تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د یکشنبې د ورځې په انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد.
پاکستاني رسنۍ د پولیسو او ژغورونکو په قول وايي چې په دې برید کې، چې ماښام مهال وشوه، ۳۰۰ تنه نور ژوبل شوي او د هغوی په منځ کې د یو شمېر کسانو حال نازک دی ځکه وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.
چاودنه د لاهور د یوې شتمنې سیمې، ګلشن اقبال ټاون په علامه اقبال پارک کې شوې ده.
د پېښې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.
له پېښې وروسته بیړنی حالت اعلان شوی او ټپیان د ښار بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
پولیسو د پېښې ځای یعني علامه اقبال پارک محاصره کړی او تحقیقات یې پیل کړي دي.
لومړني تحقیقات ښيي چې چاودنه د یوه انتحاري له لوري شوې ده.
د لاهور د شیخ زاید او جناح روغتونونو ډاکترانو اندېښنه ښوولې چې د تلفاتو شمېر به زیات شي ځکه چې د مرګي حالو ټپیانو شمېر لږ نه دی.
پولیس وايي د حمله کوونکي سر یې موندلی دی.
د انتحاري حمله کوونکي نوم یوسف د غلام فرید زوی ښودل شوی او ویل شوي چې د ۱۹۸۸ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د پنجاب په مظفر ګړ کې زېږېدلی دی.
د حملې په مهال په پارک کې د معمول خلاف د دې له کبله ګڼه ګوڼه زیاته وه چې نن د عیسویانو د اختر ورځ وه.
له پېښې وروسته سړکونه د موټرو د ګڼې ګوڼې په خاطر بند وو او ټپیان په ډېر ځنډ روغتون ته ورسول شول.
خلکو شکایت کړی چې روغتونونو په وخت امبولانسونه ورونه لېږل. خو د روغتونونو مسوولان وايي چې ۲۰ امبولانسونه یې د پېښې ځای ته د ماښام په ۶ بجې او ۴۴ دقیقې ولېږل مګر لارې بندې وې.
د پاکستان د پنجاب اعلي وزیر شهباز شریف درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د پاکستان د پوځ د ویندوی عاصم بجوه په وینا له پېښې وروسته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په مشرۍ د استخباراتو یا آی ایس آی د مشر په شمول د امنیتي چارواکو فوق العاده غونډه جوړه شوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د لاهور حمله وغندله او د پاکستان له ولس او حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړه. (تفصیل)
سلام
په زنانه ٶ او ماشومانو مى ډير زړه بديږى خو لږ يي چى ووينى هم بده نده ځکه چى مورګانى هم همداسى ژاړيږى