کله چه د ادب نړۍ ته راغلم، ښاغلی سلیمان لایق می د دی وطن د لوی ادیب، روشنفکره سیاستمدار په توګه وپیژندی. متاسفانه د شوروي له یرغل څخه وروسته پدی وطن کی سیاست ډېر بدنامه سو پر ډیرو سیاسیون او لیډرانو باندی د ولسونو باور کم سو، د دې چارې لوی عامل د وطن ملي ګټې او لوی ارمانونه (نه) وه بلکې شخصي تمایلات او ځانغوښتنې وې. داسی نه ده چه په دې دوره کې لوړ شخصیتونه نه وه؛ وه خو شل فیصده وه اتیا فیصده هم د خلقي او مجاهد په صفو کې وطن فروشان وه. ستر تاریخي فرصت مو له لاسه ورکړ، هو، هم به مو سره شوروي ته ماته ورکړې وه او هم یې باید ښکېلي ډلې افغانان سوي او ټولی زړې خبري یې هېري کړي وای یو بل یې سره زغملي وای او ګډ حکومت یې جوړکړی وای! خو په خواشینۍ سره ډېرو سیاسیونو ته د ملي ګټو پرځای شخصي ګټې، واک او لنډ مهاله برم او دبدبه مطرح وو.

لایق هم د دې سیاسي یون او اوښتون یو مضبوط لوری و، خو پر ملي ګټو مین لوری داسي لوری چې په خپله وینا يې ” په ټول عمر مې د چا سره ذاتي عقده نه ده پاللې، هر څه چې پېښېدل د لوی افغانستان د ګټو لپاره وو”. د خبري سر ته راځم؛ څو ورځې مخکې کابل ته تللی وم، د علومواکاډمۍ د ځوان غړي شریف الله دوست سره مي یو ځای له استاد سلیمان لایق سره ولیدل، په لیدلو او مجلس کې یې مینه راکړل ماورڅخه په پیل کې د هغه شعر پوښتنه وکړل چې مطلع یې ده ” غني ستا ترسترګولاندې یو مضبوط وطن نړیږي” چې د غلامانو سرود کتاب کې د وینو دواټُ تر لیک لاندي ویل سوی دی.

ما دلته د شعر روان تسلسل مات کړ یواځي مفهوم می ځیني راوخیست . د ښاغلي لایق سره مې د همدې شعر په اړه اوږدې خبري وکړې، رښتیا چې په دې شعر کې د وطن لوی ارما نونه نغښتي دي، زه یاد شعر چې جاوید امرخیل په خپل ښکلي اومینه ناک ږغ کې ویلی دی، هر شپه کله چې یواځي سم او د وطن غم ټکوروم، دا شعر ډېر اورم او تل یې اورم. زما او لایق صاحب تر منځ تود بحث هم هله پیل سو چې کله مي دلایق صاحب څخه د دې شعر د کیفیت، تخیل او انګېزې په اړه پوښتنه وکړه لایق ډېرې د وطن د میني او ارمانونو خبرې وکړې او د وطن د ورانۍ ترخې خاطرې يې د ژوندي تاریخ د کتاب له پاڼو راته یادې کړې، پر زیاتو خطاګانو، هغه يې که خپل ملګرو کړي وو او یا د د وخت مخالفینو وغندل. پر همدې یې ټینګار وکړ چې اوس هم ناوخته نه دی د وطن ملي وحدت باید یقیني کړو او دا وطن باید په خپله افغانان جوړکړو. د حق اداینې په ردیف کې لومړی افغانان مکلف دي چې خپل وطن جوړ کړي.

بهرنیان په دوهم ردیف کې شتون لري. که موږ خپله ځانونه د وطن څښتنان نه کړو پردي خو یې بیخې نه جوړ وي! پردیو خو زموږ دمټو تاریخي زور لوستی دی چې د دوی پر سیمو مو ورته سترواکۍ جوړولې هغه چې بیرغ به مو پر اصفهان او ډیلي رپېده دا چې موږ همیشه د استقلالیت او دنړۍ د هر جابر په وړاندي خنډ وو نو بیا نن زموږ زغمل هم د دوی لپاره ستونزمنه خبره ده.

لایق د خپل ژوندي تاریخ په بیانولو سره د دې وطن اصلي دښمنان هغه همسایه ګان هم و ښودل، هغه چې تل د دوی له وره موږ ته اور را پاشل سوی دی. ده وویل: کله چې پر وطن ناخوالي راغلې پېښور ته کډوال سوم دا شعر مې غني خان ته دده په جونګړه کې په داسې حال کې ووایه چې غني خان په کټ کې پروت سخت ناروغ او ډېر ضعیفه سوی و، له ډېره خونده یې پر خپلي لور ږغ وکړ چې:

لورجانې! ریکارډر را وړه او دا شعر ثبت کړه بیا یې په ما هم دا شعر څو ځله تکرار کړ. په ورستي کې يې راته وویل: ” لایقه ډېر نامرده يې” کاشکي دې دا شعر په روغ صحت کې راته ویلی وای. ما به یې ځواب در کړی وای او دا وطن به مو ژغورلی وای…

له ښاغلي لایق څخه مې د ژوندي تاریخ رښتنې واقعیتونه واورېدل هغه چې د دې وخت په تاریخونو کې مې نه وه لوستي؛ راغبرګه يې کړه چې په دې وطن کې که محکمه پیل سي لومړی سړی به زه یم چې حاظر سم. د لایق د شخصیت سیاسي بُعد که پریږدو د نوموړي ادبي خدمتونه به د پښتو ادب نوی تاریخ او دري ادب ته خدمتونه کله هم هېر نه کړي. لایق یو انقلابی شاعر، د پښتنو او افغانانو خوا خوږی او لوی سیاستمدار دی دا چې د معاصر سیاسي تاریخ ناولې لاسونه يې پر پاکه لمن مښل سوي دي دا کاذبې ټاپې د نوموړي ملي شخصیت د تاریخ په ګردنو کې نه سي پټولای، د وخت دپردیو سیاسي تبلیغاتي سورناوې یې د حق ملي چیغه نه سي خاموشولای،دا قضاوت به تاریخ کوي چې څوک دې وطن ته ژمن او څوک يې دښن و. هو، سلیمان لایق، ریښتیا لایق انسان دی.

4 thoughts on “د لایق لیاقت | سردارمحمد همدرد ”
  1. sardar mohammed sahib salamona me qabool krah,aw zma salamuna sangeenwal sahib tah ham, wowayast
    in the right time we do not listen to the leaders,but later we have wishes,
    now we have ashraf ghani saheb/lets support him.and stand in the front of
    any kind enemy,

    thank you
    razmohammed mohmend

  2. سلام
    زه نه پوهیږم چې پوهه څه ته وا یی؟ په کمی اوکیفی لحاظ دپوهې ، رسلت او اخلاق وجوهات څه دی ؟ زه په دې فرضیه په لایق دهغه په پوهې اوشخصیت باندې کار نه لرم داچې څه یی کړی او کوم لورته روان دی دا مسله هم یوې خواته پریږدم یو شی چې ډیر مهم او اساسی ګڼل هغه خپل هویت دی او هرڅه د هویت او پېژندګلوی په خوا را څرخی لایق ولس ،فرهنګ، ایما ن او دغه مأظلومه خاوره چې دی ورته شعر وایی ښه پېژنی پریږدی چې تاریخ قضاوت وکړی احساسات مو له ځانه وساتی د پل چرخی له ورک شوو شهیدان پوښتنه وکړی چې نومونه یی زرګونو ته رسیږی شرم اوحیا نیم ایمان دی دملا زوی او کمونستی باور چې په نړی کې ناکام دی اوس هغه چپیتوب پالی او د بالشویک کرغیړن انکلاب انکلاب یی ستایلی یو چینی فیلسوف وا یی : یو انسان هرڅه کولای شی خو یوکار نه شی کولای او هغه داچې له خپل پوټکی د باندې ځان نه شی ښودلای دبل چا کمزوری او نا کامی دبل ناکام کریدت نشی کېدلی دا مظلوم ملت چا په روسی توعندیو له منڅه یوړ؟
    مونږلاهم د احساساتو په …..سپاره یوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *