نګین کرګر
د روغتیا د نړیوال سازمان په اساس ارزان بیه د لاسونو د مکروب وژلو د مایع د جوړولو لپاره کورنۍ اسانه ترکیب.
په 1000 ملی لیتر  جګ کې دا جوړ کړئ:
٨٣٣ ملی لیتره خالص ايتانول یا الکهول
هیدروجن پراکساید ۴۲ ملي ليتره
ګلیسرول ۱۵ ملی لیتر
او ١١٠ ملی لیتره  یخی شوی جوش اوبه
په یو لیتر جګ کې ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړئ، او ‌‌‌‌‌‌ډیر ورو ورو یې وخوروئ.
که ایتانول نه وی نو ایزوپروپایل الکهول هم د ایتانول په ځای کارولی شئ.
ګلیسیرول ‌‌‌‌‌‌ډیره ارزانه ماده ده که ګلیسرول نه وی نو مانیتول چې په درملتونووکې پیدا کیږې هغه هم کارولې شئ>
نوټ: د هایدروجن پراکساید سره ‌‌‌‌‌‌ډیر احتیاط کوی.
د ماشومانو څخه یې لیری ساتئ، او په پاکو مینځل شوی لاسونو یې پوری کوئ.
بل نوټ:
واحد میتریک دی او د اندازی سره محتاطه اوسئ. 1L = 1000 mL

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *