اسدالله  بلهار جلالزی. غزني ښار/

د پوهانو په خبره په یوه ټولنه کې  د موزیم جوړیدل، د څیړنیز، علمی، فرهنګی تاریخی، او تحقیقی انستیتیوت معنا لری.

د غزنی په لرغونی او تاریخی ولایت کې د موزیم د جوړیدو هڅې له ډیرې پخوا مودې راهیسي موجودې وې په دغه تاریخی ولایت کې چې د غزنویانو یوه طلایی دوره یی هم تر شا پریښی وه تر څنګ یی له هغه مخکې  هم د بودایی دوري بډایه کلتوري، هنري او مذهبي دوره  تیره کړي او د بودیزم د مذهبی مرکز په توګه هم  د پام وړ و، هغه شمیر سکې، قلمي نسخې، لوښي، انځوریزي مرمري ډبرې، زیوري تزیناتي پارچې، مجسمې، او نور اثار چې په دغې سیمې کې کله ناکله په غیر فني توګه تر ګوتو کیدل، لرغون پوهان او څیړونکی یی وهڅول چې په غزنی د موزیم د جوړیدو تابیا وکړي.البته د دغه کار په پیل کې د نوروبهرنیو لرغونپوهانو تر څنګ د ایټالیوی لرغونپوهانو او افغاني څیړونکو څیړني موندنې، او کندنې د اهمیت وړ دي او د هغوئ د زیار پایله دا شوه چې په غزنی د موزیمونو د جوړیدو بنسټ کیښودل شي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۳ کال د راټولو شویو او د فنی کندنو به ترڅ کې د ترلاسه شویو تاریخي او لرغونو اثارو د خوندي ساتلو په موخه د روضي په کلي کې د اسلامي دورې د توکو او اثارو موزیم په رسمی ډول د ځانګړو او خاصو مراسمو په ترڅ کې د هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ډاکتر محمد عثمان صد قي له لوري د سلطان عبدالرزاق د مقبرې په ودانۍ کې پرانیستل شو.

*داسلامی دوري داثاروموزیم(دسلطان عبدالرزاق مقبره)

دسلطان عبدالرزاق مقبره چې په تیموري سبک جوړه ودانۍ ده پکې پخې خښتې کارول شوې وی چې ترننه لاهم تر یوه بریده د طبیعی پیښو له امله ورته زیان هم رسیدلی ؤ. چې د ایتالوی لرغونپوهانو د پیروی له لوری ترمیم او په لومړنۍ بڼه واوښته په دغه موزیم کې د اسلامی دورې ځینی اثار چې تر ډیره یې د غزنویانو په دورې پورې تړاو درلود. نندارې ته ایښودل شوی ؤ، موږ مخکې یادونه وکړه چې دا ودانۍ د ایتالیوی پلاوی په مرسته ترمیم شوه چې د ترمیم چارو یی پوره دری کاله وخت ونیو یعنی ۱۹۶۲ – ‍۱۹۶۵ کلونو پوری چارې بشپړی شوی چې وروسته پکې اثار ځای په ځای او موزیم نندارې ته چمتو شو، دغه ودانۍ د اسلامی دورې د لرغونو اثارو په توګه د موزیمی نندارتون لپاره ثبت او راجستر شوی وه. او پکې دا ډول اثار ایښودل شوی وو.

الف : هغه اثار چې د کیندو او سپړنو پرته په لاس راغلی وو.

۱- هغه اثار چې له بازار او اشخاصو څخه پیرودل شوی وو. چې د غزنوی دورې استازیتوب یی کاوه. لکه قلمی نسخی، مرمرینې ډبرې چې لیکنې یې درلودې او فلزی اثار.

۲- هغه اثار چې له غزنی ښاره بهر لاس ته راغلی ول او په غزنوی دورې پورې یی تړاو درلود. چې عمدتاً دوه ستر خمونه چې په یوه باندې یې د مات صلیب شکل او کوفی لیکنه هم لیدل کیده.

۳- د ځینو زمریانو مجسمې چې د غزنویانو د دورې به باغونو کې د اوبو د ناوې په حیث ور څخه کار اخیستل کیده د زمریانو دغه مجسمې عمدتاً د فیروزی  د باغ څخه لاس ته راغلی وې، چې لا هم هالته اوس هم دسلطان محمود غزنوي دمقبرې خواته د اوبو د یو لښتي په غاړه د زمري د سر یو مجسمه شته او پکې اوبه بهیږی.دې ته ورته مجسمې دغزنی په نوي موزیم کې لا هم شته.

۴- انځوریزې ډبرینې لوحې چې پرې د حیواناتو نقشونه موجود وو. چې د غزنی په نفیسو اثارو کې شمیرل کیږی.

۵- سکې چې ډیری یې په غزنوی دورې پورې اړه لری او نږدې ټولې یې له بازار څخه تر لاسه شوې وې.

ب:

هغه اثار چې دکندنو په بهیر کې ترلاسه شوي وو.

* دمرمروډبرین اثار،انځوریزي لوحي چې په کوفي لیک لیکني يي درلودي.ددې ارزښت په دې کې دی.چې دکوفي لیک دودتر څنګ فارسی لیکني هم په کې حک شوي دي.

* دکودوړي اثار چې ځیني یی د سیمه ایزوکسبګرواومعمارانوله خوا جوړې شوې او ځیني نور یی کاشان دي.چې دسلطان عبدالرزاقدموزیم له مهمو اثاروڅخه ګڼل کیدل.مانا داچې دغه اثار دهنري موزیم خورا ارزشتمن اثار بلل کیدل.

*ښکلي او ښایسته ټوټي چې غالباً داټوټي له پخو خټو اوګچ څخه جوړې شوې وي.

*ځیني لوښي او مجسمی هم وي چې خورا تاریخي ارزښت یی درلود.یاد اثار له میلادي لسمي پیړۍ،بیا تر دولسمي پیړۍ پورې تړاو لري.او له هنري پلوه هغه یوازیني اثار دي چې دغزنویانو دځانګړي سبک چې دسلجوقیانو سبک ته نژدې دي نماینده ګي کوي.دیادوني وړ ده،چې هغه مهال پر دې سبره ځینی وړې اولويي پارچي،ددقبرونو لوحي، له تیږو جوړکوچني حوضونه هم ننداري ته چمتو کړل شوي ول.په ټوله کې ددغه موزیم اثار دایټالیوي پلاوي دهلوځلوپه پایله کې تر لاسه شوي ول.ددغه موزیم اوپرې راتاووشوي دیوال دبښپړیدو چارې ددوه زره دیارلسم کال په ویاړ په ۱۳۹۱-۱۳۹۲ کال کې پایته ورسیدي ،خو له بده مرغه یاد موزیم چې داسلامی دورې داثاروپه موزیم هم مشهور دي دلیدوله پاره لا هم څه نه لري.

*دغزني  دنوي ښار موزیم

په غزني کې ددوهم او نوي موزیم دجوړیدو طرحه اواړتیا هغه مهال لازمي شوه کله چې دغزني ښار او شاخواسیمو کې داثاروډیروالی ښه محسوس شو.داسلامي دورې داثارودشتوالي تر خوا دبودیزم ددورې اثار هم په پریمانه توګه ترګوشول.په دې اثارو کې هم ډبریني اوخاوریني مجسمی،لوښي،دجګړې وسایل،زینتی سامانونه،دکاراوکښت سامانونه او… شامل ول.لکه چې مخکې وویل شول نوداثارو دخوندیتوب په موخه اړینه وه،چې دیوه نوي اوعصري موزیم ودانۍ جوړه شي.ایټالویوي پلاوي چې دبودايي دورې داثارودموندولوپه برخه کې یی زیاتي څیړني کړي وي دیونسکو داداري په مرسته یی ددغې تشي دډکولوپه مقصد دنوي موزیم دودانۍ لګښت په غاړه واخیست.

