د نړۍ تاريخپوهانو اوختيځ پېژند ونکو، د خپلوليکنو، څېړنو اونړيوالو سمينارونو له مخې داډاګيزه کړې چې، افغانستان يولرغونی هېواد اواوږد تاريخ لري .
دغو څرګندونو هغه مهال رښتنې بڼه خپله کړه چې ديا رسوه اته ديرش کال يوشمېر لرغونپېژندونکوپه اکا ډوميکه بڼه دافغانستان په يوشمېرسيموکې په کند نولاسپورې کړ.
لومړی پيل دهېواد له شمال اوسهل نه وشو،چې فرانسوي اوايټا لوي لرغونپوهانو دغزني او سره کوتل په سيموکې په کندنو اوڅېړنوشروع وکړه.
لومړی غزني : غزني دافغانستان دنوروسيمو په څېر دهېواد يولرغونی ټا ټوبی دی چې دتاريخ په اوږدوکې دغزنه اوبيا غزنين پنوم ياد شوی دی.
ديونانيانو دپېرپه مهال له مخزېږدي نه دوه ،درې پېړۍ دمخه ان تر زيږديزې پېړۍ پورې،دغزني دنوم په تړاوداسې يادونې شويدي .
د پروفيسر توچي ترڅارنې لاندې چې په غزني او لغمان کې کومې کندنې وشوې،يوشمېرپوهانو دخپلو ډلييزورسانيو له مخې خپلې څرګندونې ډاګيزه کړې،چې موږ په دغه لړکې ديوه فرانسوي لرغونپوه،موسيو بن نيتت، يادونه کوو
نوموړي دغزنه دنوم په مانا انګېرلي،چې دخزانې يا ګنج په مانا دی اوددغې کلمي اصلي ريښه له غنزکه اوله ګنجک نه را ولاړه شويده .
يونانيانود لومړۍ زيږديزې پېړۍ په شاوخواکې دغه سيمه د غنزه اوغنزه نيلوک په نوم يادوله،چې مانا يې خزانه او يا خزاندار وو. ددغه نوم په تړاو،د پرتليز ژبپوهنې په رڼاکې دغنزک په وزن اوتول،ځنې نومونه اوس هم ترسترګو کېږي،چې موږ پننک،د وردګو اوغزني ترمينځ يوه غونډۍ ده.،دغزني دښاردروازه کنک اونورلکه کرنګ،غرنګ،وردګ،رامک،سيرک دبېلګې په توګه يا دولی شو .
ددغو نومونو په لړکې غنزک دوخت په تېرېدو په غنزه واووښت . ايټا لوي لرغونپوه؛موسيوبمبا چي ؛دغزني دنوم په اړه پدې اند دی،چې دمعاويه زوې يزيد له مرګ نه وروسته غزني دګنزه،په نوم يادېده،چې بيا يې ورورو دغزنه،بڼه خپله کړه اوددغه نوم له ريښې نه وروسته غزني،غزنيګک اوغزنين مينځته راغی .
دا سلام دسپېڅلي دين له خپريدودمخه د ګنزه يا غزنه دښاراويا کلا په تړاوځنې پوښتنې راولاړې شويدي،چې په لومړي سرکې دغه ښارچېرته ودان وو؟
يوشمېرڅېړونکي اولرغونپوهان انګېري چې غزنه اوکلات داوسني بالاحسارپه غونډۍ ودان وو…ايټالوي لرغونپوه ډاکترادا مسته انو،په ديارلسوه اته دېرش کال دخپلو څېړنو په ترڅ کې دغزني دښار په اوه،اته کيلو متري کې،مبارکې روضې ته څېرمه د دوه کيلومتر،شمال ختيځ لورته دڅو پرلپسې پېرونو،دژوند بېلا بېل اړخونه ؛په ګوته کړيدي،لکه له تاريخ دمخه پېر،يوناني پېر،دلويوکوشانيانو،دوړوکوشانيانو پېرونه،ديپتليانو،رتبيلشاهانواو يا دغزني اوزابل يپتلي کوشانيانو پېرونه يا دولی شو .
ديپتليسردارانو له غونډۍ نه ترلاسه شوي توکي داښېي،چې دزولا يپتلي ټبر،چې په غزني کې استوګن وو،پدغه وخت کې له غزني سره جوخت يوبلې لرغونې سيمې هم شتون درلود،چې اوسنی نوم يې زابل او په پخواکې دزاوله اوزاول په نوم نامتو وو.
رتبيلشاهان اولاويک ټبرونه،چې په غزني کې دناصرله کورنۍ نه دمخه واکمن ول،پدغه وخت کې،غزنه،دغنزک په نوم شهرت درلود. دلا ويک سردارانو دکلا له نښونښانو نه داسې څرګندېږي،چې دغه ټينګه اواوسپنيزه کلا دغزني داسلامي پېرله ودانيو نه ښکته ددريم مسعود منارته څېرمه جوړه شوې وه.
دغزني پاچايانو دپېر په تړاو ،چې کومې کندنې په ديارلسوه اته دېرش کال شويدي،دغزني لرغونتوب ته يې ځانګړی پرتم بښلی دی .
دسلطان عبدالرزاق هديرې ته څېرمه دودانيو نښې نښانې،چې ترلاسه شويدي،دهغه مهال دودانيو له جوړښت اوسبک نه داسې برېښي،چې دګوډ تيمور دواک په پاې اود بابر دپېرپه مهال ودانې شوېوي.
دهمدغوکندنو په لړکې،هغه سيمه،چې دسلطان ابراهيم په نوم يادېږي،لويديځ پلوته يې يوه ودانۍ ترسترګو شوه،چې بيا شمال اوسهل ته يې نورې ودانۍ هم وموندل شوې،چې مستطيل ډوله جوړښتونه يې درلودل، دې ماڼيوته مخامخ پرته سيمه په مرمرينو ډبروپوښل شوېوه .
اوجرېددغوماڼيو له دبدبونه،چې مېلمنولپا ره يې اوجرې او دغسل خونې درلودې،داسې برېښېده،چې يوکتابتون يې هم درلود … موهمه داچې دودانيولويديځ پلوته ددوه څلويښت په شاوخواکې ډبرينې لوحې ترلاسه شوې،چې په کوفي ليکډول کښل شوېوې اوپه بشپړ ډول ونه لوستل شوې .خود غزنوي پاچايانو لکه دغزنوي سلطان محمود،مسعود اوابوسعيد نومونه دلوستلووړوو.
سربېره له دې،دانګړلويديځ ته په عربي ژبه ليکل شوې مرمري ډبرې هم وموندل شوې،چې په يوه لوحه کاږل شوي ول :
محمد بن حسن،ياحسين ؛؟بن مبارک،وسنه خمس وخمس ماته،يانې پنځه سوه پنځه ل سپوږ ميزکال ترسترګوکېده .
دهغه وخت دکيندنو له مخې،چې ايټالوي لرغونپوه موسيو؛ادامسته انو؛داموندنې له پامه تېرې کړې،وې وېلې چې ددغوودانېيوبنسټ دسلطان محمود زابلي دواک په مهال ايښودل شویدی،خودهغه زوې مسعود اووروسته سلطان ابراهيم او دريم مسعود دواکمنيو په وخت بشپړ شويدي .
کله چې سلطان محمود زابلي له هند نه دسومنات دروازه له ځان سره راوړه،دعروس الفلک جومات دروازې اوياد مدرسې په انګړکې ځاې پرځاې کړه،چې دمدرسې شاګردان اولمونځ کونکي به دهغې له مخې تېريدل .
ددغو کندنو له مخې له غزنوي پېرسربېره،په ټوله کې داسلامي پېرډېر ګټور توکي وموندل شول،چې ځنې بېلګې اوس هم په موزيم کې تر سترګو کېږي .
سردارتپه کې هم،چې دمبارکې روضې په دوه کيلو متري،سهل ختيځ ته پرته ده.دايټالوي کارپوهانوله خوا په ديارسوه اته دېرش کال کيندنې وشوې،يوستر بودايي معبد اويوه ستره ستوپه وموندل شوه،چې پدې سره دافغا نستان دلرغوني تاريخ يو نوی څپرکی پيل شو او دکوشانيانو دواک اوځواک دبدبهيي په ډاګه کړه .
دويم؛دسره کوتل کيندنې : د ديارلسوه اته دېرش کال په بهيرکې دغزني له کندنو سره هممهاله دهندوکش په شمال کې دسره کوتل کېندنې دفرانسوي کار پوهانو لهخوا پيل شوې .
دسره کوتل غونډۍ،چې دپلخمري په شل کيلو متري کې،سويل لويديځ پلوته پرته ده،دکيندنوپلاوي دخپل پلان له مخې پتېلې وه چې ترديا رلسوه نه دېرش کال پورې به خپل کار پايته ورسوي .
کله چې دېپلان له مخې کار پوهانو خپل کارپيل کړوې ليدل،چې دسره کوتل دغونډۍ په سر يولوې معبد اباددی،چې دزېږدي لومړۍ پېړۍ له پاې نه دلويو کوشانيانو دپېر په مهال پيل اوله دوېنه وروسته،دغه معبد چې ديوې ودانۍ بڼه يي درلودله په بېلا بېلو پېرونوکې رغاول شويدی …دغونډۍ پاسنۍ برخه ټوله معبد نيولې ده اودمعبد دودانۍ دننه يوه ډبريزه زينه دغونډۍ ښکتنۍ برخې ته غوځېدلې ده،چې دکندنو په لړکې ددغې زينې له مخې پلو پورته شو.
دمعبد په بنسټيزه برخه کې داورتون نښې نښانې ترسترګو شوې اوهمدا راز مجسمې …که څه هم کار پوهان ،چې کندنې کولې هک پک شول،چې ايا کوشانيان دزرتشت مزهب پيروان ول اوکه دبودېزم ؟
دافغانستان په لرغوني تاريخ کې دبغلان سرخ کوتل داور لمانځنې پلاز وو،چې دهېواد او نړۍ له بېلا بېلوسيمونه سيلانيان راتلل اوددغې شګلنې غونډۍ ننداره بې کوله.
دبغولانګو دسره کوتل داور لمانځنې معبد،هغه عبادت ځاې وو،چې دکنشکا جوړې شوې مجسمې به داور په لمبو کې پټې وې اوله ډېرو لرې ځايو څخه به ښکارېدی،جشنونه اوملي ورځې پدغه ډول نمانځل کېدې .
په دغو کندنوکې،چې کوم موهم توکي ترلاسه شول ،هغه ځنې ډبرينې خښتې وې،چې په يوناني ليکډول کښل شوې وې. ارکيو لوژستان اوژبپوهان پدې انددي،چې که ليکبڼه يي يوناني ده،خوژبه يي باختري ده. په دغه کتيبوکې،کومه يوه چې ډېره نامتو وه،هغه دکنشکا يا هوويشکا ستره کتيبه وه،چې دده نوم پکې کښل شوی وو.
له دې سره جوخت څرګنده شوه،چې دلته دبغولا نګو په نوم يو لوې معبد اباد وو،چې داورځاې مانا لري ؛؟ له دېنه دمخه په نولس سوه يو پنځوس کال هم کېندنې شوي،چې دبغلان داوزلوبېپه ډګرکې داسې دعقاب په بڼه انځورونه ترلاسه شوي ول،چې دسره کوتل په دوه کيلو متري کې ځاې پرځاې ول.
په دې تړاوفرانسوي لرغونپوه،موسيو شلوم؛ په پرلپسې توګه ډېرې څېړنيزې مقالې په ډلييزو خپرونو اورسا نيوکې خپرې کړيدي.
دديارلسوه اته دېرش په مني کې،چې يوځل بيا دسره کوتل کندنې د پلا وي دمدير مرستيال؛موسيولوبر؛اوديوه فرانسوي ژبپوه؛موسيوګوريل؛ترڅارنې لاندې پيل شوې.دمعبد ختيزلورته،دپلخمري اوسمنګانوعمومي لارته څېرمه،دکندنو په ترڅکې دڅلورمتروپه سور،چې ژوروالی يي نږدې لسو مترويانې؛نه متره اواتيا سانتي ؛ته رسېده ،يوه څاه ومو ندل شوه،چې دډبرينو زينوپه مرسته يي تل ته لاره ورماته شوېوه .
دکندنوپه يولسم پړاو څلورڅلويښت کښل شوې ډبرينې خښتې ترلاسه شوې،چې دپوښتنې وړوې،په دې مانا،چې دغه نوشته شوې ډبرې دڅه لپا ره په څاه کې لګېدلې وې اودنوشتو مانا څه وه ؟
ددې لپاره چې په راتلونکي کې دغه ډبرينې لوحې ولوستل شي،ټولې کابل ته را وړل شوې او ديوه کتابتون په څېر په يوه ډبرتون کې ځاې پر ځاې شوې،چې ديوه نړيوال سمينارپه ترڅ کې وڅېړل شي ،خو له بده مرغه،چې کورنۍ جګړو له امله ياخو چور شوې اويا دجګړو په لمبو کې پوپنا شوې.
دسره کوتل په ډبرينو خښتوکې يوه لويه کتيبه هم وموندل شوه،چې دکابل په موزيم کې دسترې کتيبې يا دکنشکا کتيبې په نوم ياده شوه .
ددې کتيبې دليکدود او ليکلوست په تړاو په لندن اوپاريس کې يوشمېرڅېړونکو اولرغونپوهانو،خپلې ليکنې په نولس سوه اته پنځوس اونولسوه نه پنځوس کالوکې داسيا پاريس په مهالنيو کې خپرې کړي .
يوه فرانسوي لرغونپو؛موسيوماريک؛داسيا پاريس په مهالنۍ کې دبغلان دسره کوتل کتيبه دهغوې اصلي ژبه سغاري ؛دبکتريا لرغونې ژبه؛ تر سرليک لاندې يوه اوږده مقاله خپره کړه .
