ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

ښوونکي نن په پنځم ټولګي د رسامۍ درس درلود، ټولګي ته د ننوتلو سره سم یې زده کوونکو ته وویل:

  • هلئ! قلمونه او کتابچې مو را وباسئ، نن هغه څه رسم کړئ چې په ژوند کې درته ډېر ارزښت لري!

زده کوونکو قلمونه او کتابچې له خپلو بکسونو نه را وایستل، هرچا د خپلې خوښې انځورونه رسم کړل. له لږ ځنډ وروسته یې ښوونکي ته هغه پاڼې ورکړې چې انځورونه یې پرې کښلي وو. ښوونکي هم په غور د ټولو رسمونه وکتل، چا مڼه، چا انار، چا موټر او چا…  رسم کړي وو. خو یوه زده کوونکي لاس رسم کړی و. ښوونکي ته دا انځور جالب ښکاره شو، زده کوونکو ته یې وویل:

  • دا لاس شهباز رسم کړی، تاسو څه فکر کوئ چې د چا لاس به وي؟ یو زده کوونکي ځواب ورکړ:
  • دا د خدای(ج)  لاس دی چې موږ ته پرې روزي راکوي.
  • بل وویل نه دا د بزرګر لاس دی چې غنم پر کري.

 ښوونکي وروسته د شهباز څنګ ته ورغی، پوښتنه یې ترې وکړه:

  • زویه! د چا لاس دې رسم کړی؟

زده کوونکي وویل:

  • ما ستا د مېرمنې لاس رسم کړی.

ښوونکي په حيرانۍ وویل:

  • زما د مېرمنې!؟

زده کوونکي ځواب ورکړ:

  • هو دا لاس ستا د مېرمنې دی، کله مې چې مور مړه شوه، نو ستا مېرمن به زموږ کور ته راتلله، موږ ته به یې خواړه راوړل. کله به چې زموږ له کوره تلله نو زما او زما د وړې خور پر سر به یې لاس کشاوه. نو ماته په ژوند کې تر ټولو ستا د مېرمنې هغه مهربانه لاس ډېر ارزښت لري!

(تر ټولو ښکلي او پاک لاسونه هغه دي چې د یتم پر سر راکښل کیږي)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *