ځوروي چي دا و چاته ورحواله کړم ، سمدستي یو نوم وریاد سو استاد ته یې وویل(زه یو لیک درته لیکم دا هلک ته و وایه چي دا لیک فریډ هالینډ ته یوسي هغه به یې د صلاحیتونو تر پلټلو وروسته کوم غم و خوري) فریډ ادب خپورونکی او د آسکر وایلډ عاشق وو ، د بوسټن په لوړه ډله کې ځانګړی حثیت درلود او د انګرېزي ادب پراخه مطالعه یې درلوده لاکن اوس د عکسونو په اخستلو بوخت وو، د نړۍ د ګوټ، ګوټ ماشومان یې د کیمرې نمونې ګرځیدلي وو :
جبران د مس بیل لیک واخیستلو زړه نا زړه د ښاغلي فریډ سټوډیو ته ورغلو هم دلته د پنځه یا شپږ دیریش کلن یو ځوان سره مخامخ سو هم دا پخپله ښاغلي فریډ وو، ښاغلی فریډ د جبران په وړاندي د ښایست یوه سپېڅلې نمونه وه زړه وړونکی خط او جمال ، غټي توري سترګي ، تور ګڼ بیښتان ، جبران ورته وویل :
زه مس بیل را لیږلی یم او ستاسو په نوم یې دا لیک راکړی دی!
ښاغلي فریډ هغه لیک ولوستلو جبران یې سټوډیو ته دننه بوتلو هري خوا ته رڼاوي په نڅا وې د آرمینایي ، کیلټک ، ایتهوپیایي او د چیني ماشومانو عکسونو سټوډیو پر سر اخستې وه ، جبران تر اوسمهاله د کیمرې له توان سره نابلده و و، دغه عکسونو خبري کولې ، جبران د رنګونو د نړۍ بندیوان و ولاکن دا د کیمرې نړۍ د هغه لپاره زښت حیرانونکې وه ، څو میاشتي پس د ښاغلي فریډ سټوډیو د جبران په عکسونو ډکه سوه ، په یوه عکس کي د قبیلې سردار په بل کي شهزاده ، په یوه عکس کي د تُرک لباس تر غاړه تُرک زاده او په یوه بل عکس کي څوک د غربت پوڼولي منطقې استوګن ایسېدلو ، په کوم بل عکس کي به یو شتمن ښکاریدلو ، ښاغلي فریډ ته زغرده څرګنده سوه چي جبران تش یوه نمونه MODALنه ده ، د جبران علمي تندي فریډ نور هم ناقراره کړو او فریډ ته دا هم جوته سوې وه چي جبران د خپل وطن لبنان په مینه کي هر ساعت کبابیږي او فکریې هر ګړی د ماضي پر لور کډه نغاړي ، په امریکا کي جبران د مسافرۍ ژوند کوي لاکن روح یې د بشاریْ په شنو کروندو کي ګرځي جبران تر مادي ګټو زیات د فطرت د خپلواکۍ په لټون وو ګلان ، وني ، بوټي ، مرغان ، ابشارونه او ویالې یې یوه لویه شتمنۍ ده ، ښاغلي فریډ په جبران داسي لټریچر ولوستلو چي په لوستلو سره یې د جبران د حسن پرستۍ جذبه توده هم بسیاره سوه د کیټس ، شیلې او بلیک رومانوي نظمونو د جبران د طبعیت سره زښت سمون خوړلو ، ښاغلي فریډ جبران له پورتنیو شاعرانو سره بلد کړو ، جبران چي اوس څومره پر انګرېزي ژبه لاسبری کېدو ومره به د دې نوموړو انګرېزي شاعرانو کلام لوستلو اغیزمن کولو د ذهن پر آسمان به یې ځلانده ستوري نور په ځلیدو سو ګویا دا ټول نوموړي شاعران ورته دخپل ټبر خلک وایسېدلو ،د کیټس د شاعرۍ لوستلو پس جبران وویل :
( کیټس د رښتوني ښایست د خوښوونکو د ډلي مخکښ څوک وو، هغه ښایست چي ځانګړې رښتونولي ده نه کوم سر لري او نه بر ، په اسمان کي نڅېدونکې یوه سپرغۍ ده) د شیلې تر لوستلو وروسته دا معما هم نوره معما ورته پاته نه سوه چي (روح یې د کوم بې وطنه دیوتا اروا ده ناقراره ، ستومانه د وطن په دردونو کي بې تابه سي بیا د نورو سیارو د یادونو نغمې ږغوي او خپل وخت دا ډول تیروي) ښاغلی فریډ نور د جبران په صلاحیتونو زیات باوري وو دا ځکه یې هر وخت جبران د بوسټن د معززینو محفلونو ته له ځان سره بیولو داسي محفلونه چي د فریډ د مرستي پرته د جبران د خوبونو برخه ګرځیدلی نسوه ، د انځورونو نندارې د کتابونو خپرول او د ادبي ریاضتونو په دغه چاپېریال کي جبران ځان په یوه نوې سحرانګیزه نړۍ کي احساس کړو ، هره اونۍ د بوسټن د پلې اسکوایر په کتابتون کي د انځورونو کېدونکی نمایش د جبران خصوصي تفریح وه د دې نمایش د انځورونو لیدو به د جبران د تخلیقي جوهر سپرغۍ په لمبو واړولې د همدې انځورونو د اغیزي لکبله جبران به اوس شپه او ورځ په انځورګرۍ بوخت پاته وو د ښاغلي فریډ په آشنایي کې د مستندو هنرمندانو او نوموړو انځورګرو سره لیدل کتل په برخه سو ، جبران ډېر ژر د خپل شرافت ، زړه وړونکي نقش نګار او د خپل هنر په وسیله د بوسټن په دانشورو کي ځان ته ځای پیدا کړو د ساوتهـ اینډ د چټلي سیمي اوسېدونکی دا خوار غریب هلک اوس د هیواد د خورا لوړي ټولني د خلکو تر منځ به ناست وو ، یوه نوموړي مصنف ناتهن هسکل ډول د جبران یو انځور د عمرخیام د څلوریزو د ټولګي لپاره د پښتۍ په توګه انتخاب کړو دا ډول یې د پوسټن ادبي نړۍپه ناڅاپه حیرت کي واچوله ، په دا دومره کم عمري کي دا لوی اعزاز د جبران شرُت یو په دوه کړو ، اوس د جبران د هنر په اړه په هنري بانډارونو کي بحثونه به اوریدل کېدل ، ښاغلي فریډ له دې موقعې استفاده وکړه د بوسټن کیمره کلب کې د خپلو انځورونو د نمایش اعلان وکړو دا هغه انځورونو وو چي فریډ جبران پکي نمونه ګرځولی وو په دا ورځ کامله په جامو کي نه ځایدله اوس څه ساعت پس هغه یوه داسي ځای ته راتلونکې ده چي هري خوا ته به د خپل زوی تصویرونه ورته ښکاري ، کاملې د جبران لپاره د بخمل ځانګړی لباس تیار کړی وو او وریښمینو جرابو کي خو جبران د کوم ریاست شهزاده ایسېدلو جبران د خپلي مور ، خور او ورور سره ګډ نمایش ځای ته راغلو ، دې شیش محل ته په راتګ سره جبران خپله هم هیښ پاته سو ، هري خوا ته پر دیوالونو هم د ده تصویرونه ټومبلي وو او امریکایان یې د تصویرونو په ننداره بوخت پاته وو، د ختیځ او لویدیځ دا ښکلی اشتراک یې څارولو او خوشالیدل په دغه نند ارچیانو کي ۲۴ کلنه شاعره جوزفین پریسټن پي باډي هم موجوده وه چي په زړه کې پټ، پټ داد جبران ته ورکولو ، چي جبران ته ورنژدې سوه ورته ویې ویل ، زه هري خوا ته ستا تصویرونه ګورم چي ورپکي زیات غمجن ښکارې دا ته دومره غمجن ولي یې؟
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