د قیمتونو جوړښت او اندازه د کاروبار په بریالیتوب کې موثره پدیده ګڼل شوې ده. تولیدي واحدونه د وخت په تېرېدو او د شرایطو له درک وروسته په قیمتونو کې تغییرات راولي. دوی ولې داسې کوي؟
معمولا تولیدي شرکتونه د دې لپاره چې په جنس باندې شوی لګښت پوره کړي او یو څه اندازه ګټه هم وکړي، قیمتونه لوړوي. یا شاید قیمتونه د دې لپاره لوړ شي چې د جنس یا خدمت په کیفیت کې ښه والی راغلی دی. کاروباریان او تولیدوونکي کله کله د ډېرې ګټې په منظور هم قیمتونه لوړوي. سربېره پر دې د حکومت رول هم د قیمتونو په لوړولو کې موثر دی او په دې تغییر کې یې برخه لویه ده. انحصاري بازارونه هم ډېر کله د قیمتونو د لوړولو لپاره شرایط برابروي. نور فکتورونه هم شته چې په بازار کې د توکو او خدماتو قیمتونه لوړولی شي.
د قیمتونو د لوړولو پرېکړه تل ګټوره نه وي. کله کله د شرایطو له درک پرته په قیمتونو کې تغییر د ګټې پرځای تاوان را رسوي. مثلا: که موږ په بازار کې د عین جنس یا خدمت بیه لوړوو، شاید زموږ پېرودونکي د نورو له توکو او خدماتو استفاده وکړي. که قیمتونه ټیټ ټاکو، پېرودونکي مو زیاتېږي خو ګټه مو را کمېږي. سربېره پر دې که د ښه کیفیت په مقابل کې کمه ګټه کوو، نو د کامیابي چانس مو کمېږي او دا امکان هم شته چې بېخي د سیالۍ له ډګره ووځو. ټولنیزو روایاتو هم کله کله د قیمتونو په لوړولو تاوان را رسولی دی. زموږ په اکثرو کلیو کې لا هم دا نظر موجود دی چې لوړ قیمت د ډېرې ګټې نښه ده.
د قیمتونو د لوړولو پرېکړه ستونزمنه ده خو تر دې لا ستونرمنه دا ده چې قیمتونه څنګه او کله لوړ کړو؟ دلته منظور د پالیسۍ او تګلارې انتخاب دی. مثلا: دوه تولیدي شرکتونه د ورته تولید لپاره په عین اندازه قیمتونه لوړوي، ضروري نه ده چې دوی دواړه دې یو ډول پایله ترلاسه کړي. د دوی د تغییر نتیجه د دوی د پالیسۍ انتخاب او عملي کېدو پورې اړه لري. سربېره پر دې وخت، د رقابت په صورت کې د مقابل لوري څارل او د تغییر په مقابل کې د پېرودونکو نفسیاتي جاج د پالیسۍ په کامیابي او ناکامي مستقیمه اغېزه لري.
په ۱۹۸۵ز کې برتانیا د لوړو قیمتونو، بې روزګارۍ او انفلاسیون څخه کړېدله. دا کال د برتانیې لپاره خورا سخت کال و. لومړۍ وزیرې مارګرېټ تیچر (۱۹۲۵-۲۰۱۳ز) ته د مالیې وزارت مشوره ورکړه چې که حکومت د خوراکي توکو بیې دوه چنده کړي، نو ډېرې پیسې به ترلاسه کړي او له کسر څخه به ووځي.
مارګرېټ تیچر دا پلان تر لوستو دمخه رد کړ او ویې ویل: دا ټول هغه شیان دي چې خلک یې کاروي او له دې پرته یې ژوند ناشونی دی. زه د خپل حکومت د ټینګولو لپاره د ۶۰۰ ملیونه وګړو ژوند له خطر سره نه شم مخ کولای.
حکومت اقتصاد پوهان د مشورې لپاره راوغوښتل. په دوی کې یوه تن د کرېډېټ کارډ نظر ورکړ چې له کبله یې د برتانیې اقتصاد ښه شو.
د تیچر حکایت راته وایي که قیمتونه لوړوو یا بله اجتماعي پرېکړه کوو، لومړی یې باید د وګړو په فردي او ټولنیز ژوند اغېزو ته پام وکړو. د جلال اباد، خوست او نورو ولایتونو لوړ نرخونه که دولت، هټیوالو یا تولیدي شرکتونو ته ګټه هم رسوي، تاوان یې خلکو ته دی باید خودداري ترې وشي.