نن په سرحدونو او قبایلوچارو وزارت کې د قومي شوراګانو د همږغۍ او تفاهم په موخه یوه پراخه غونډه جوړه شوه .
دا غونډه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک په نوښت جوړه شوې وه د مرکز او ولایتونو څخه تر څلويښتو دزیاتو قومي شوراګانو مشرانو او استازو پکښې ګډون کړی وو .
په غونډه کې چې ددې وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین محمد یعقوب احمدزی هم حاضر وو لومړۍ د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک خبرې وکړي او وویل چې د افغانانو دښمنانو د یوه پلان له مخې د افغان ملت د ارزښتونو او دودونو پر وړاندې منظمه جګړه پيل کړې، چې له امله يې زموږ د غم او خوشحالۍ مراسم، زموږ جومات، جرګه او حجره ټول نا امنه شوي،زموږ دستار او پړوني يې سپک کړی دی.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه زموږ په فکرد داسې یوې کرغیړنی دسېسې پر وړاندې ټول افغان ولس باید راویښ شي او په ځانګړې توګه دینی عالمان، قومي شوراګاني او په ټولیزه توګه مدنی ټولنه خپل غږ پورته کړي او د ځانګړو ګامونو له لارې د خپلو منلو شویو اررښتونو او دودونو څخه په میړانه دفاع وکړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په ځانګړي ډول د غزني ولایت د اندړو په ولسوالي کې وروستې ناوړه پيښې ته چې زموږ اتلس تنه بې ګناه هېوادوال نر، ښځې او ماشومان پکښې شهیدان شول اشاره وکړل او وویل چې زموږ په اند د اندړو پېښه د افغان ټول وژنې د منظمې لړۍ یوه کړۍ ده او د افغان وژنه چې په هر ډول،په هر نامه او هر چا له خوا چې وي په کلکه يې غندو او په ملي او نړیواله کچه د هغې د عاملینو محاکمه غواړو.
وروسته د قومي شوراګانو ګڼ شمیر مشرانو او استازو په وار سره خبرې وکړي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزات دغه نیک اقدام چې د قومي شوراګانو د همږغۍ او تفاهم لپاره يې کړی وستايه او وویل چې زموږ په هېواد کې د سولي، امنیت، ملي یوالي او پرمختګ لپاره له هر څه نه وړاندې د قومي شوراګانو همږغۍ ته زیاته اړتیا لیدل کیږي او د همدې قومي مشرانو او دیني عالمانو په وسیله کوالی شوو چې روانو ناخوالو ته په اسانۍ سره د پای ټکې کیږدو .
په غونډه کې د ټولوقومي شوراکانو مشرانو او استازو ژمنه وکړل چې د هېواد د ملی ګټو، سولي او امنیت لپاره هر ډول قربانې ته حاضر دی او په دې برخه کې يې له دولت سره د بشپړې همکارۍ غږ وکړ . دوی هم د غزني ولایت د اندړو ولسوالي غمجنه پيښه او ټولي هغه پيښې چې د وسلوالو مخالفینو او یا هم د ناټو ځواکونو له خوا رامنځ ته کیږي او ملکي وګړو ته پکښې مرګ ژوبله اوړي په کلکو ټکو سره وغندل او په راتلونکي کې يې ددې ډول ناوړه پيښو د مخنیوي غوښتنه وکړل .
وروسته په غونډه کې پریکړه وشول چې د افغانستان د ټولو قومي شوراګانو څخه به د همږغې یوه ګډه شورا او مرکز جوړیږي چې دا شورا به د افغانستان د روانو ناخوالو د حل د لارو چارو لپاره یوه علمي طرحه جوړوي او بیا به د همدې طرحې له مخي په هېواد کې د سولي او ثبات لپاره خپلو کارونو ته ادامه ورکوي .
د غونډې په پای کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک د ټولو قومي شوراګانو مشرانو او استازو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړي ډول بیا د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ستاسو وړاندیزونو ته هرکلې وايې او د خپلو ټولو امکاناتو سره ستاسو تر شاه ولاړ دی او ستاسو ملاتړ کوي
غونډه په افغانستان کې د سولي، امنیت او ملي یوالی په دعا سره پای ته ورسیدل .