دهېلمندي قیس بله غزلټولګه خپریږي . مبارک دې وي ! د ده غزل یو ځل بیا زما لاس نیسي، د بُست کنډوالو ته مې بیايي ، له غونډۍ څخه یوه لاس ته شنه جلګه پرته ده ، مست هېلمندرود په کې بهیږي او دواړو غاړو ته یې شنې زمکې او ونې روح تسکینوي ، بل لوري ته یې بیدیا ده ، څومره چې سترګې کارکوي وچه بیدیا ده ، ځای ځای وړه بوړبوکۍ دبیدیا شګه هوا ته پورته کوي ، په بیدیا کې ورکیږم ، دپښتو غزل پل پسې اخلم ، کاروان روان دی او نغمې یې بار کړی دی ، په دې زرینو انډیو کې له اکبرزمینداوري څخه رانیولې تر قیس هېلمندي پورې دغزلو لړلړ رنګین او مهین هارونه پراته دي په لرغونو هارونو کې دمینې ، عرفان ،خمریه موضوعاتو او تشبیهي – استعاري ښکلاستاینې مرغلرې پرتې دي، په بل زرین انډي کې دنومهالې زمانې  دپیلیزې دورې غزلونه دي ، چې ښکلا په کې لږه ده ، خو منځپانګه یې نوې شوې ده ، په دې غزلوکې هېوادستاینه ، خپلواکي و مشروطیت ، پوهه اومدني ژوند ته هڅوونه مرغلین شوي دي ، په یوه بل ښکلي زرین انډي کې نومهالي غزلونه دي ، چې ښکلابېرته ورمېلمنه شوې ده په دې غزلونو کې پښتونولي ، فلسفي- عرفاني لیدلوری ، عیني ښکلا ، ژوندۍ مینه او تریوه بریده دغزلبولو رواني پېښې دښکلومرغلرو په څېر اوډل شوي دي ، دادی دستر زمینداور دیوه بل بچي غزلې مې دنوي زلمي غزلپېر په زرین انډي کې وموندل ، چې پښتوغزل یې په دوهم ځل له خپل زیږنځای ( ویاړلي هېلمند) څخه راهسک کړی دی ، داځل دګران قیس په غزلونو کې دده له زلمۍ او نیازبینې مینې سره مل دده دعاطفي ځواک، انساني لید او دجګړې پروړاندې داغیزمن پاڅون خواږه هم مله دي ، داځل دځوان شاعر په خوږو غزلونو کې دجګړې ، تاوتریخوالي او تشدد په وړاندې یوپه زړه پورې پروتست وینو ،په غزلو کې یې دهمزولوارزښتونو ، خپلې هغې مینې چې لکه سیوری دده داروا ترشا روانه ده ، دمور مینه ، دهېواد او افغان انسان ژوندی حضور احساسوو. که بېلګې غواړئ ، نو دا بیتونه یې وګورئ :

نن مور دعا راکړه تر سترګو به یې ښه ویسم

نن به یې تورې سترګې سپین زړګي ته لاره راکړي

زه چې د شپې له کوره ځمه دا د غاړې څخه

چې څه را ونه شي ګردۍ کلیمه داره راکړي

هغه که څومره جنګیرکه ده زړه سواندې هم ده

هغه ځای ښکل کړي چې پر کوم ځای مي نوکاره راکړي

اوداهم :

ددوژخ دې لاس وهرې خوا ته خلاص وي

کلیمه یې طیبه یې راسره یې

مورې مورې دخدای کور مې دی په کورکې

مورې مورې ته کعبه یې راسره یې

یا:

دا يتيمان دخان دکورڅخه خالي ووتل

دایتيمان به کورته وېسي په کاسوکې خاورې

چې ماشومان ووستا یادېږي؟ چې جګړه به موشوه

چې اچولې مودیوبل په وېښتوکې خاورې

نن ښکاري بیاشوله څوک بوره څوک یې بیا وواژه

نن بیابادیږي ددې کلي په کوڅو کې خاورې

قیس خپل ټول همزولي مفاهیم غزل ته ننباسي ، موټر ، کیلي ساز ، بمبه او نور ، ځینې یې ښکلي راغلي ، چې شاعر ورته هنري او شاعرانه بستر جوړ کړی دی ، خو ځينې یې لاهم په غوږو لواړ لګیږي ، داسې ښکاري ، چې زموږ دزلمي قیس شاعرانه ذهن دومره فوراني دی ، چې هېڅ مفهوم ،نوم یا تړنګ وسېمبول ورته  ناشاعرانه نه بریښي . زه باورلرم که دی ، لا ډیره مطالعه ، تمرین ، تجربه او دپستې ژبې کارونې ته پام وکړي ، دپښتوغزل له مډرنیستو مخکښانوڅخه به وي.

خوشاله یم چې ، دکلونو شاعرانه ارمان مې دخپل دغه زلمي شاعر په غزلونو کې مخ په پوره کېدو وینم او هغه دجګړې په وړاندې دافغاني لید اروايي غبرګون دی . تر همدې وروستیو کلونو پورې مو( جګړه)  په خپلو شعرونو کې دحماسو په نامه ستایله ، بیا مو له سیاسي بدلونونو سره سم ، دجګړې په وړاندې په شعاري مرده بادوزنده باد پیل وکړاو دسولې مړژواندې ستاینه مو پیل کړه ، خودغو شعارونو ، نه خو له جګړې څخه دستړیو افغانانو ستومانه اروايي کرکه انځورولای شوه او نه یې هم هنري ارزښت درلوده . دادی دقیس همزولی نسل ګورو چې دسولې دهنري منطق او رواني اړتیا منزل ته رسیږي ، دا قیس دی ، چې وايي :

نن شپه چې ستا توربنګړي شرنګ نه کوي

ښکاري څوک په کلي کې جنګ نه کوي

دغلته پراته دقاتِل پلونه دي

دغه ځمکه ځکه لونګ نه کوي

ستاتوره چې سره دورور په وينوشوه

ستاتوره اوس هغه سې کړنګ نه کوي

دوی دخویندوميندوقدرنه لري

دوی دي په دې ملک باندې ننګ نه کوي

قیس یو ملي ارمان لري ، دی دودان افغانستان یو ارماني مبارز دی ، خو په شعر کې شعارنه ورکوي ، په غزل کې خپله سیاسي برنامه نه ځایوي ، بلکې دی دخپلو ارمانونو او رواغوښتنو دورپوهولو لپاره خپل ولس راویښوي ، عاطفه یې راژوندۍ کوي او انساني ژوند ته یې رابولي ، دی غواړي ووايي ، چې سیاسي – هنري ارمان یې ددې هېواد دانسان اخلاقي – عاطفي لوړاوی دی .

مونږه یې هم جوړو دوی ئې راته هم جوړوي

په دغه خاوره باندې خپل اوپردي غم جوړوي

نړۍ دسولې اودامن نارې ولې وهي

نړۍ چې اوس لاهم ټوپک جوړوي بم جوړوي

یتیم لاسونه  خوله پرې رنګ کړه دډېران په سریې

نن پیداکړی دی یوزوړ خراب قلم جوړوي

چې دشپونکي په رمې وه نړېده چغې یې کړې

ای دا پُل چاجوړکړئ لږ خویې څوک سم جوړوي

دا لېوني به یا پرصد شي ((قیسه))ستاپه غزل

یا به یې بل داسې کوم ښه پیر په خپل دم جوړوي

غواړم دقیس له غزل سره لاس په لاس د بُست له کنډوالو راکوز شم ، دبېدیا بوړبوکیو ته زیری ورکړم، چې هاغه دی قیس او ځوان لښکریې له خپلو زرینو ، ګلورینو غزلونو سره راغی، دمست هېلمند یو مستانه رود به دبېدیا پرسینه راتېر کړي او دا پراخه زمکه به هم دهغې شنې جلګې په څير ښېرازه کړي ، چې د بُست په هاغه بله غاړه پرته ده .

هو ! زه ددې زلمي په رګونو کې دانساني مینې دتاک وینه په مستۍ کې وینم ، زما پرې باور دی او که تاسو یې نه منئ ، نو ددې غزلټولګې شنې درې ته ورننوځئ !

ښکلاوې مو په مخه !

څېړندوی عبدالغفور لېوال

۱۳۹۲ دڅيلې ۱۳مه

پغمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *