تاند- په چین کې د پلاستیک جراحي ډاکترانو د یوه سړي په لاس پوري د هغه پرې شوی غوږ پیوند کړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډاکترانو د دغه سړي له غوږ څخه یوه پاتې غضروفي برخه غوڅه کړې او د هغه د لاس په مټ کې یې تر پوستکي لاندې ورپیوند کړ څو هلته وده وکړي او تر بشپړېدو وروسته یعني تر پوره غوږ کېدو وروسته یې بېرته د غوږ په صلي ځای کې پیوند کړي.
اوس دغه غوږ د هغه د خاوند په لاس کې وده کړې او د غوږ بڼه یې موندلې ده.