اتلسمه برخه –

جبران لا تر اوسه د دې وژونکي حملې اذیت هیر کړﺉ نه و چي د میروني چرچ دوه پادریان د جبران په لټون پیرس ته راغلو د پادریانو موخه د جبران ملامتول او بخښني اخیستلو ته آماده کول و ، جبران اوس له ډاره لمن ځنډله ، په خپل وره کې د پادرانو دا لیدل هیڅ ډول خوښ نسو ، پادریان تر ډېره د جبران سره په خرو بوخت وو ، آخر جبران ورته وویل :
زه یو کتاب( د مات وزر) په نوم لیکم، په هغه کي به خپل اختلاف په بشپړه توګه لتا سو سره روښانه کړم هیله کوم چي مقدس پادريان به د دې کتاب حتًما مطالعه وکړي ،، !

دا لبنان نه وو چي پادریان د جبران خلاف کوم مقاومت وکړي پټه خوله ځني روان سو ، دا ډول حالات او څه د خپل طبعیت �� ناقرارۍ لکبله د جبران زړه د اکیډیمۍ له ښوونکو ډک سو ، اصل کي جبران د درسي مزاج سړی نه و ، جبران داسي وپاموله که په اکیډیمۍ کي نور پاته سي نو په یوه محدوده دنیا کي به څرخ خوري د اوریدلو خبرو تمرینو نه به کوي ، یوه داسي دکان ته ورتلل په کار دی چي د خوښي هر ډول سامان پکښي تر لاسه کیږي ، یو ستوری په نظر کي نیول کوم ارزښت نلري روغ اسمان لټول په کار دی ، جبران اکیډیمي پریښودله ، اوس د سیلانیانو غوندي به د پیرس پر سړکانو ګرځیدلو ، یوه ورځ د جبران له( پیټر مارسل بیرویو) سره ولیدل پیټر په اکیډیمۍ کي جبران لیدلی وو ، اوس یې هم دا فکر و چي جبران د اکیډیمۍ غړی دی نو یې د اکیډیمۍ په اړه ورځني پوښتني پیل کړې ، جبران ورته وویل ما خو اکیډیمۍ پریښې ده ،،

ولي هلته مطمین نه وې ؟

زه دا ډول فکر کوم هلته چي کوم څه وماته ښودل کیدل هغه ما د وړاندي زده کړي دي !
ډېر ښه د یوه لوی انځورګر ټول خصوصیات په تا کي موجود دي ، وتاته زما یوه مشوره ده څه نا څه لوله ، په ځانګړې توګه ډکشنري آف پینټنګ هر وخت د بالښت سره ساته ،،

څو اوونۍ وروسته د جبران لیدل د نوموړي مجسمه جوړونکي (آګسټ روډین )سره وسو ، روډین د ولیم بلیک لوی شیدایي وو ، جبران ته روډین هم د ولیم بلیک د مطالې مشوره ورکړه جبران ورته وویل ، هغه خو شاعر دی زما انځورګرۍ ته به یې کومه ګټه ورسي؟

روډین ، جبران ته وویل ،اول دا چي ته پخپله شاعر یې ، دویم د ولیم بلیک شاعري به درباندي دا عیانه کړي چي هغه د خپل خيالونو په وړاندي څومره آزاد دی هم به دا نتیجې ته ورسیږې چي دا دنیا د سر نه د زړه په سترګو لیدل کیږي ، زما په خبره خو به دي سر خلاصیږي ؟

د انځورونو هم دا حال وي ، انځورونه دي دومره جوت نه وي چې سترګي وویني ،، جبران د روډین تر سټوډیو را ووتو د نادرک منزل په لور رهي سو ، د زړو کتابونو پلورنځۍ چي د کوم پلورنکي لاري یې څارلې ، جبران د زړو کتابونو یوه دکان ته ور داخل سو تر ډېره یې کتابونه پرله اړول آخر یې د ولیم بلیک شعري ټولګه وموندله هغه یې را واخیستله ، د لکسمبرګ میوزیم بڼ مخامخ و جبران بڼ ته داخل سو ، په یوه څنډه کې د دې شعري ټولګي مطالعه پیل کړه ، څنګه ، څنګه چي کتاب ختمیدلو د جبران په خیالونو کي د رڼاو څراغونه وبلیدل ، جبران ته پزړه کي داسي ور وګرځیدله چي په کوم بل زیږون کې د ولیم بلیک سره لیدلي وو ، ځکه جبران یوازي نه دی کوم بل هم خیاله هم لري ، اوس خو جبران د بلیک ولیم نظمونه دا ډول لوستل تا به ویل چي حفظوي یې ، د ولیم بلیک د شاعرۍ لوستلو مهال به جبران ته د ټکو او رنګونو عجیبه غوندي تړون تر سترګو سو ، شاعري که د انځورګرۍ او انځور ګري په شاعري کي واخښل سي څه ډول حیرانونکې تجربه ده ، جبران د نظمونو په ډول اوس د انځورونو عنوانات وټاکل او د تخیل د لوړ پرواز نمویې یې تخلیق کړې ، جبران څه موده دغه روش خپل کړی وو ، وروسته یې د بلیک هم انحراف وکړلو خپل ځانګړی سبک یې ځان ته غوره کړو ، جبران نور په دې باور وو چي هیڅ یو هنرمن بل هنرمن ته ښودنه نسي کولی ، هر یوه ته په خپل ځانګړي انداز کي خوځیدل په کار دي او دوه سړي کله هم په یوه ډول نسي کیدلی.

څو اوونۍ وروسته د جبران یوه لویه کامراني په برخه سوه ، د جبران دوو انځورونو د سپینو زرو جاهزې وګټلې ، د فرانس د اهل نظر لخوا دا جاهزې ورکول کومه معمولي خبره نه وه ،دا مهال که میري موجوده وای تر ټولو لومړی به دا زیری جبران ور ته اورولو نو یې ژر، ژر میري ته لیک پوسټ کړلو .جبران د سړک پر څنډه ولاړ و و چي کوم پیژندونکي چا یې پاملرنه ځان ته واړوله ته یوسف هویق یې ؟

او ته خلیل جبران یې ! دواړه د یو بل سره تر غاړه وتلو ، یوسف هویق د جبران د مدرسته الحکمت بیروت د شپو انډیوال وو چي ډېره موده پس یې په پیرس کي سره ولیدلو ، څه ته هم په دا لیونتوب اخته یې ؟ یوسف هویق ورته وویل وو !
زه هم د هنر او مجسمه سازۍ د زده کړي لپاره پیرس ته راغلی یم ،، جبران ورته وویل ما خو اکیډیمۍ پریښې ده !
یوسف هویق ورته وویل ملګرې ! زموږ دواړو ارواویي یو شان دي زه هم د روایتي ښوونکو خوا توری سوﺉ یم ،، !
اوس جبران یوازي نه و د ځان پشان یې یو بل سیلاني انډیوال موندلی وو ، دواړه به د پیرس پر سړکانو ګرځېدو یا به یې د لویو انځورګرانو او ادیبانو سره ملاقاتونه کول ، په پیرس کي د هنري ګیلریانو کمی خو نه وو هغوی دواړه به دې نمایش ځایونو ته د یو مقدس زیارت کونکي په توګه شریکدل ، هلته پراته انځورونه به یې په ساعتونو، ساعتونو څارل ، وروسته به یې اوږده تاوده بحثونه ورباندي کول ، د هنر دا ګیلریاني د هغو دواړو لپاره د تربیت ګاه حثیت درلودلو ، هغو چي به دلته په انځورونو کي څه ولیدل وروسته به یې پخپلو سټوډیو کي د هغو تمرین کولو ، پخپلو فن پارو کي به یې هغه دایرې ، هغه خدوخال هغه کرښي د هغه رنګ د رغولو هڅي کولې دا تش نقالي نه وه ، د جبران خلاق ذهن دغو اغیزو ته د یو نوي رنګ ورکولو توان درلودلو ، کرار ، کرار د جبران د انځورونو آوازه سوه ، دغه انځورونو د لرغوني او عصریز یو داسي امتزاج وړاندي کولو او دومره غېر روایتي وو چي په څو ځانګړو نندارو کي ومنل سول او ډېره زیاته ستاینه یې وسوه .نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *