ولي چي دا مي د خپلي محبوبې اوریدلې ده او د دې د الفاظو د نیم ځالو الفاظو مي اوریدلې ده ) بیري تر دا ځایه په لوستلو را رسیدلې وه چي ناڅاپه له خندا شنه سوه جبران ته یې وویل :
ما اوریدلي وو چي تاسو عربي ته رومانټیګ سبک ور وپیېژندلو لاکن د دې الفاظو رشتینولي دا وایي چي دا تش تخیل نه دی رښتیا ستا څوک محبوبا هم وه ؟
جبران ورته وویل محبوبا خو مي وه لاکن د هغې د ذات په وسیله د موسیقۍ سره اړیکي ساتل زما تخیل وو لاکن لتاسو سره چي مي وکتل دا تخیل مي هم یو حقیقت وګرځېدو ، اوس لتا سره په خوا کي ناست یم د زړه په سترګو ستا د زړه د لیدلو منتظر یم ،،
ګرټر وډ بیري د دا دومره څرګندو اشارو پس خله ، خله سوه جبران ته یې وویل ، تاسو د موسیقۍ رښتوني لیوال یاست په هم دې خاطر ستا د غوښتني پرته به زه درته پیانو وژغوم ،،
جبران ورته وویل ، تاسو کوم ځانګړی طرز زمزمه کول غواړی ؟
بیري ورته وویل ، نا ، تاسو چي څه اوریدل غواړی هغه به درته واوروم،،
بیري خپلو بیښتانو ته يو ځانګړی څنډ ورکړو او پر پیانو یې یو زړه وړونکې نغمه وچېړله ، کوټه کي رڼاویي په نڅېدو سوې د پیانو زړه وړونکې نغمه او د بیري د ښایست ځلاویي نوري سره غاړه غړۍ سوې ، نغمه چي اوج ته رسېدله د بیري محویت یو په دوه کیدلو ، د بیري سترګي پټي وې یوار ، یوار بې باڼوګان پورته کړل او پر شونډو به یې یوه زخمي مسکا ورغړیدله ، جبران د بت پشان پټه خوله وو ، جبران د نغمو یو شمېر توپانونه لیدلي وو لاکن دا توپان تر ټولو توپیر مند وو رښتیا، رښتیا هم چي جبران د بیري ږغ د زړه په غوږونو اوریدلو او په وجد یې را وستی وو ، چي ښه ستړې سوه د پیانو څخه را ولاړه سوه په خندا یې جبران ته وویل :
تاسو به هم دا فکر کوی چي د میلمستیا دا کومه بڼه ده چي د اوبو څښلو پوښتنه مي درڅخه ونکړه تاسو به څه څښئ او څه درته را وغواړم ؟
جبران ورته وویل ستا د لاس جوړه سوې کافي څښم !
بیري ورته وویل دا ډېره ګرانه ده زه د کار کولوعادي نه یم کومه بله ورځ به یې درته جوړه کړم ، اصل کي زه چي دلې یم هیڅوک مي تنګوي نه ، د کافي ویلو لره به د سرای آ بلي څنډي ته ورځم هم دا اوس بیرته راځم ،،
بیري څه ساعت وروسته راغله څه ګړی پس یې نوکر کافي راوړله ، بیري د کافي ګلاس پخپل لاس جبران ته ورته پورته کړو ورته ویې ویل :
کافي درته جوړه که مي نکړه درته وړاندي کولی یې خو سم ،،
خبره نوره د جبران د انځورنو او لیکنو خوا ته را وګرځیده ، جبران داسي وپتیله چي نور د بیري زړه ورسره ولګیدو ، جبران خو د بیري د هنر قدر دان وو لاکن بیري د جبران خوښونکې وګرځیده .
زه به دا هیله کوم چي ته به بیا راځې !
بیري جبران ته دا په رمز کي وویل ، جبران یې لاس ورکښېکښولو ، دباندي چي را ووتلو اسمان په ستورو ډک وو د بوسټن پر سړکانو د موټرانو رڼاوي نڅېدلې جبران دا مهال هم غمجن وو په دې خاطر چي د بیري سره تر راتلونکي ملاقات پوري پاتي شپې او ورځي به څه ډول تیرږي لاکن دویم ملاقات یې ډېر ځنډ ونه نیولو د لومړي ملاقات په دویمه ورځ بیري پخپله د جبران سره تماس ونیولو ، په یو هوټل کې څه ګړی ناسته وکړه وروسته یې جبران خپل کور ته را وستولو د پیانو په زړه وړونکي ږغ یې تر ډېره د جبران زړه لوبولو ، وروسته په خبرو ، خبروکي شپه تر نیمه تیره سوه ، نور پر جبران کوم بندیځ نه وو ، څه مهال چې زړه ورته ویل د بیري سره به یې هم هغه ګړی لیدل کله به یې نظم ورته لوستلو او کله به یې د خپلو لیکنو اقتباسات ورته اورول ، ډېري لږ ورځي تیري سوي وې چي دا دوستي نوره په مینه بدله سوه بیري د جبران او جبران د بیري بغیر چاره نه درلوده د ښایست دا ملایکه د جبران د تخلیقي صلاحیتونو لپاره په اصطلاح د زوی زیری وو، جبران اوس فطرت په یوه نوې بڼه کي لیدلو ، د جبران تشبیات تر ښایسته لا ښایسته کیدلې د بیري او جبران دا دوستي تر دوو کلونو پوري پاته سوه ، وروسته جبران داسي هڅوله لکه چې مینه د پخوا په ډول نوره توده پاته نسوه او بیرته د میني څخه دوستۍ ته ګرځي هم یې په دغه ورځو کي دا پزړه کي وروګرځېدله چي هنري لار ښودني ته اړتیا لري د دې مقصد لپاره یې د میري هیکل اسکول انتخاب غوره وبللو هم هلته یې په LIFE CLASS کي داخله واخیستله دلته به جبران یوه نمونه MODAL خپل په وړاندي ایښولو د هغه سکیچ به یې جوړولو ٫٫ ایملي ٬٬ نومي نجلۍ د جبران لومړۍ نمونه وګرځیدله ، په لومړي ملاقات کي دواړه د یوه او بله زیات اغیزمن سول ، نور د پیانو ږغونکي بیري ځای ایملي ونیولو :
نور بيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