لوی د افغانستان بیرغ یې په بایسکل پورې تړلی، د ښار د ګڼې ګوڼې په منځ کې له سړک څخه لږ لېرې ولاړ و، څو چادري والې ښځې یې له مخې تېرې شوې، ده په لوړ غږ پوچې خبرې ورته وکړې، بیا نارینهوو ته مخاطب شو؛
تاسې نه شرمېږئ چې ښځې مو په بازارونو کې ګرځي او تاسې بېغیرتان ورته ولاړ یاست. خدای مو غرق کړه، اې بېغیرتانو د ښځو ګټې ته مو لاس نیولي. دا ټولې د خدای په قهر اخته او کافرانې دي، تاسې هم ورسره کافران یئ.
شاو خوا ښه ډېر خلک ورټول وو، لکه د وخت اپلاتون چې غږېږي.
لاره بنده وه، موټر به کله ورور ورور روان شول، کله به ودرېدل.
د ټکسي ډرایور ماته وايي؛ خبرې یې اورې؟
ځان مې په ټلېفون مصروف کړ، تر ژبه لاندې مې وویل، لیونی دی.
شیشه یې برابره کړه چې زما مخ یا هم ښه به وي که ووایم چې د هغو خبرو په اورېدو زما شرمېدل وویني، بیا په اوږده غاړه وايي؛ ولااااا که لیونی هم دی، خبرې یې ښې پخې دي. زما خو خوښې شوې. سپینې خبرې کوي، له هیچا نه ډارېږي.
ما هم ښه په رډ رډ په شیشه کې ورته وکتل، ومې ویل، څه ووایم، ستا به خوښې شوې وي، ما لږ او ډېر زدهکړه کړې، یانې د ښو او بدو توپیر کولای شم او شکر عقل هم لرم، له لیونیانو یې نه زده کوم.
دا لومړی ځل نه دی، زه دا سړی هر وخت وینم. خلک وايي لیونی دی. یو وخت یې په ما هم په زوره چیغه کړې وه، ډيره یې ډاره کړې وم. بیا مې ټولګیوالو راته وویل دا لیونی دی. تل ښځو ته ښکنځل کوي، دا شاوخوا خلک چې ورټول دي، هغوی یې هم تشویقوی او په هره خبره یې ورته شاباس او افرین وايي، ځکه هغوی په دې خوښېږي چې دی په ښځو ملنډې وهي.
د حیرانۍ خبره خو دا ده چې زموږ په ټولنه کې که یو کس له دوولس کاله ښوونځي وروسته نورې لوړې زدهکړې وکړي او له هغې سره سره مطالعه هم ولري، خو بیا هم د خپل مسلک اړوند په یوه موضوع کې په ډېر احتیاط نظر ورکوي، یا یو څه لیکي او لوستونکي به یې هم خبرې له ډېرو دلایلو وروسته قبولوي، مګر یو نالوستی کس یا حتی لېونی به د اسلامي موضوعاتو په اړه داسې په لوړه غاړه او پوره اطمینان غږېږي لکه په اسلامي علومو کې چې دوکتورا لري.
غږېدل خو پر ځای پرېږده اورېدونکي به یې هم خبرې د کاڼي کرښه ګڼي او داسې په ډاډ به یې اوري لکه له یوه لوی عالم سره چې مخ شوي وي.
نه پوهېږم ښايي ځينې کسان دا ګمان کوي چې که دې آذان زده کړ په اسلامي علومو او فتوا ورکولو کې متخصص شوې.
ډېر کله خو همدا د خپل سر لارښوونې د خلکو لپاره لويې ستونزې رامنځته کوي، خو دا به څوک وي چې په دې اړه سکوت مات کړي او ووايي چې په اسلامي علومو کې هم د نورو علومو غوندې پوره مطالعې او تخصص ته اړتیا ده، یا هم لږ تر لږه هغه مسایل چې حساسیت راپاروي، نو په هغو مسایلو کې دې هر کس پرته له پوره مالوماتو او علمیت نه خپل سرې لارښوونې نه کوي او که فرض وکړه، یو کس دا کار وکړي، نو خلک دې د هر چا خبره د کاڼي کرښه نه ګڼی او په هغه باندې عمل کول دې ځانته فرض عین نه ګرځوي، بلکې مطالعه دې وکړي خپل سر دې خلاص کړي او بیا دې خبره ومني.
که نه له خبرې یا پوهې به یې یو غلط مشهور جوړ شي چې بیا به ځان او نور په لانجه اخته کړي.
یو له دغو غلطو مشهورو څخه له ښځو سره د چلند مسله ده، هغه داسې چې ډېری خلک دا ګمان کوي چې له ښځو سره په سختۍ چلند کول، هغوی ته هر وخت او په هر ځای کې بد رد ویل، نه یوازې دا چې بده خبره نه ده، بلکې د ثواب کار دی.
نن سبا چې ښځې لږ او ډېرې له کور څخه بهر د کار او تعلیم لپاره راوتلې، نو دا خبرې ورته ستونزې جوړولای شي او په ځينو حالاتو کې خو د ټولنې لپاره خطرناکې ثابتېدای شي چې په کار ده مخه یې ونیسو.
ښه به دا وي چې خلک دې نور د سړک پر سر د اسلامي لارښوونو د اورېدو پر ځای هغه د اسلامي موثقو او د اعتماد وړ مراجعو څخه واوري.
په دې هیله چې اسلام ته د یوه دین تر ځنګ د یوه علم په سترګه وکتل شي، د یوه علم په څېر عام شي او د وړ اسلامي چلند په اړه د عامو خلکو ذهنونه خلاص شي، یانې خلکو ته روښانه شي چې اسلام د هر وګړي لپاره خاص ځای او موقف ټاکلی او دې ځای او موقفو ته یې د پوره احترام په سترګه کتلو لارښوونه کړې.