جبران تر یوه مصور زیات د شاعر او نثر لیکونکي په حیث شُرت موندلو ، د جبران شاعرانه ټوټې د ضرب المثل په توګه کاریدلې ، د جبران د فکر ژورتیا ، د روایاتو څخه اختلاف او د یوې نوي دنیا تعمیر ، بې وطن په خصوصیت سره اغیزمن ساتل ، جبران له تیري یوې میاشتي د یوه انځور په رغولو لګیا وو ، د تکمیل د وروستي پړاونو د غوڅولو په خاطر تر نیمو شپو به جبران په سټوډیو کي ناست وو ، تر اوسه لا په انځور کي څه کار پاته وو چي جبران سټوډیو وتړله د کور په لور رهي سو ، په دا آ بله ورځ کوم د اسراره ډک اور ټوله سټوډیو ایره کړه د څلویښتو هنرمندانو زر انځورونه د ایرو کوټي سوې ، د جبران ټول انځورونه د ښاغلي ډې په سټوډیو کي پراته وو او ټول وسوځیدل .
دا موږ چي څه تعمیر کړي دي
مرګ به یې فنا کړي
او زموږ الفاظ به
د باد سره باد سي
زموږ عمل به په تاریکي کي ډوب سي
ولي ژوند هم دا وايي ؟
څه زموږ په زړونو کي پروت مسرت
او زموږ روح ځورونکي شیان
ټول تر ټوله به فنا سي ؟
د ښاغلي ډې زړه مات سو نور ډې ته د جبران او جبران ته ډې کوم ضرورت پاته نه وو ، په المهاجر ورځپاڼه کي د جبران کالم ( اوښکي او خندا ) په عربي لیکوالو کي زیات مقبولیت تر لاسه کړی و و د جبران رومانوي طرز تحریر او له فطرت سره د جبران تلوسه د عربي لیکوالو لپاره اغیزمن هم د قبول وړ ګرځیدلي وو ، جبران چي پخپلو کالمونو کي کوم موضوعات چیړل هغه عصریز وو هم انقلابي وو ، جبران به پخپلو کالمونو کي د چرچ او ریاست د جبر او استبداد په کلکه به غندنه کوله ، په مشرق وسطیْ کې د میرمنو د ناهیلیو او اړتیاو رښتوني انځورونه بې څرګندول .
٫٫ مارتها ٬٬ ته د زړه سوي یې چا چي درباندي ظلم وکړلو هغه د محلونو استوګن دي
چیري چي دولت تر شمېر زیات لاکن روح پکي یوه او نیمه وي
پرتا باندي ظلم سوی دی لاکن تر ظالم ، مظلوم ګرځیدل غوره ده
مارتها ته یو ګل یې کوم چي د انسان په بڼه یوه ځناور
تر خپلو پښو لاندي کړو لاکن هغه ستا وږمې او
یتیم فریادونه ونه رټل چي آسمان ته ورسیدل …،، !
ای یسوع ! دغه خلکو ستا په نوم معبدونه ودان کړي په وریښمو او سرو زرو یې پوښلي دي
دوی ستا ټاکلي خلک په کوڅو کي بې پوښه پریښي دي …. ،، !
تر اوسه په عربي ادب کي دغه موضوعات چا چیړلي نه وو ، داسي تازه کاره سبک (اسلوب) تر اوسه د چا په برخه سوی نه وو ، د هم دغه شاعرانه سبک (اسلوب )لکبله به خلکو د شاعر جبران په نوم نومولو ، د دغه ډول لیکنو لکبله د عربي لیکوالو سره د جبران لیدلو ، کتلو پراختیا وموندله ، د ادیبانو په دغه ډله کي یو سلیم سارکس وو ، جبران او سارکس ډېر زغرده یو او بل ته سره نژدې سو او د دواړو تر منځ د دوستۍ ټینګه رشته پیدا سوه ، دواړه به اوس د تفریع ځایونو ته ګډ سره تلل ، جبران د شاعرۍ ادب او مصورۍ پرته د موسیقۍ سره هم زیاته مینه درلوده ، د موسیقۍ د هنر په اړه جبران یو کتاب هم ولیکلو چي په المهاجر ورځپاڼه کي پرلپسې خپور سو ، دا یو اتفاق وو چي سلیم سارکس هم د موسیقۍ د جنون تر حده لیواله وو ، اوس د دواړو ماښامونه د موسیقۍ په بانډارونو کي تیریدل ، هم یې د موسیقۍ داسي نومورکي هنرمندان لټول چي د موسیقۍ د علم لرلو برسېره داسي محفلونو ته نه راتلل :
سلیم سارکس یوه ورځ جبران ته یوه نجلۍ ور یاده کړه چي پیانو ژغونکې وه ، یو وخت یې په بانډارونو کي ګډون هم کولو لاکن اوس یې زړه له داسي بانډارونو نور ډک سوی و و ، سلیم سارکس جبران ته وویل ( ما یوه پیانو ژغونکې نجلۍ موندلې ده ، د کمال پیانو ژغوي آهرش عیسوي ده ، ګریجویټ یې کړی دی ) جبران ورته وویل :
هغه چي اوس ګوښه سوې ده نو موږ ته به د موندلو اجازه څنګه وکړي ؟
سلیم سارکس ورته وویل له هغې سره مي ستا ذکر هم سوی دی هم یې اجازه راکړې ده ،، جبران ورته وویل ، بیا هیڅ خبره نه ده !
جبران د خپل کتاب ( الموسیقه ) یو جلد له ځان سره واخستو او په کور کي تر ټولو غوره لباس یې په تن کړو ، دسلیم سارکس سره (ګرټروډ بیري )نومي پیانو ژغونکي کور ته روان سو ، جبران چي دا واوریدل چي بیري یې له وړاندي له نوم سره بلده ده ډېر خوشاله سو هم یې د جبران د انځورونو ننداره کتلې ده ، جبران خپل کتاب ورته ډالۍ کړو ، بیري په مننه سره کتاب ورځني واخیستو د کتاب له پاڼو سره لوبیدله ، یو ځای چي راغله ومسیدله ، د تحریر جادو بیري ګېر کړه ، هغې لوستل پیل کړو:
( زه د هغه چا سره په خوا کي ناست وم د چا سره چي مي زړه مینه کوي او د هغه خبري اوري ، زما روح په دې لامتنایي خلاوو کي ټبرانده وه چیري چي کاینات د خوب په څېر ښکاریږي ، بدن یو تنګ تاریک زندان ایسیږي ، زما د محبوبي زړه وړونکی ږغ زما زړه ته شیوه سولو ، زما دوستانو دا موسیقي ده !
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۲) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۷\ ۱۳۹۴