ژ محمداکبر حقمل
د خپلو واقعي موخو د تعریفولو په موخه د جادویي غړو له رویو یا رفتارونو څخه ګټه پورته کړئ. داسې وانګېرئ، چې تاسو یوه جادویي یا حیرانوونکې لکړه لرئ، چې کولای شئ هغه د خپل ژوند د ټولو برخو په زمینو باندې ووهئ تر څو خپلې ټولې هیلې مو پوره کړئ.
که غواړئ ريښتیا ورته ورسېږئ نو ځواب مو حتمي دی:
خپله جادویي لکړه مو د خپل کار او کسب په لور بوځئ. آیا ستاسو د کار درې هیلې مو پوره شوې؟ آیا دلته هم درې هیلې لرئ؟ دا درې هیلې مو کومې دي؟ خپلو اړیکو او خپل کورني ژوند ته مو خپل ځان په لکړه نېږدې کړئ. که چېرې په همدې زمینه کې درې هیلې لرئ نو د هغو نومونه واخلئ. ستاسو تر ټولو غوره ژوند درلودل څه ډول شوني دي؟
خپله جادویي لکړه مو د خپل صحت او روغتیا په لور بوځئ. آیا د روغتیا او صحت په زمینه کې هم درې هیلې پوره کولای شئ؟ هغه درې هیلې مو کومې دي؟ ستاسو د جسمي روغتیا تر ټولو غوره هیلې له اوسنيو شرایطو سره کوم توپیرونه لري؟
اوس نو خپله جادویي لکړه مو د خپلو مهارتونو او پیاوړتیاوو په لور بوځئ. که وکولای شئ له ګټې اخیستنې سره دریو مهارتونو ته لاس رسی پیدا کړئ، نو دا درې مهارتونه به کوم وي؟ په کومه زمینه کې لېواله یاست، چې تر ټولو غوره واوسئ؟