له دې سربېره دمستر هنينګ لخوادبکتريان کتيبه ترسرليک لاندې دلندن پوهنتون په افريقايي اوشرقي مطالعاتو،دمهالنۍ په لومړۍ برخه اودرويشتم ټوک کې يوه انتقادي مقاله خپره کړه .
دبغلان دسره کوتل دډېرو ډبرينو کتيبو ليکدود يوناني وو.،خو لرغوني کندهارکې،چې داشوکا کومه کتيبه ترلاسه شوه،هغه په دوه ژبو او دوه ليکدودونو،يوناني اوارامي ليکل شوېوه.
ويل کېږي دسره کوتل ډبرليکونه دافغانستان دسيمه ييزو ژبو په لړکې په يوې سيمه يي ژبې ليکل شوې دي.يو فرانسوي ژبپوه؛موسيو ماريک دغه سيمه ييزه ژبه اصلي تخاري بللې ده،ولې مستر هينينګ بيا دغه ژبه باختري بولي.
دنړۍ کڼو ژبپوهانو اوختيز پېژندونکو دهنينګ دڅېړنو اوڅرګندونو پخلی کړيدی…وروستيو څېړونکو هم دبرتانوي ختيز پوه هنينګ دڅېړنو په تړاو انګېرلي دي،چې دغه باختري ژبه له سغدي،خوارزمي،پښتو،دري سره تړاو اوورته والی درلود،هغه باختري ژبه،چې دلومړۍ او دويمې زيږ ديزو پېړيو په شاو خواکې ويل کېده،له پښتو،دري،پشه يي اويوشمېر نورې ژبې،چې په افغانستان کې ويل کېږي ورته اومشابې وه
دکنشکا دډبرليک په تړاو،څېړونکي ويشلی اند اونظر لري،يو شمېرلرغونپوهانو،پدې لړکې ؛وسيو ماريک؛ په دې انددی،چې دغه کتيبه دکنشکا پورې اړه لري.ولې مسترهنينګ پدې ټينګار کوي،چې له کنشکا نه ډېر وروسته دغه ستره کتيبه جوړه شوېده ،چې څارنه يي ديوه سيمهييز واکمن ؛نوکونزو کو؛اودده ددوه نوروملګرو لخوا کېده .
له کوشاني نومونوسربېره يو شمېرنور باختري نومونه هم په يادو کتيبوکې،چې دسره کوتل په کندنو کې ترلاسه شويدي،هم ترسترګو کېږي ،چې موږ مهر امان اوبروز مهر پور دبېلګې په توګه يادولی شو.
دسره کوتل دسترې کتيبې پروړاندې،چې يوه بله ستره کتيبه،داشوکا کتيبې په نوم نامتوده،دکندهار دزاړه ښارپه کنډوالوکې چهل زينوته څېرمه په ديارلسوه اوه ديرش کال وموندل شوه،چې دهندي موريا کورنۍ ټولواک اشوکا پورې اړه لري.دوئ دهندوکش له سهل نه راواخله تر هلمنده پورې ځمکې لاندې کړېوې .
دغه کتيبه چې فرانسوي اوايټا لوي لرغونپوهانوولوسته اوبيا دکتيبې متن،ايټالويانو دختيځ لويديز اوفرانسويانو داسيا پاريس په مهالنيوکې خپور کړ،له مينځپانګې نه يي جوتيده چې يوشمېر اخلاقي مسايلوته پکې ځاې ورکړ شوی وو،چې موږ دبودايي مزهب ښېګڼې،دمور اوپلار درناوی،دڅاروييو نه وژل اونوردساري په توګه يادولی شو.
له دغو لاسته راوړنو سربېره دافغانستان ديوه لرغوني څلي په تړاو،چې اسمانڅکه دبدبه يي له ورايه ترسترګو کېږي هم،يوشمېرلرغونپوهانو د منار جام په نوم يوکتاب خپورکړ،چې ډېرو ګټوروتوکوته يي ګوته نيولې وه.
ددغه کتاب په کښلوکې دفرانسې دوه تنو پوهانو،چې داکاډومۍ غړي هم ول،اندره ماريک اوګستن ويت ؛ونډه درلوده .دايو داسې مهال وو،چې په پاريس او لندن کې دکندهار دزاړه ښار دلرغونوتوکو اودسره کوتل دلرغونو اثارولوستل پيل شوي ول.
دمنارجام ارزښت پدې کې وو،چې پدې تړاوڅرګندونې دغزني،بغلان او کندهاردلرغونوتوکو په پرتله تتې نه وې،دا ځکه چې دغوريانو دسلطنتي کورنۍ تاريخ لا دومره په خړوکې ندی ډوب،چې تاريخي دبدبې ته يي ډېر زيان رسېدلی وي .