تاند- دا هغه سړی دی چې تېره اوونۍ یې د امریکا د نیواډا ایالت په لاس ویګاس ښار کې ۵۹ تنه ووژل او ۵۲۷ نور ژوبل کړل.
دی سټېفن پډاک نومېږي، ۵۹ کلن و. ده د ملیونونو ډالرو په ارزښت کورونه لرل خو د متقاعدانو په کور کې له خپلې ملګرې سره اوسېده.
پډاک له ولسي موسیقۍ څخه؛ کټ مټ لکه دې یوې چې ډزې یې ورباندې وکړې، خوند اخیست.
ده پوکر (یو ډول جواري یا قمار) او ماشیني جواري ډېره کوله. په وروستیو ورځو کې یې د بانک له لارې ډېرې پیسې حواله کړې وې.
ده په پټه ۴۲ وسلې لرلې. پولیسو د ده په کور کې ۱۰ میله وموندله. پډاک له هوټل څخه پر کنسرت د ډزو لپاره له ۲۳ وسلو کار واخیست.
د ده پلار د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بي آی) له لوري تر تعقیب لاندې مطلوب و ځکه چې د بانکونکو غل او له محبسه تښتېدلی و.
د پډاک پلار ۹ کاله مفرور و خو بالاخره د ایف بي آی له لوري ونیول شو.
پولیس لا هم نه پوهېږي چې پډاک د کنسرت پر برخوالو ولې ډزې وکړې؟
https://www.facebook.com/DailyMail/videos/1490067711074144/