تاریخ: 26 جدی 1395

کابل افغانستان : په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد پياوړی لیکوال او د احمدزیو قومي مشر وحید احمدزی په ننګرهار کې د زړه د سکتې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه وکوچېد.

انالله و انا الیه راجعون

ارواښاد وحید احمدزی یو سوله غوښتونکی، په هېواد مین او علم پروروه مبارز شخصیت و، چې تل یې د هېواد د خیر او فلاح لپاره هڅې کولې. د قومونو ترمنځ یې راپورته شوې شخړې د سوله ییزې لارې حل کولې او هم یې د ځوان نسل د روزنې لپاره قلم پورته کړی و.

د هغه مړینه د هېواد لپاره ضایعه بولم، ځای به یې زموږ ترمنځ د تل لپاره خالي وي. له پاک رب نه ارواښاد وحید احمدزي ته جنت فردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *