څلورمه برخه –

یو سهار جبران مست او سرشار له کوره را و وتو ټوله فضا په عبادت مشغوله وه ، مځکه ، واوره ، مرغان ، بوټي ، ګلان ټول یوه زړه وړونکې ننداره وه چي تر جبران چاپیره وه جبران ته په زړه کي ور وګرځیدل ژوند خو هم دا دﺉ ، بیایې په ماشوم ذهن کي ور وګرځیدل آیا رښتونی ژوند بیا فطرت دﺉ ؟

د دې پوښتني د ځواب د لټون په خاطر په غرنۍ درو او ویالو کي د جبران پټه روزنه کیدله د جبران په روح کي یو پت توان غوټې وهلې او د فطرت رنګیني یې قرار ، قرار د وجود مهمه برخه ګرځیدله جبران هڅه کوله چي دا کلتور د څاڅکي ، څاڅکي غوندي تر ستوني تیر کړي هغه تر اوسه دا ولولو ته کوم نوم غوره کړﺉ نه و چي د سفر یې اختتام سو پر پلار یې د غلا تور وتپل سو ، درې کاله وروسته یې محاکمه پیل سوه ټوله شتمني یې ځني واخستل سوه ، کاملې رحمت په خوله خندل لاکن تر زړه یې ویني څڅولې، د غربت سره لا د پخوا په جنګ اخته وه اوس د بدنامۍ دا تور داغ به د خپله تندي په څه شان مینځي ، خاوند یې د خپلو شرابو او قمار ناوړه عادتونو په خاطر د ټول ټبر عزت پر لاس را اخستی و نو ځکه د تنګدستۍ او بدنامۍ لکبله کاملې رحمت ګرانه وه چي نوره په بشاریْ کي پاته سي ، شرابي خاوند یې هیڅ نه غوښتو چي بشاریْ پریږدي اوس یې ځکیروی هم تر پخوا دو چنده و هم یې کورني توپان تر پخوا زښت شدت موندلی و ، یوه ورځ چي مشر زوﺉ بطروس یې کور ته راغلو مور یې په سلګو، سلګو په ژړا ولیدله ، په حقیقت کي دا د یوې ورځي کیسه هم نه وه اوس یې اکثر د مور په سترګو اوښکي به را ډنډ وې ، بطروس مور ته وویل ٫٫ بس ده نور مي تر وس تیره ده نور د بدنامۍ ژوند دلته تیرولی نسو د خپل سبا د روښانولو په خاطر به بشاریْ پریږدو کوم بل لوري ته به ولاړ سو ٬٬ مور یې ورته وویل او ستا پلار؟

بطروس په ځواب کي ورته وویل هغه که نه ځي بیخي دي هم دلې پاته سي موږ نور خپل ځانونه دلته له لوږي وژلی نسو ،، د نورو بې شمیره مېندو په څیر کاملې رحمت ته هم دا ستونځه ورپیښه وه چي په کور کي د لوږي سره وجنګیږي یا دي د خپلو اولادونو د سباون روښانولو په خاطر مهاجرت ته ملا وتړي ، کورني مشکلات او اړتیاوي پر خپل ځای له دې پرته هم دا ډول مساهل موجود و چي د لبنان اوسیدونکي یې مهاجرت ته اړ ایستلو د جاګیردارو استحصال او ناروا چلندونو سړي او ښځي ټول په ویر اخته کړي و .

لکه څه ډول چي جبران وایي ( زموږ په نریو تنګو کوڅو کي تجاران د لویدیځو غلو په هیله ناست دي ، هیڅوک یې لارښود نسته زموږ په شاړو کروندو کي بزګران د خپلو ګوتو په نوکانو للمي کوي د زړه زړي پکي کري او پخپلو اوښکو یې اوبوي:

بیا هم بې له ازغیو ، غرنیو بوټو پرته هیڅ حاصل په لاس نه ورزي د پوهولو یې هیڅوک نسته :
په شاړو ډاګونو لوڅي پښې ، نهر او بربنډ ګرځي د زړسوي هیڅوک نه لري ، د آزادۍ ملایکي ووایه !
موږ به تر څو دا محلونه او کلاګاني ورته ودانوو ، خپله به ژوند په سمڅو او کږدیو کي تیرهو
تر څو به د غنمو درمندونه ورته وډو ، ګودامونه بې ډکوو ، خپله به مي پیاز او ګندنه خوراک وي
تر څو به پشم او وریښم ورته ټولوو او پخپله به مي تر غاړو پینې ، پینې څیري کالي وي !

د ۱۸۶۰ ء کال په دویمه لسیزه کي په لبنان کي چي د وینو او لمبو کوم اتڼونه ولویدل ، د نجات په هیله یو شمېر عیسوي ټبرونه د خپلو کورونو په پرېښولو اړ سول ، ځني کورنۍ په مصر کي میشتي سوې ځني هم وکوچیدل امریکا ( نوي دنیا ) ته ، دا بهیر په داهمي توګه در سترګو کېدلو په لنډو وختونو کي درې کروړه بې وطنه د روښان سباوون په هیله په امریکا کي میشت سول ، دې خوارو بې وطنو ته امریکا د رزق ځای او آزاده خاوره ایسدله ، صنعتي او اقتصادي ودي یو شمېر خلک دې ته اړ ایسدلي وو چي د امریکا د آزادي فضا خوبونه په روڼو سترګو وویني:

د کاملې او څلورو بچیانو لپاره د دې ودي د خوبونو د لیدلو دا یوه ښه نادره موقعه وه مګر د لبنان څخه تر امریکا پنځه زره میله سمندري سفر لنډول په رښتیا کومه ټوکه نه وه لاکن د غربت په وړاندي دا اوږد سفر چندو ګران نه ورته ایسدلو کاملې د خپلو څلورو اولادونو سره دا سمندري سفر پیل کړو د جبران لپاره په سمندر کي سفر کول په حقیقت کي یو خوب وو چي اوس یې تعبیر وموندلو لاکن دا ګړی جبران پټه خوله وو ، څه ساعت وړاندي چي یې د سمندر پراختیا در سترګو سوه ، په جذباتو کې توښ څپې ووهلې لاکن اوس چي هري خوا ته سمندر غوړیدلی دی نو دی پټه خوله ناست دی ، ولي دومره زهیر ناست یې ؟ نور بيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *