تاند- د لایبریا د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار وايي چې د ولسمشر جورج وا په دفتر کې دوه ماران وموندل شول.
د لایبریا د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار سمیت توبي نن /جمعه/ رسنیو ته وویل چې د ولسمشر په رسمي دفتر کې د چهارشنبې په ورځ /اپریل۱۷/ دوه تور ماران ولیدل شول چې له کبله یې نه یوازې ولسمشر بلکې د ودانۍ ټول کارکوونکي اړ شول چې له هغې ووځي.
دوی ته ویل شوي چې د دوشنبې تر ورځې /اپریل ۲۲/ ودانۍ ته لاړ نه شي.
د لایبریا د ولسمشر رسمي دفتر د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې دی.
د ولسمشر دفتر له ۲۰۰۶ څخه د بهرنیو چارو وزارت ته وروسته له دې ولېږدېده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اور واخیست.
سمیت توبي ویلي چې ولسمشر به د دوشنبې په ورځ خامخا خپل دفتر ته راوګرځي.