تاند- د ګڼو نورو هیوادونو ترڅنګ د لبنان حزب الله او د مصر حکومت د کابل پرونۍ تروریستی حملې وغندلې.
د لبنان حزب الله، چې د اسراییل او امریکا کلک مخالف دی، په یوه اعلامیه کې د کابل او دمشق پر حملو ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي«د شهیدانو له خپلوانو سره خواخوږي کوو او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کوو.»
حزب الله ویلي چې د کابل تروریستي بریدونو یو ځل بیا ثابته کړه چې باید تروریستي ډلې له منځه یووړل شي څو د دغو ډلو، چې د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو له لوري یې ملاتړ کېږي، د جنایتکارو دسیسو مخه ونیول شي.
د مصر حکومت هم ویلي چې د افغانستان دفاع وزارت ته څېرمه تروریستی بریدونه، چې ۳۵ تنه پکې شهیدان او ۹۱ نور ژوبل شول، په کلکه غندي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، هیواد یې د ترهګرۍ او سختدریځۍ په وړاندې له افغانستان سره پر خپل بشپړ پیوستون یو وار بیا ټینګار کوي.
تر دې پخوا نه د لبنان حزب الله د افغانستان د پېښو په اړه څه نه و ویلي او د مصر حکومت هم د افغانستان له مسایلو سره چندان لېوالتیا نه ښيي.
د وروستیو معلوماتو پر اساس د کابل د مراخاني په پروني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته زیات شوی دی.