د كندهار پوهنتون اووه تنه استادان، د كندهار ولايت مقام او  د كندهار د ځينو ملي تجارانو په مالي مرسته، د ماسټرۍ له پاره تايلينډ هيواد ته ځي.

نوموړو استادانو په نړيواله كچه، د ازاد سيالۍ له لاري، په دې پروسه كي ګډون كړى وو، چي په پايله كي ئې، د ماسټرۍ د (۴۸) كريډيټونو څخه، (۳۶) كرېډيټونه د فېلوشيپ (fellowship)   په ډول تر لاسه كړل .

په دغو اوو تنو استادانو كي ئې، شپږ تنه د انجينېرۍ په برخه دي، چي يو تن د اوبو د انجينېرۍ او مديريت ، دوه تنه د چاپيريال د انجينېري او مديريت، دوه تنه د انرژي د انجينېرۍ، يو تن د ساختماني انجينېرۍاو مديريت  په برخو  كي، د آسيا د تكنالوژۍ انسيتوت Asian Institute of Technology (AIT)  ته، چي په نړيواله سطحه يو منل سوى پوهنتون دئ او د نړۍ د (۴۰)  هيوادو محصلين د ماسټرۍ او دوكتور په برخه زده كړي پكښي كوي، ځي  او يو تن د مايكرو بيولوژي په برخه كي  د تايلينډ هيواد،  ماهيدول پوهنتون ته، چي د تايلينډ هيواد  لوى دولتي پوهنتون او په نړيواله سطحه يو منل سوى پوهنتون دئ، ځي.

كندهار پوهنتون تر اوسه پوري (۵۵)  تنه د ماسټرۍ په سطحه استادن  لري او (۲۶) تنه نور استادان ئې په هيواد كي دننه او   تر هيواد دباندي  په ماسټري بخت دي.

د يادوني وړ ده، چي كندهار پوهنتون، د هيواد په كچه، د لومړي ځل له پاره د اوبو او چاپيريال او انرژۍ څانګي، د انجينېرۍ پوهنځي په چوكاټ كي پرانيستي دي .

One thought on “د كندهار پوهنتون اووه تنه استادان د ماسټرۍ له پاره تايلينډ ته ځي!”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *