د ننګرهار لالپورې ولسوالۍ کې له تېرو اوه کلونو راهیسې فعالیت کو، د دې ولسوالۍ جغرافیه‌يي موقعیت داسې دی چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او طالبانو په اسانۍ سره کولای شول چې د پاکستان د استخباراتو امکانات او پيسې ترلاسه کړي او هر کله په اسانۍ سره له ډیورنډ کرښې تګ راتګ وکړي.

دا ولسوالي چې د طالبانو لپاره ستراتيژیک ارزښت درلود له تېرو اوه کلونو راهیسې یې په کلیو کې فعالیت کو او اوه کاله یې د لالپورې خلک له ژوند تنګ کړي و او بیلابیلو برخو کې یې پرې ظلمونه کول او په یو او بل نوم باندې به یې ورڅخه پیسې ټولولې.

د لالپورې خلک اکثره یې کاروباریان دي او په کلې کې په اوسیدو مجبور و چې طالبانو ته باج ورکړي، دا به ومنو چې د لالپورې ځینو خلکو طالبانو سره همکاري کوله، خو زیاته برخه بیا د طالبانو د فعالیت په تنګ و او له مجبورې ورځې یې طالبانو ته ملا صاحب ویل.

له کلونو حوصلې وروسته بالاخره د دې خلکو د صبر کاسه ډکه شوه او څو ورځې وړاندې یې له افغان ځواکونو سره په مشوره د طالبانو پرضد راپورته شول، افغان ځواکونو لومړی دې سیمه کې عملیات وکړل، طالبان یې یا ووژل، یا یې ونیول او یا له ډیورنډ کرښې خپل اصلي ټاټوبي ته وتښتیدل.

د طالبانو اوه کلن فعالیت په دې ولسوالۍ کې دا ولسوالي له هر ډول پرمختګ راګرځولې وه، د ښوونې او روزنې سیستم پکې فلج شوی و، بیا رغونه پکې نه وه، ژوند په کې نه و، هر کله چاودنې جګړې او د طالبانو ظلمونه خلکو لیدل، خو دا چې د طالب د ظلم پروړاندې یې سرټیټ کړی و، همداسې ژوند روان و.

خو نن چې خلک ویښ او بیداره شول، د طالبانو پرضد راپورته شول، خلکو ارام ژوند پيل کړ، افغان ځواکونه یې تر څنګ دي او د خپلې سیمې امنیت ساتي او د خپلې سیمې واکداران په خپله دي.

لالپوره کې د افغاني طالبانو تر څنګ بهرني او پنجابي طالبان و چې د پاکستان حکمونه به یې لالپوره ولسوالۍ کې تطبیق کول، خو نن خلک خوشحال دي چې خپل واک او خپل صلاخیت یې دي، نه ترې څوک باج اخلي ، نه یې څوک وژني او نه یې څوک په مرګ

ګواښي.

افغان ځواکونه ژمن دي چې هره سیمه کې د خلکو مال، ناموس او امنیت وساتي، خو په دې شرط چې د سیمې خلک همکاري ورسره وکړي، کله چې د سیمې خلک همکاري و نه کړي، افغان ځواکونه شي کولی پرمختګ وکړي او سیمې وساتي.

همدا خلک دي چې افغان ځواکونه دي او همدا افغان ځواکونه دي چې قانون تطبیق کوي اود خلکو مال ناموس او امنیت ساتی، نو که چیرې موږ د خپلو ځواکونو دوامداره همکاري وکړو، هیڅ پنجابی به په موږ پردي قوانین نه تطبیق کوي.

طالب د اسلام ترنامه لاندې د ای ایس ای تګلارې په افغانستان کې پلې کول غواړي، خو افغان ځواکونه به اجازه ور نه کړي چې د دې تګلارو تطبیق دوام پیدا کړي او افغانان باندې ژوند تنګ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *