ژباړه : بشیر محمدي   

که مو څو کاله وړاندې له الکس مولن نه پوښتلي وای؛ هغه څوک دی چې په 12.5 ثانیو کې کولای شي یوه پاڼه لیکنه حفظ کړي، د ده ځواب به دا و چې تاسو لیوني شوي یاست. د ده حافظه یوه معجزه نه وه، حافظه یې له “ اوسط نه هم ضعیفه وه. نن ته به راشو؛ ګورو چې د میسیسیپي پوهنتون د طب محصل مولن په نړۍ کې د حافظې اتل دی.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې ده “ له انشټین سره  قدم وهنه” په نوم کتاب ولوست. دا کتاب راجاشوا فوئر، لیکلی. دی له داسې یوې ډلې سره آشنا شو چې له تخنیک نه یې استفاده کوله. فوئر پخپله هم په تخنیکي تمرینونو پیل وکړ او یو کال وروسته په دې وتوانید چې د  متحده ایالاتو د حافظې په نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام وګټي.

د بي بي سي د انګلیسي څانګې د راپور له مخې مولن هم تصمیم ونیو چې د فوئر د تګلارې څخه په ګټه اخیستنې خپله حافظه قوي کړي. مولن وایي: “زه په هیڅ صورت د پیاوړې حافظې خاوند نه وم. مګر په 2013 کال مې د هغو تکتیکونو څخه ګټه واخیسته چې فوئر ویلي و.” یو کال وروسته مولن هم د امریکا د حافظې په نړیواله سیالۍ کې دوهم شو. ده وویل چې په واقعي توګه انګیزه بښونکې خبره وه  او خپل تمرین ته مې زور ورکړ او وتوانیدم چې د حافظې په نړیواله سیالۍ کې اول شم. داسیالۍ د تیر دیسامبر په میاشت کې په کوانګژو کې جوړې شوې وې. په دې سیالیو کې 10 سختې ذهني ازموینې وې چې په یوه ساعت کې ذهن ته د ګڼو عددونو ثبتول، په 15 دقیقو کې د ډیرو نومونو او څیرو یادول او د سلکونه ډوله صفرونو او یو عددونو زده کړې شاملې وې. او وروستۍ ستونزمنه آزموینه دا وه چې ګډونوال باید د لاسي کارتونو یوه ځانګړې لوبه په لوړ سرعت ترسره کړي.

مولن  په دغه سیالۍ کې له وروستۍ مرحلې نه مخکې دوهم کس وو، مګر د لاسي کارتونو په دغه ځانګړې لوبه کې له یان یانګ نه یوه ثانیه مخکې شو او د حافظې د نړیوالې سیالۍ اتل شو. مولن اوسمهال  د یوه ساعت په اوږدو کې د 3029 ځله لکیل شوی لوی عدد د حفظ نړیوال ریکارډ لري. هغه وایي چې څو کاله وړاندې مې فکر کاوه چې دا کار ناممکن دی خو اوس په امریکا کې 6 مشهور ریکارډونه لرم.

د خپل ذهن ماڼۍ ته ننوزئ:

پوهیږم چې د خپلې پیرودنې د لیست په زده کړه هم نه توانیږئ، د زرګونو صفرونو او زرګونه  ۱ عدد حفظ خو یوې خوا ته پریږدئ، د داسې یوې قوي حافظې ترلاسه کول به نا ممکن په نظر درځي مګر هرڅه امکان لري.

په اصل کې ستاسو د ذهن ماڼۍ ستاسو د سترګو په تصویر کې ده، هغه چې تاسو یې په ډیره ښه توګه پیژنۍ؛ مثلا هغه لار چې ستاسو له کوره تر کارځایه غځیدلې ده، د دغه مسیر هره برخه جلاجلا جوړښتونه لري او دغه ځانګړي جوړښتونه تاسو ځانکړی فکر درکوي. یا هم د خریدارئ د لیست او یا خپل کار په اړه که ډیر څه غواړئ حافظې ته وسپارئ، د خپل ذهن په ماڼۍ کې حرکت وکړئ او د هرې برخې مسیر جلا کړئ.

په حافظه کې د زده کړې د مسیر د بیلوالي دغه تکتیک د کیوس اهل په سیمونیدس نومي شاعر پورې اړه لري چې په 477 میلادي پیړۍ کې یې ژوند کاوه. د افسانو له مخې، سیمونیدس یو وخت د یوه مالدار او ظالم مشر میلمه وو. د میلمستیا مراسم نیمایي ته رسیدلي وو، قاصد پیام راوړی وو او سیمویندس یې بیرون ته وغوښت. کله چې ده له دروازې د باندې پښه کیښوده د صالون چت راپریوتو او د ننه ټول کسان پکې مړه شول.د مړو جسدونه نه پیژندل کیدل خو ټول خلک د خپلو دوستانو په موندنه بوخت وو، سیمویندس په ګوښه کې په فکر کې ناست وو. ناڅاپه یې مخامخ، څنګ او د میز په سر ناست خلک ذهن ته ورغلل. پام یې شو چې په میلمستیا کې د ناستو خلکو له ترتیب نه د مړو هویت موندلی شو. دی وایي چې دغه پیښه د دې سبب شوه چې دی دې پایلې ته ورسیږي چې ذهن ته د ډلو، شیانو، حقیقتونو او تصویرونو د سپارلو غوره لار د ځانګړي ځای او لارې تنظیمول دي.

