تاند- د جرمني مرسدیز یا مرسدیس بنز د امریکا د لاس ویګاس د الیکترونیکو وسایلو په نندارتون کې داسي موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د دغه موټر د لیدونکو په وینا ساری نه لري.
دوی وايي، دا موټر، چې (F015) نومېږي، دومره ښکلی او پرمختللی دی چې که انسان تر دې مخکې هر ډول موټر لیدلی، پکې سپور شوی یا یې چلولی ويو نو دا یو به ټول پرې هېر کړي.
دا کالنی نندارتون، چې د سې شنبې په ورځ (د جنورۍ ۶مه) پرانستل شوی و، نن جمعه پای ته رسېږي.
د لاس ویګاس نندارتون، چې له ۴۸ کلونو راهیسي هر کال جوړېږي، د نړۍ د تکنالوژۍ او الیکترونیک وسایلو تر ټولو ستر او د توجه وړ نندارتون دی.
کله چې د موتر مخته څوک ولیدل شي، په اتومات ډول په هغه سکرین کې لیدل کېږي چې د موټر په سویچ بورډ کې نصب دی. پلي کس ته لاجوردي رنګه اشاره کوي او هغه په دې ډول خبروي چې چلوونکي لیدلی دی. په سرو اشارو شاتني موټر ته خبر ورکوي چې وړاندې یې خنډ شته.
په موټر کې د څلورو سپرلیو لپاره ۴ سکرینونه شته چې هم په لمس کار کوي او هم د سترګو په حرکت.
چلوونکی دوه سکرینونه لري چې د هغو په وسیله د موټر حرکت پرې په لمس یا د سترګو په حرکت کنترولولی شي.