په پیل کې ددغه موزیم دجوړیدوپه موخه دایټالیوي لرغونوپوهانو دپلاوي مشر توچي اوپه هغه مهال دغزنی دوالی حاجي محمداصف ترمنځ پرتوکول لاسلیک شو.چې دافغانستان اوایټالیا ددولتونو ترمنځ داصولي پړاونو تر وهلو وروسته په ۱۳۵۳کال کې دغزنی په ښار کې البیروني واټ ته څیرمه یی دوانۍ دتهداب ډبره کیښودل شوه.چې تر اوه پینځوسم کال پورې یی دڅو بلاکونوکار پرمخ لاړ.اودنوروهغوو کارونه یی دناسموشرایطواودثور داومي نیټي دکودتا له امله تر ننه وځنډل.

د دغه موزیم په نابشپړې شویو ودانیو کې له دې امله چې په غزنی کې د اثارو شمیرورځ تربلې زیاتیده ،یو شمیرهغه اثارچې ډیرو یی په بودایی دورې پورې تړاو ودرلود ځای په ځای شول . دا اثارچې زیاتره یی خاورین اوکودړی دي. که څه هم تر ډیره په فنی ډول دننداره چیانو په مخ کینښودل شول، خو دهغه مهال داسنادو اوشواهدو له مخی د۱۳۵۷کال په اوږدو دا اثارخلکو لیدل اویوه اندازه عاید هم ددولت په حساب بانک ته تلل . ددغه کال داسد به میاشت کې دموزیم داداري دراپور له مخي چې داطلاعاتواو کلتور ریاست ته یی وړاندې کړی.دمکتوب شمیره—۲۲۱/۱۳۲/ ۱۳۵۷/۵/۲۹—په دغه مکتوب کې دکورنیو اوبهرنیو لیدونکوذکر هم شوی یوسل او دوه اتیاکسانوکورنیولیدونکو اوپینځلسوبهرنیولیدونکو له موزیم څخه لیدنه کړي وه. دمکتوب له متن څخه ښکاري چې په لیدونکو کې یوشمیر میرمني هم وی. چې دکورنیولیدولوله پاره هرټیکټ لس افغانی او بهرنیو لیدونکو له پاره پینځوس افغانۍ بیه ټاکل شوی وه .نودلته داسي ښکاري چې  دخلق دګوند دواکمنۍ په مهال دغزنی دهغه مهال والی عبدالاحد ولسي له خوا داثار ننداري ته وړاندې کیدل،.خوپه عین حال کی له دغې ودانۍ تر یوه بریده د دیپو کارهم واخیستل شو.او په دغه موزیم د تر لاسه شویو اثارو په زرګونو ماتی ټوټې لا هم شته چې ترمیم ته زښته اړتیا لري خو دا اثار په صندوقونو کې د ایتالیوی پلاوې لخوا چې دکلونو کلونو هلو ځلو به پایله کې لاس ته راوړی خوندی شوی .په تیرو څوکلونو کې له بده مرغه د جګړې او همدا ډول د نه پاملرنې له کبله ددغه موزیم چت او د دیوالونو ځینو برخو ته یی زیان رسیدلی و چې وروسته به پرې بحث ته دوام ورکړو.

تپه سردار:

تپه سردار چې د بودایی مرکز د غزنی ښار به ختیځه څنډه د شاه بهار په د ښته کې چې دا هم په حقیقت کې د همدغه بودایی مرکز بل نوم دی پرته ده چې ددې تپې به زړه کې به زرګونو اثار مجسمی او انځورونه موجود ، چې په لومړۍ او دوهمه میلادی پېړۍ کې د هیواد د فرهنګی لوړتیا ښکارندویی کوی د بودایی د ورې به دغه ستر معبد کې د ۱۹۵۹ په بل روایت د ۱۹۵۰ یمې په لسیزه کې د ایټالیوی لرغون پوهانو ازمیو کاری له لوری لومړنۍ څیړنې او سپړنې پیل شوی چې بیا وروسته د ۱۹۶۰ مې او اویایمې به لسیزه کې دی څیړنو ته پراختیا ورکول شوه. چې به پایله د اثارو موندل شونی شول کله چې د تیرې پیړۍ په نیمایی کې پروفیسور جوز په توچی پدې سیمه کې په کار پیل وکړ د دې ځای د لرغون پیژندنې په برخه کې یې ډیر اطلاعات په لاس کې نه لرل. نو د چارو د ښه انسجام په موخه دوه کاری څیړنیز ټیمونه را منځ ته کړل چې یوه یې د بودایی دورې او بل هم د اسلامی دورې د اثارو په اړه په فعالیت اوکار پیل وکړ د ۱۹۶۰ یمې او ۷۰ یمې لسیزې په اوږدو کې د ازمیوکاری ډلې وکولای شول چې د خپلو کندنو به ترڅ کې په دې غونډۍ کې اصلی سټوپه وموندله. چې ویل کیږی دا سټوپه د افغانستان له ډیرو سترو سټوپو څخه وه چې د دې سیمې په نورو اثارو یې غوره والی درلود. دغه سټوپه دکوچنیو یو پربلې د ایښودلو ډبرو بلوکونو کریړو او اهکی ډبرو څخه جوړه وه چې بیا دا ټولی ډبرې په پارچو او ګچی نقشونو ښکلی کړل شوی وی د سټوپې په لویدیځه خوا کې زینې ته ورته ودانۍ لیدله کیده چې له همدې ودانۍ څخه د سټوپې ګومبزې ته لاسرسی یی شونی کاوه. د ودانۍ په جوړیدوکې د شیست او کوچنیو لدیو څخه کاراخیستل شوی دی به دې غونډۍ کې اصلی سټوپه د نورو کوچنیو خټینو اثارو تر منځ جوړه شوی وه په دغې سټوپې کې له یوې خوا پر له پسې عبادت ځایونه او په بلې خوا کې کوچنۍ تخت لرونکی سټوپې چې په متناوب ډول په ځینو کې یې د بودا مجسمه او په ځینوکې یې د بودا مجسمه تر چتریو لاندې داسې چې مخ به یې مرکزې سټوپې ته وه لیدل کیده. د سټوپې پورتنۍ برخې د یوه اصلی مذهبی ځای څرګندوی کوی خونی او نورې ودانۍ هم د دغې غونډۍ په شاوخوا کې لیدل کیدی.

له شک پرته چې دې ټولو تر ځمکې لاندې یوې او بلې ته لاره هم لرله په سردار تپه کې د هغو کوچنیو ابدو په منځ کې چې د دغې ټولګی د جوړیدو په لومړنیو پورې تړاو لری خورا اهمیت درلود. دلته یوه ورخلاصی ابده وه چې په مربع ډوله اته څنډیزه کوچنۍ سټوپه کې چې د ۶۴ نمبر ابدې په نوم ثبت شوی وه. د پام وړ وه د یادې شوې محوطې لویدیزه خوا د نورو ټیټو ودانیو په واسطه پوښل شوی وه . په ۶۹ نمبر ثبت شوی ابدې د یوالونه برجونه تر صد ځایونه هم میناتوری شوی وو

. په کندنو کې موندل شوي اثار:

دکندنوپه ترځ کې  دبودايي  دورې دترلاسه شویواثار زیاته برخه اصلي مجسمي،په دیوالونوکې دطبیعی اثاروانځورونه اوسفالی لوښي ول.چې ددغو اثارو په موندلو سره هم دلرغونپوهانواوهم ددولتی ادارو دمسولینو لیوالتیا زیاته شوه.چې دلازیاتوکندنواو کارونو د دوام  سبب شو.په سردار تپه کې دخوب په حال کې ۱۵متري مجسمه .اوپه ناست حال کې وړې ګڼي مجسمی، اله درګه،په دیوالونه کې په وړوتیږوجوړشوي هندسي انځورنه اوپه دغې لوړه تپه دمعبد شتوالی هغه څه وو.چې دبودایی مذهب دیوه لوی مرکزڅرک یی راکاوه. موږته دغې خبرې چې په یوه ډبرلیک کې «دمهاراجه اوبهارا»مانا دلوی واکمن له پاره عبادت ځای ) کښل شوي داپه اثبات رسوي چې دلته یوبډاییه تمدن موجود و.دمهاراجه اوبهارا ښار ښایی دشاه بهارښاروي،کوم چې په ۷۹۵ میلادي کې له منځه لاړ.په هر حال دسردار تپي ثابت اوغیرمنقول موزیم چې ډیری اثار یی خاورین ول .په سیمه کې دبودايي مذهب دیوه مهم مرکز ترڅنګ یوبډایه موزیم هم بلل کیده.دقلعت غزنین لیکوال ښاغلی ستاک سروري په خپل کتاب کې کاږي«دهغووشمیرو له مخي چې د۱۳۵۲ کال کې دغزني له کلتوري اداري سره ثبت شوي دي شاوخوادرۍ سوه زره توکي دي،چې پکې مجسمي،لويي او وړي ټوټي شاملي وي ترلاسه شول»چې دا ترلاسه شوي اثارد۱۳۶۴هــ کال ترلومړیو پوري ددریم مسعود دماڼۍ په ډیپوکې ساتل کیدل. وروسته دناامنیواو جګړي ددوام له امله له دې ویرې چې ورته زیان وانه وړي ،دغزنی ښار نوي موزیم ته رانتقال شول.البته یوه ضروري یادونه دا چې  دښاغلي سروري په وینا چې په ۱۳۶۵ کال کې دجګړو دسختیدو سره سم یوشمیر دا اثار دخوندیتوب په موخه داطلاعاتواوکلتور دوزارت له پریکړې سره سم دکابل موزیم ته واستول شول.دغو اثاروته د کورنیوتنظیمی جګړوپه مهال هم له نیکه مرغه دومره زیات زیان نه دی رسیدلی.خو دجوړیدو اړتیا یی ډیره ده.ددې کرښوله لیکوال سره دموزیمونولوی ریس عمراخان مسعودي هم په یوه مرکه کې داخبرې یادي کړي.هغه راته وويل :«دغزنی اثار تر‌ډیره دجګړوله شره هم خوندي پاته دي. خویوشمیر لاهغه وخت دکندنو په مهال هم مات ول چې دجوړیدوبه برخه کې زیات کار ته اړتیا لري»دغزني په موزیم کې پاته اثارد ډاکتر نجیب الله دواکمنۍ تر پایه خوندي پاته ول.خو غزنی ته دمجاهدینو له راتګ سره ورته ترډیره زیان ورسیده ،اووروسته بیادطالبانو دواکمنۍ په مهال دغزنی موزیم اوسردارتپي  اثار،مجسمی اودبودایی دوري توکي دومره له منځه لاړل چې دقلعت غزنین دلیکوال  اوهمداډول دافغان لرغونپوه غلام نقشبندرجبي په وینا وو.کله چې دطالبانو دواکمنۍ له نړیدو وروسته دایټالیوي پلاوي مشرچې لسګونه کاله یی دیادوشویو اثار به موندلواوڅیړنوکې زیار ګاللی وو. په لیدو دومره زیات خواشینی شو.چې ورته دزړه ناروغي پیدا اویوه اونۍ وروسته اتیالیا ته له رسیدو یوه اونۍ وروسته دزړه ددریدوله امله ومړ.په هرحال ددطالبانو دواکمنۍ له ړنګیدو به راوروسته  کلونو کې یوځل بیا دحامدکرزي په موقته دوره کې دغزنی دموزیمونو داثارو،په غزنی شار کې دمزارونو دلوحو،اوله شاخواسیموڅخه داثارو دراټولواودایتالیوی ماهرینو له لوري داثارو دترمیم اوجوړیدو چارو ته پام واوښت. چې په دغه پړاو کې بیا هم ایټالیوي ګروپ غزنی ته راغی اوتر یوه بریده یی دترمیم اوجوړولوپه برخه  له افغانانو سره یوځای کوښښونه وکړل. داثارو دراټولواوترمیم له پاره دزمینې برابرولوپه لاره کې د مرحوم حضرتګل سوله اییز کارونه هم دیادونې وړدي.هغه وکولای شول چې  ددغه ریاست په دوهمه دوره کې له ایټالیوي ګروپ سره دغزنی لرغونپوه غلام نقشبند رجبی په مرسته دورکیدوله ګواښ سره مخامخ اثاروساتي.خوله بده مرغه دایټالیوي پلاوي دکارونوپه وړاندې امنیتي ستونزودابهیرټکنی کړ.چې بیادغه پلاوي داثارو ترمیم ته زړه ښه نکړ.اواثاروترمیم ته دپای ټکی کیښودل شو.

*دولایت مقام نوی موزیم.

د۲۰۰۲۷ میلادی کال په اوږدو کې غزنی ته په اسیایی هیوادونوکې داسلامي تمدن اوپلازمیني نومول کیدلو یوځل بیا دنړیوالوټولنو،کورینوفرهنګپالو، اوچارواکوپام ورواړاوه.

په دغه ترڅ کې دبیارغاوني دنوروتاریخي ودانیو،څلو،ابداتو،زیارتونواوځایونودپروژوترڅنګ دولایت دمقام په تیره بیا دغزنی دوالی موسي خان اکبرزاده  له خوا د۱۳۸۹په ورستیواود۲۰۱۳کال په لومړیوکې دولایت په ودانۍ کې دموزیم دجوړیدوتابیا وشوه.ددغه موزیم ډیری اثار پخپله موسی خان اکبرزاده له خلکوڅخه دخپلو اړیکوپرمټ راټول کړل.چې په رسمی توګه له ثبت اوراجستروروسته دخلکوپه مخکې ننداري ته کیښودل شول.په دغه موزیم کې ډول ډول د سرامیک،ډبرینو،مسو،کودوړو ټوټي ،توکي اوکاغدي اثارخوندې دي.په دې اثاروکې وړې             ډبریني اوخاوریني مجسمی ،لوښي،کوزې،کټوي،سکي،چړې،جنګي وسایل،دخوړو،څیښلو،اولوبوسامانونه،په لاس دګنډل شویوتوکو نښي شاملې دي.البته په دغو اثاروکې توري،توپکي اویوشمیر داسي وسلې هم شته چې افغانانوله انګریزانواوبیا وروسته له شوروي لښکروسره هم دجګړې په ډګرکې کارولي.په ډیری ډبرینواثاروکې کوفي لیکني هم لیدلې کیږي.

ددغه موزیم په اثار کې خطی کتابونه اونسخی هم ترسترګو کیږي.ددغواثارولرغونتوب هم سلګونوکالو ته رسیږي.په ټوله کې دغزنی دلایت مقام د وادنۍ داثاروشمیرترسلګونو توکو اوړي.او داوسنیومعیارونو سره په منظم ډول په ښیښی فلزي الماریوکې دنندارې له پاره ایښودل شوي.ددغه موزیم یوه ځانګړنه داده ،هرکله چې ولایت ته کوم میلمانه راځي نوپه لومړي سرکې له اثارولیدنه کوي،چې په دغه کار سره تریوه بریده دغزنی له تاریخ اوکلتورسره اشنا کیږي.

 ددغه موزیم په جوړیدوکې له شک پرته دغزنی والي موسی خان اکبرزاده هڅي دستایلو وړ دي.