د حافظې د پیاوړتیا په موخه له پیړیو وروسته مګوایر او د ده همکارانو د لندن یونیورسیتي کالج کې د 10 هغه کسانو ماغزه سکن کړل چې د حافظې په نړیوالو سیالیو کې یې لومړي مقامونه ګټلي وو. دوی هیله من وو چې وبه شي کړای، د معجزه لرونکو ذهنونو د ماغزو د جوړښت تفاوتونه پیداکړي او دا نوښت به په خپله ګټه تمام کړي. دا آزموینه ونه توانیده چې د مغزي او فکري جوړښتونو ترمنځ توپیر ومومي. دا څیړنې بریالۍ نه شوې چې د انسانانو د مغزو ترمنځ تفاوتونه پیدا کړي، یوازې د مغز په ځینو برخو کې یې د لارموندنې توپیرونه پیدا کړل.د لوړې حافظې درلودونکي  خلک ځکه د مسائلو په اړه غوره عمل کوي چې دخپلې حافظې په ماڼۍ کې مکرر قدم وهي او حافظه یې نوې څانګې سپړي.

 له مولن نه مخکې، یوناس وون اسن د حافظې په پیاوړتیا کې نوموتی وو. که څه هم مولن وون اسن په لوړ سن کې وو چې ذهن  ته د چټکو سپارښتنو عشق یې ترلاسه کړ. هغه ویل: پخپله کتابخانه کې ګرځیدم په هغه کتاب مې سترګې ولګیدې چې د حافظې د چټکې پیاوړتیا دعوه یې کوله او ماته جالبه وه، ځکه زړه مې په واقعي توګه غوښتل چې د قوي حافظې خاوند شم، ترڅو په مکتب او آزموینو کې ښه وځلیږم.

وون اسن چې د کوتنبرګ د پوهنتون محصل دی، د ترلاسه کړي کتاب ځینې تکتیکونه یې وآزمویل او ډير ژر یې  پایلې په خپل ځان کې ولیدې. دی وایي: په لږه موده کې مې پام شو چې له تصوره پورته شی خپلې حافظې ته سپارلی شم. ده په لومړنۍ هغه ذهني سیالۍ کې ګډون وکړ، چې د سوئد د حافظې د اتلولۍ نړیواله سیالي نومیده. وون اسن په 2013   او 2014 مو کلونو کې وتوانید چې د حافظې د نړیوالي سیالۍ اتلولي خپله کړي.

ستاسو د خوښې وړ رستورانت چیرته دی؟

د حافظې ماڼۍ په هر ځای کې شته؛ په رستورانت، هوټل، کور، کارځای ته په لاره، په مهمو رخصتیو، پارکونو او حتی په مترو کې د سفر پرمهال. مولن وایي: که چیرې کینئ او فکر وکړئ سلګونه هغه سیمې به په یاد درشي چې تاسو یې پیژنئ.

مولن وایي: د عددونو د سیالۍ لپاره چې پنځه دقیقې ځنډ غواړي له دوو جلا لارو ګټه اخلم او کله چې په پوهنتون کې کومه موضوع زده کوم، له جلا لارې ګټه اخلم، هر تدریس با ید په جلا فکر او ترتیب زده شي. اسن دا هم وایي هر هغه څه مو چې په خپله ذهني ماڼۍ کې ځای پرځای کړل پوه شه چې ځای یې امن دی.

یوه بله مهمه مسئله چې د حافظې قهرمانان ورباندې یو شان نظر لري دا ده چې د جادویي حافظې درلودل کومه ځانګړې ورکړه نه ده، بلکې هر څوک کولای شي ډیر تمرین وکړي او خپله حافظه غښتلې کړي.مولن نړیوالو ذهني مسابقو ته وار د مخه د نیم نه تر یوه ساعته پورې تمرین کوي. وون اسن هم هره ورځ، ځینې وختونه تمرین ته ځانګړي کړي، مګر د لویو سیالیو لپاره حد اقل پنځه ساعته تمرین کوي.

وون اسن وایي: د حافظې پیاوړي کیدل د بایسیکل ګرځول دي، هر هغه څوک چې د لومړي ځل لپاره په بایسیکل سپریږي زده کړه یې ورته ناممکنه ښکاري مګر د زیار او کوښښ په پایله کې خپل هدف ته رسیږي. ۲۲\۳\۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *