو استازو تثبیتول ډیر ستونزمن او حتی محال کاردي، ځکه له یوې خوا غیر متنازع فیه مرجع وجود نه لري ، چې د ولس اصلي استازې تثبیت او تشخیص کړای شي، او له بله خوا د ولس د استازو د ټاکلو او د پیژندلو لپاره معیار معلوم او څرګند نه دی، او هیڅوک نه پوهیږي، چې معیار یې څه دی؟
آیا عامه آرا معیار دی؟ که د زده کړو درجه او یا د کار سوابق، او که عملي جهاد؟ او یا شخصي تقوا او د خلکو په منځ کې محبوبیت؟ په پورته یادو سوو اصلونو کې کوم یو اصل معیار دي؟ او که احیانآ له نوموړو معیارونو څخه یو معیار د منلو وړ وي، بیا څرنګه امکان لري، چې د میلیونونو افغانانو له منځه او د کومې غیر متنازع فیه مرجع په وسیله یوازې د ولسمشر کرزي په پیسو اخیستل شوي د مشورتې لویې جرګې استازې د ولس استازې دي ، او بل څوک نه؟
په هر حال واقعیت دا دی، چې افغانستان د همدغه شرایطو پر بڼسټ چې په هیواد کې حاکم او ایجاز په توګه اشاره ورته شوې، یو خپلواک هیواد نه دي، او هیڅوک نه د ولسمشر کرزي په پېسو اخیستل شوې د مشورتې لویې جرګې استازې او نه هم بله مرجع کولای شي د بل هیواد سره تړون ته مشروعیت او نورو حیاتي مسایلو په هکله معقول او حقوقی مصداق ملت ته په ګوته وکوالي شي۰
زما ېېې دا عنوان خوښ نه شو.
راځئ افغانانو نور د قومونو او قبیلو لمنې پریږدئ، د افغان په نوم او د ولایت په لمن کې د بل هر افغان ورور سره یوځای او برابر ژوند کول غوره کړو.
تاسو وګورئ هغوی چې قومي او قبیلوي پولې ېې شلولي او د دراني او غلجي په نوم یو پر بل فضیلت نه جنګیږي څنګه تر موږ بدبختو چټک پرمخ روان دي.
د یو موټي افغانستان په هیله