* داطلاعاتو اوفرهنګ دریاست  نوی موزیم

لکه مخکې چې یادونه وشوه له هغه مهاله چې غزنی داسلامي تمدن دپلازمینې په توګه اعلان شو.په فرهنګي ډګر کې څه ناڅه ګامونه واخیستل شول.اوان دبیارغونې یو شمیرپروژې هم په همدي پلمه پلي شوي. داطلاعاتو اوفرهنګ دوزارت له لوري ددوه زره دیارلسم کال په ویاړ دجوړشوي جشن په مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ دریاست په نوي ودانۍ کې ځینی هغه اثارچې په تیروکلونو کې دخوندیتوب په موخه  کابل ته وړل شوي ول. دولایتی چارواکوموسی خان اکبرزاده له پرله پسي غوښتنو وروسته غزنی ته راوړل شول. ددغو اثارو دتنظیم اوپه فني ډول نندارې ته دوړاندې کیدوله پاره دکابل موزیم فنی اومسلکی کسان راواستول شول.چې دغه چارې  دموزیم دمرستیال شاغلی محب زاده،شیرازالدین  اوحاجی(لالي)په غاړه وي .د دغه موزیم اثاربه خورا منظم ډول به څو کوټو کې په ښیښي فلزي الماریوکې ایښودل شوي.له دې سره سره چې دموزیمونو لوی ریس عمراخان مسعودي ددغو اثارو دخوندیتوب په برخه کې زیاته اندیښنه درلوده اوله لویه سره دمسولیت له مخي دې ته حاضر نه ووچې یادشوي اثار غزنی ته راوړل شي.خوزړه نازړه یی دغه کار ته تن ورکړ.له کابل څخه راوړل شوي اثار دغزنویانواوځیني یی هم په بودايي پورې تړاولري. یاداثار هم خاورین اوسرامیک دي.چې پکې مجسمي. دبیلابیلوحیواناتوحک شوي انځورونه ،لوي او واړه خمونه  اوګڼ شمیرنورتوکي شامل دي،دیادونې وړدی،چې داثار تر ډیره دکابل موزیم دترمیم دیپارتمنت له لوري رغول شوي هم دي.البته دااثاراوموزیم په رسمي توګه د۱۳۹۲کال دوري دمیاشتي په څلورویشتمه نیټه داسلامي ثقافت دجشن په ویاړ پرانیستل شول.ټاکل شوي وه چې ددغه نوي موزیم اثار هم داسلامي ثقافت اوفرهنګ دپلازمینې دمراسموپه ترڅ کې دراغلومیلمنو،چې دولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني،مشرانوجرګي ریس هادی مسلیمیار،دفرهنګ وزیر رهین،دپوهني وزیرفاروق وردګ،دایسیکواستازی،دولسي جرګي غړي دیوشمیراسلامي هیوادونوسفیران هم شامل ول.په مخ نندارې ته وړاندې شي.خوداثار یوازې حاجی محمد محقق او ورسره ځینو ملګرو یی ولیدل.نورو دوخت دتنګسیا له کبله دلیدو لیوالتیا نه درلوده.

داحمدشاه سلطانی موزیم:

دغزني اوسیدونکي اوله کلتوري چاروسره بوخت ښاغلي احمدشاه سلطاني له لکه دهرات ولایت په څیر يي په غزني کې هم دموزیم دجوړیدو هڅه وکړه.هغه په لومړي سرکې دغزنی ښارکې داطلاعاتواوفرهنګ ریاست اړوند تاریخی ودانۍ داثارواوموزیم له پاره دیوه رسمی قرارداد له مخي په واک کې کړه.تریوه بریده يي په پیل کې کښته پورته منډې وکړې خوپایله يي هم معلومه نه شوه.داچې یاده ودانۍ یي په واک کې شوه .خوبیا يي داپته ونه لګیده او دموزیم په توګه یی ونه کاروله .ښايي دلیل به یی هم دا و چې شپږ کاله وړاندې یی په هرات کې  له جوړشوي موزیم څخه اثار غلا شول نو مایوسه سو،او په غزنی کې دموزیم له جوړیدو لاس واخیست. ویل کیږي نوموړي په هرات موزیم کې شاوخوا دیارلس زره تاریخي اثارپه خپل موزیم کې خوندې کړي ول.

اخځ.

۱ ستاک سروری،قلعت غزنین

۲مجله شمشاد ۱۳۷۶

۳ ګاهنامه غزنه .مقاله باوری رسول.

۴مجله هیت باستانشناسی ایتالیا درافغانستان. کابل موزیم

۵غزنی شهر کشورگشایان

۶ زما یاداښتونه

2 thoughts on “د لرغوني غزني موزیمونه”
  1. مننه ډیر زړه راښکونکی او زړه ته منلی معلومات ول زمونږ په علم کی دی زیات والی راوست بیا هم مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *