بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

د مېزان پر ۲۶-مه په کابل کې د قلم ټولنې له خوا د افغانستان د پښتو او دري ژبو د زبردست شاعر اکاډمیسین سلیمان لایق د څلور اتیایمي زیږکالېږي په ویاړ غونډ جوړه شوه.

د غونډي یوه سمبالوونکي څېړندوی عبدالغفور لېوال وویل چې دا یوه جشني را ټولېدنه ده، دلته به د لایق صاحب پر ژوند او هنر مفصل بحث نه کېږي بلکې یو څو مقالې، خاطرې او خپله د ده له خوا به یې ځېني خپل شعرونه ډکلمه کېږي، دوی همدارنګه ژمنه وکړه چې بل کال ته به د دغه برجسته هنرمن په باب لوی سیمینار جوړوي.

رښتیا هم، سلیمان لایق لوی سړی دی، ستر مغز دی او د خپل ځانګړي سبک یو خورا بېساري او جذاب هنرمن دی او «لایق پېژندنه» زموږ او پر لاره نسلو علمي او فکري ضرورت دی، دا به فاجعه وي که زموږ کهول د دغې اړتیا د پوره کېدا لپاره خپل رسالت ادا نه کاندې او د خپل ژوند او چاپېرچل له واقعیتو سره منطقي برخورد ونکړي.

په سیمینار کې له خبرو یوه دا وشوه چې( زمان د لایق شعر خوځوي) مګر زه وایم، سرچپه، د لایق شعر زمان خوځوي ان د ده ترانې زمانې خوځوي، ایمانونه لړزوي، عقاید چړپوي، اسمانونه ښوروي، پر غرو زلزلې راولي، که نه یې منئ د «چونغر» اعجاز ته رجوع وکړئ، «کیږدۍ» ته د احساس سر ور ایسته کړئ، د «ساحل» پر غاړه د تعهد قدم ووهئ، پر «یادونه او درمندونه» تخیل او تقکر را وګرځوئ، «سپرغکې» په ذوق ننداره کړئ، «شپېلۍ» ته د زړه په غوږو غوږ شئ، «سندرې په سویو واټونو کې» د روح جاذبې ته وسپارئ او….

د لایق نوم به پر چا ښه لګېږي یا بد، خو په دواړو صورتو کې د هغه په وجودي واقعیت کې کوم بدلون نه راځي؛ علمي واقعیت د هیچا پر خوا نه دی او نه د چا د تمایل تابع دی بلکې هغه لکه څنګه چې دی هماغسې خپل ماهیت څرګندوي، هېڅ هغه قدرت، چې تاسو یې په کایناتو کې تصور کولای شئ، دا توان نه لري چې دغه ثابت ماهیت په بل ډول وښوولای شي البته د دغسې تحریف هڅې ډېرې شوي، کېږي او و به شي خو موږ دلته علمي بحث کوو نه ماشومانه، متعصبانه، خیالي او جاهلانه.

لایق او د هغه هنر د کایناتو په غېږه کې یو واقعیت دی، که څوک سترګې پر پټوي، هغوی به له بصیرت سره ناآشنا او بې علاقې وي مګر له واقعیتو سره منطقي چلن د پوهي د پتنګانو عاشقانه اشتیاق دی.

دا زما عقیدت بولئ یا رښتیا هم واقعیت، چې زه فکر کوم یو بل لایق حتمي دی چې زموږ د لایق پر فکري ژورتیا، رواني پېچ و خم، هنري ښکلا و ځلا او سبکي ځانګړتیاوو باندې د بحث، نحقیق او تنقید صلاحیت ولرلای شي؛ که زه ووایم یا نه، دا خو حقیقت دی چې زه د دغسې صلاحیت ظرفیت نه لرم او بله بدمرغي ورسره جمع لا دا چې په خپل ټول پرانیستي ذهن او د فکر په کامله آزادي پر دغه لوی سړي نه ږغېږم او د خپل مغز پر سانسور ځکه مجبور یم چې زه هم لکه لایق، د خپل تاریخي وطن او د خپل پرتمین وطن بې قیدو شرطه عاشق یم او لکه لایق، د خپلې خاورې په غرو و درو کې، په دښتو و ځنګلو کې، به ډبرو و لرګو کې د هرې ذرې په کوګل کې د خپل ایمان د جذباتو چړیکې په پنځو حواسو محسوسوم، او لکه لایق، پر خپلو خلکو بې دلیله مین یم او د یوه ودان افغانستان، هدف ته د رسېدو لپاره سیاسي کار و پیکار مې د تر ټولو ستر مقدس مسؤلیت په توګه يوازنی انتخاب دی او د دغه انتخاب په نتیجه کې خامخا د خلکو د فکري خپلواکۍ غوښتونکی یم، نو له پرګنو سره مشترک کار ته اړ یم او باید له خپلو وګړو سره نژدې شم، ډېر نژدې، دومره نژدې چې فنا فی الملت شم.په دې خاطر باید د ولس د آزادۍ لپاره پر خپله آزادي خپله یو څه بندیز ولګوم ځکه چې یو دم د ټولو واقعیتو د بیان پایله به د غوره پوهاوي پر ځای ناوړه تفاهم وي او دا به په ځان پسې ولسي تصادمات ولري په دې توګه به مې نو خلکو ته د ګټې پر ځای د هغو سټه ایستلې وي.د لایق د تعریف او تفسیر په نتیجه کې خلکو ته شر او ضرر رسول د هغه له روان او ارمان او د هغه له هنري پرتم سره جفا ده ځکه پرګنې، په تېره بیا رټلې، نتلې، محرومې او له انساني قلمرو څخه شړلې طبقې د لایق د شعر او په مجموع کې د هغه د هنر دماغ اکبر دی.

نو د دغسې ارمانو او ټکرو، دغسې اهدافو او تناقضاتو په کشمکش کې مې، دم تر حاله، فکر دې ته نه پريږدم چې له لایق څخه خپل ټول درک او برداشت مخامخ تبلیغ او ترویج کړي.

بس!

لایق ډېر لایق انسان دی، مطالعه یې کړئ، تجربه یې کړئ او په ړندو سترګو یې مه فیصله کوئ.

3 thoughts on “د لایق شعر زمان خوځوي/ محمد يار يار”
  1. دنثار صیب له فیسبوکپاڼي نه

    Nurul Habib Nisar
    18 October 2014 ·
    نن د افغانستان د قلم ټولنې يوې غونډې ته تللی وم. د پښتو او فارسي د انقلابي شاعر سليمان لايق د زوکړې د څو اتيايمې کليزې په مناسبت جوړه شوې وه. ځينو ښاغليو يې په باره کې مقالې ولوستې او ځينو يې په باره کې ويناګانې وکړې. ما ته په کې د ښاغلي پرتو نادري مقاله موزونه ښکاره شوه. ده لايق درېوو مرحلو کې مطالعه کړی وو: د ثور تر کودتا وړاندې لايق، د کودتاچيانو د واکنمۍ د زمانې لايق، او د کودتاچيانو د سقوط د زمانې لايق. ښاغلي پرتو د لايق د ژوند دوو متفاوتو شيبو ته د اشارې په ضمن کې وويل چې کله لايق د امين په زندان کې دی نو ټوله دنیا ورته زندان ښکاري، وايي: “آسمان خشمګين است….” خو کله چې پر افغانستان د سرو لښکرو تر يرغل وروسته له زندانه راووځي نو وايي چې “آسمان حسين است و زېبا و قشنګ….” بس خو انسان که هر څومره آزاد شي، د وخت غلام دی.

  2. یاره محمد یاره بلا کوی بلا

    تاسو که هر څومره صفت وکاندۍ د شاعر لایق صیب، والله که خویي د کندهاریانو په خبره ګرد سره لا درسره ومنم

    هغه اور چی ور لاندی مځکه ګرمه نه شی، ته یې اور بللی شي؟
    هغه اوبه چی ویاله ورباندی خړوبه نه شی ته یی اوبه بللی شی؟
    هغه ملا چی خپل اولاد یې نمونځ نه شي ویلی ته یي امام بللی شی؟

    د لایق صیب اولاده که لورګانی دی او که ځامن یو یي هم په پختو نه ګړیږی
    لیکل او لوستل خو خوب اوخیال دی کنه
    هاغه فضل الحق غرزی لایق یي اوس لګیا دی دخلکو له پیغوره په فیسبوک کی یو نیم ځلی په خپله او یا دپلار په ذریعه په پختو څه ولیکی
    نو داسی اور او لمبی به یي زه او ته څه کړو
    چی ور لاندی مځکه او خپل هډ نه شی ګرمولی

    کینه مړه هسی د رشتیا خبرو و کاږلو ته می مه اړ باسه کنه

  3. !وکیل صاحب جار دي شم، ښه مو وفرمایل

    ما د ډیرو خلکو له ژبې اوریدلی چې وایې: لایق صاحب یووخت و مشهور اود پشتو زبردست شاعرباري جهاني صاحب ته ویلي و، چې که غواړي چې مشهور شي نو پشتو لیکل پریږده، په فارسي لیکل پیل کړه!، سبحان الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *