د لاجوردو لار ۲۰۰۰کاله تاريخي مخينه لري چې پخوا په دې لار افغانستان لاجورد او نورې قيمتې ډبرې روسيې، قفقاز، بالکان، شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې.
په دې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادوالو ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لاجوردو لار طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو (ترکمنستان،اذربايجان،ګرجستان او ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو.
دا لار د افغانستان د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد، ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او د اروپا سره نښلیږي.

دا لار په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د لارې بندولو په معنی نه ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي.
د افغانستان،منځنۍ اسیا،بالکان، قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه لاره ده چې خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات ولايت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم.
– د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خلاصون.
– سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل.
– هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل.
– بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه.
– د توليد زياتيدل.
– افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل.
– د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيه راواردول.
– افغانستان د اسيا ترانزيتی، سوداګريزی او ترانسپورتې څلور لارې باندي بدليدل.