لبنان

واورین توپان خپل لاسونه وپړقول د مځکي د شنو وښو پر کمبله واورین څادر وغوړیدﺉ ، د جوهز او د توت د ونو پاڼي له یخه ورژیدې په سپېڅلو سمڅو کي تیارو اتڼونه واچول ، باد شپېلکي وهل ، د لبنان د غرونو د سپېڅلي درې ٫٫ قادیسه ٬٬ په څنډه کي پروت د ٫٫ بشاریْ‌‌ ٬٬ کلی تر اوسه د تړلو دروازو تر شا د باد نڅا او تماشا کتو ته ویښ پاته و ٫٫ کاملې رحمت ٬٬ خپل څلور واړه اولادونه تر ځان را تاو کړي و ، مشر یې ٫٫ بطر وس ٬٬ ورپسې ٫٫ جبران خلیل جبران ٬٬ یې یو او بل څنګ ته پراته و ، ماشومه ٫٫ ماریانه ٬٬ په تاوده تلتک کي نغښتې پرته وه او ٫٫ سلطانه ٬٬ چي تر ټولو کشره وه د مور په غیږ کي پرته وه ، مور یې ډیره زغرده وپویدله چي په کیڼ اړخ کې څوک موجود نسته څلور کلن جبران اوس د خپلي بسترې غاهب و. ډیر فسادي دی بیا به د پلار په ځای کي پروت وي ، پریږده چي یې وترټي په ژړا به راسي ،، کاملې رحمت دا ډول د ځان سره وپتېله په غیږ کي پرتې سلطانې تې الاهو للو،للو پیل کړو چي بیده سي ، هم دا مهال یو قوي جګ تنُد خویه سړی په ځنګیدو، ځنګیدو له پوري کوټې را ووتو ، له اسراره ډکي شنې سترګي یې د خطرونو د اور اورکو په څیر ځلیدلې ٫٫ کامله ٬٬ د وخت له دا جبر سره اوس عادي وه هم په دې باندي ښه پویدله خاوند چي یې د شرابو روغ بوتل تش کړي بیا ناورین او نورو بدمرغیو ته څه ، څه ډول پیلامې لټوي .

٫٫ د خواړلو لپاره څه سته ؟ خاوند یې په یو غضبناک انداز ورځني وپوښتل ، هم دا اوس یې درته راوړم ته دلته کښېنه ! کامله ولاړه سوه پخلنځي ته رهي سوه چي ناڅاپه جبران ور تر زړه سو د ځان سره یې وویل هغه که د پلار سره وایي نو تر اوسه هلته څه کوي هم د هغې کوټې پر لور ور وګرځیده چي دا اوس ، اوس یې خاوند ورځني را بیروه سوی و، ګيلاس پر ځمکه نسکور پروت و ، بوتل تش سوی و لاکن په کوټه کي جبران موجود نه و ، اوس کاملې بیرون ته وځغاستل لوی ، لوی نارې یې جوړي کړې زما جبران څه سو ، زما جبران څه سو !د ټپوس لوري !ما درته څه وویل چي ډوډۍ را وړه ته نارې وې ، کاملې ورته وویل ته یې نګورې دا څه د قیامت توپان جوړ دﺉ جبران نسته ، جبران څه سو ؟ اوس یې خاوند په قهر او غضب ورته وویل ٫٫ چیري به مړ پروت وي ، ته وماته ډوډۍ را وړه ٬٬ نور یې خاوند ورسره هغه څه وکړل چي کاملې یې طمعه ځني درلوده ، کامله یې زښت ورټله ، یو توپان دباندي په چیغو سر و بل توپان کور پر سر اخستی و ، کاملې به اکثر د داسي توپانونو په وړاندي سر ځړوند کړو لاکن هغه د یوې ژوبل سوي زمرۍ په څیر د کوره بیرون ته په منډه سوه ، د انګړ ور پرانستی پاته و مطلب دا چي جبران بیرون تللی دی ٫٫ اًف زما خدایه !مسیح دې ساتندوﺉ سي په داسي توپان کي هغه دباندي تلی ولي ٬٬ باد څپړي پر مخ ورکولې کامله په وړاندي خوځیدله ، څوک او څه په مخه ورغلو په هیڅ نه پویدله ، تر پښو لاندې سپینه واوره او دا ور باندي رهي وه ٫٫ جبرانه !٬٬ د زړه له تله یې دا ناره وخاته ، ماشوم جبران په واوره کي بې سده پروت و کمیس یې د ګریوان لخوا پداسي یو ترتیب څیري سوﺉ و لکه څوک چي د قهر او غضب مهال د عقل او هوښ تراټي وباسي او د مور روح په چیغو او په ساندو سوه ماشوم یې په خپله غیږ کي را ټینګ کړو ، ماشوم غونډ ریږدیدلو لاکن مور په خندا ، خندا تر خپله کوره را ویستلو او په کور کې لویدلی توپان هم نور تهم سوﺉ و لاکن تر شا یې د بربادۍ زیاتي نخښي پریښي وې ، ماشومان ډاریدلي او لوښي شو پتو سره پراته و ، هر څه چي و کامله یې دا مهال د هيڅ تاوان په کیسه کي نه وه یوازي په جبران دم ګړی زیاته ځوریدله چي له ډیره یخه یې ټول بدن شین اوښتی و ، په کور کې د الکحل څه کمی نه و ، د ماشوم جبران بدن یې په برانډۍ ور غوړ کړو او تلتکان یې پر واچول .نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *