سلیمان لایق

د مېزان پر ۲۶- مه په کابل کې د قلم ټولنې له خوا د افغانستان د پښتو او دري ژبو د زبردست شاعر اکاډمیسین سلیمان لایق د څلور اتیایمي زیږکالېږي په ویاړ غونډ جوړه شوه.

د غونډي یوه سمبالوونکي څېړندوی عبدالغفور لېوال وویل چې دا یوه جشني را ټولېدنه ده، دلته به د لایق صاحب پر ژوند او هنر مفصل بحث نه کېږي بلکې یو څو مقالې، خاطرې او خپله د ده له خوا به یې ځېني خپل شعرونه ډکلمه کېږي، دوی همدارنګه ژمنه وکړه چې بل کال ته به د دغه برجسته هنرمن په باب لوی سیمینار جوړوي.

رښتیا هم، سلیمان لایق لوی سړی دی، ستر مغز دی او د خپل ځانګړي سبک یو خورا بېساري او جذاب هنرمن دی او «لایق پېژندنه» زموږ او پر لاره نسلو علمي او فکري ضرورت دی، دا به فاجعه وي که زموږ کهول د دغې اړتیا د پوره کېدا لپاره خپل رسالت ادا نه کاندې او د خپل ژوند او چاپېرچل له واقعیتو سره منطقي برخورد ونکړي.

په سیمینار کې له خبرو یوه دا وشوه چې( زمان د لایق شعر خوځوي) مګر زه وایم، سرچپه، د لایق شعر زمان خوځوي

محمد یار یار
محمد یار یار

ان د ده ترانې زمانې خوځوي، ایمانونه لړزوي، عقاید چړپوي، اسمانونه ښوروي، پر غرو زلزلې راولي، که نه یې منئ د «چونغر» اعجاز ته رجوع وکړئ، «کیږدۍ» ته د احساس سر ور ایسته کړئ، د «ساحل» پر غاړه د تعهد قدم ووهئ، پر «یادونه او درمندونه» تخیل او تقکر را وګرځوئ، «سپرغکې» په ذوق ننداره کړئ، «شپېلۍ» ته د زړه په غوږو غوږ شئ، «سندرې په سویو واټونو کې» د روح جاذبې ته وسپارئ او….

د لایق نوم به پر چا ښه لګېږي یا بد، خو په دواړو صورتو کې د هغه په وجودي واقعیت کې کوم بدلون نه راځي؛ علمي واقعیت د هیچا پر خوا نه دی او نه د چا د تمایل تابع دی بلکې هغه لکه څنګه چې دی هماغسې خپل ماهیت څرګندوي، هېڅ هغه قدرت، چې تاسو یې په کایناتو کې تصور کولای شئ، دا توان نه لري چې دغه ثابت ماهیت په بل ډول وښوولای شي البته د دغسې تحریف هڅې ډېرې شوي، کېږي او و به شي خو موږ دلته علمي بحث کوو نه ماشومانه، متعصبانه، خیالي او جاهلانه.

لایق او د هغه هنر د کایناتو په غېږه کې یو واقعیت دی، که څوک سترګې پر پټوي، هغوی به له بصیرت سره ناآشنا او بې علاقې وي مګر له واقعیتو سره منطقي چلن د پوهي د پتنګانو عاشقانه اشتیاق دی.

دا زما عقیدت بولئ یا رښتیا هم واقعیت، چې زه فکر کوم یو بل لایق حتمي دی چې زموږ د لایق پر فکري ژورتیا، رواني پېچ و خم، هنري ښکلا و ځلا او سبکي ځانګړتیاوو باندې د بحث، نحقیق او تنقید صلاحیت ولرلای شي؛ که زه ووایم یا نه، دا خو حقیقت دی چې زه د دغسې صلاحیت ظرفیت نه لرم او بله بدمرغي ورسره جمع لا دا چې په خپل ټول پرانیستي ذهن او د فکر په کامله آزادي پر دغه لوی سړي نه ږغېږم او د خپل مغز پر سانسور ځکه مجبور یم چې زه هم لکه لایق، د خپل تاریخي وطن او د خپل پرتمین وطن بې قیدو شرطه عاشق یم او لکه لایق، د خپلې خاورې په غرو و درو کې، په دښتو و ځنګلو کې، به ډبرو و لرګو کې د هرې ذرې په کوګل کې د خپل ایمان د جذباتو چړیکې په پنځو حواسو محسوسوم، او لکه لایق، پر خپلو خلکو بې دلیله مین یم او د یوه ودان افغانستان، هدف ته د رسېدو لپاره سیاسي کار و پیکار مې د تر ټولو ستر مقدس مسؤلیت په توګه يوازنی انتخاب دی او د دغه انتخاب په نتیجه کې خامخا د خلکو د فکري خپلواکۍ غوښتونکی یم، نو له پرګنو سره مشترک کار ته اړ یم او باید له خپلو وګړو سره نژدې شم، ډېر نژدې، دومره نژدې چې فنا فی الملت شم.

په دې خاطر باید د ولس د آزادۍ لپاره پر خپله آزادي خپله یو څه بندیز ولګوم ځکه چې یو دم د ټولو واقعیتو د بیان پایله به د غوره پوهاوي پر ځای ناوړه تفاهم وي او دا به په ځان پسې ولسي تصادمات ولري په دې توګه به مې نو خلکو ته د ګټې پر ځای د هغو سټه ایستلې وي.

د لایق د تعریف او تفسیر په نتیجه کې خلکو ته شر او ضرر رسول د هغه له روان او ارمان او د هغه له هنري پرتم سره جفا ده ځکه پرګنې، په تېره بیا رټلې، نتلې، محرومې او له انساني قلمرو څخه شړلې طبقې د لایق د شعر او په مجموع کې د هغه د هنر دماغ اکبر دی.

نو د دغسې ارمانو او ټکرو، دغسې اهدافو او تناقضاتو په کشمکش کې مې، دم تر حاله، فکر دې ته نه پريږدم چې له لایق څخه خپل ټول درک او برداشت مخامخ تبلیغ او ترویج کړي.

بس!

لایق ډېر لایق انسان دی، مطالعه یې کړئ، تجربه یې کړئ او په ړندو سترګو یې مه فیصله کوئ.

محمدیار یار۱۳۹۳/۷/۲۶

2 thoughts on “د لایق شعر زمان خوځوي/ محمد یار یار”
  1. د خدای له پاره، وا وروره دا څه معنی لري؟ لږ احتیاط په کار دی. په داسې ټولنه کې اوسېږئ چې د ملا په خوله یې د امان په څېر هستي راچپېږي او د سقاو په څېر غل واک ته رسېږي. [ان د ده ترانې زمانې خوځوي، ایمانونه لړزوي، عقاید چړپوي، اسمانونه ښوروي، پر غرو زلزلې راولي]

  2. Salam Alikum Mr. Mohammadyar,
    We will refer both of you to Nobel Committee, and let’s see if you two win the great prize… The way you wrote this article, it sound you two are future candidates for Nobel Prize…
    ق ډېر لایق انسان دی، مطالعه یې کړئ، تجربه یې کړئ او په ړندو سترګو یې مه فیصله کوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *