د نه درځم نه به راځئ پالیسي په اوسني دور کې نه شي چلیدای، او نه هم په زور کلي کیږي. د کابل او پېښور د کوټې او کندهار یارانه په زرګونو کاله زړه ده، یو ورور په لر کې پاتې شوی نو بل په په بر کې، او څوک یي په زړونو کې دغه مینه په ازغن تارونو نه شي بېلولی.

د پاکستان او افغانستان دواړو خواو ته پرتو پښتنو پر خپله سینه دغه ازغن تارونه له وړاندې شلولي او رد کړي دي. باید د پاکستان حکومتونه او ادارې د هغو خلکو د بیلولو هڅه ونه کړي چې جنګونو هم له یو بله جدا نکړای شول.

د حکومتونو پالیسۍ، ګټې او تاوانونه یو اړخ ته خو د دغې له وجې د ولسونو ترمنځ رابطې شلول به یوه ډېره نامناسبه رویه وي، که پاکستان یي خپله کړي او باید چې خپله یي نه کړي، ځکه چې د برلن د دېوال مثال په نړۍ کې موجود دی، دغه ثابتوي چې طاقتونه وینه، مینه او هغه خپلولي نه شي بیلولې چې د زرګونو کالو تاریخ لري.

ًیو ورور مې په کابل کې دې او بل په پېښور کېً  هم دغه د پښتون قام کیسه ده، چیرته یو په کراچۍ کې دې او بل په جلال اباد، کوټې او کندهار کې. دا خلک له یو بل سره رابطې لري، تجارت کوي، خپل ناروغان پېښور او یا نورو ښارونو ته راوړي. او بیا دوی د علاج لپاره خو ارو مرو راځي، خپل جاییداد خرصوي، خو د خپلې مور علاج په پېښور کې کوي.

د افغانستان ولسمشر وایي پر ډیورڼډ کرښه ازغن تار دواړو خواو ته مېشته ولسونه نه شي جدا کولی، او نه باید داسې څه هڅه وشي.

لکه چې څنګه وایي اوبه په ډانګ نه بیلیږي، او نه به هم دغه اوبه بیلې شي، خلک به د یو بل سره د دغو رابطو بله لاره هم ولټوي، خو باید هم دغه د تورخم په لاره تګ راتګ وشي. کله دې دوی راځي او کله به موږ ورځو او د ژوند دغه چارې به پر مخ وړو.

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده ـــ په کابل او پېښور کې افغان یو دې

او نه د دغو خلکو دغه واړه ارمانونه د تارونو او د اوسپنې د سیمونو لا لارې ونه تړل شي، پریږدۍ چې دوی لاړ شي بیا راشي او بیا لاړ شي.  دواړه خواوې هم داسې تجربې وکړې ، خلک او خپلې سیمې ووینې، ژوند ژواک وګوري د یو بل له ښو او بدو ځان خبر کړي او ټولې مسلې په خبرو هوارې کړي.

په یو داسې ماحول کې چې د دواړو خواو میشتو ولسونو او خاص کر پښتنو ته نقصانونه رسیدلې دي، دوی بمونو ، او ترهګرو پيښو  دردولې دي، ډېرې دوکې یي خوړلې دي او لا هم دغه لړۍ نه ده ودریدلې، نو په داسې یو وخت کې د دوی په سینه لا نور ازغي کرل به کله هم څه ګټه ونه رسوي. دا به نقصان وي، تاوان به وي، او یو لوی زیان به ورسوي.

د لر او بر پښتانه یو دي ـــولې اغیار ورباندې بل ګمان کوینه

پرخه اسد

One thought on “د لر او بر پښتانه یو دي | پرخه اسد”
  1. ” د لر او بر پښتانه یو دي ”
    اویا کلونو نه را هیسې دا پاسنۍ خبره اورم چه کرا کرا ترې بده منم. زه نه پوهېږم تر کله به ځانونه او نور دې خبرې سره خوشحلوو او ګته یې څه ده او وروسته به څه ګټه ورسوي. آیا ضرور نده چه ملل متحد ته یا انګریز او نورو ته دې په جدي توګه مراجعه وشي چه قرار دادونو سره سم د پښتنو د ژوند او بیا ګډ ژوند باندې هغه آخری فیصله دې صادره شي چه د امیر عبدالرحمن خان سره امضا شوي وو. 1990کال کې جنرال شتاهل د سویس د چریکی جنګونو استاد ما ته یې د خبرو په دوام کې وویل چه : که پښتانه نه بنیادمېږي، نو امریکا غواړي چه پښتانه له مینځه ویسي. زه اچت پوه شوم چه دی غواړي یو پروپاګند د امریکې پر ضد په لاره واچوي او ما استعمال کړي. زه پخوا له دې پوهېدلم چه خپله سویس او اروپا یو هدف لري او دا چه پښتانه په کم ډول له مینځه یوسي، تر څو چه امریکې نه مخ کې خپل اهدافو ته ورسېږي. وروسته تر هغه چه په 1994کال کې مې سناتور ګاروین او اوسنی ښاغلی مولر او نور کسان می ولیدل او د تروریزم خطرونه په هکله وغږېدم او د مخدره موادو تجارت مساله مې تشریح کړه، اسناد راسره دي، نور مې لاس واخسته چه ما خپله وظیفه خپل وطن ته ختمه کړه، نه داچه ګټه نلري بلکه هغه افغانان چه په ټولو جنایتو کې یې لاسونه درلودل، ماپسې ډنډورې یې جوړې کړې. تر هغه چه په 2001کال کې سویس او اروپا زه یې د تروریستانو په لست کې داخل کړی وم. زما ځینې امریکایی دوستان په دې پوهېدل چه د اروپا پلان، وروسته مستند شو چه د اخبارونو نشریات راسره دي، یو خطرناک پلان دی او زر هاو بیګناه خلک یې د تروریستانو په لست کې داخل کړي وو، اخبار را سره دی. زما دوستان ښاغلی لو مچل ، ما ته یې وویل چه ولیکه ، ټول هغو شیانو باندې چه معلومات لرې. یوې هفتې کې مې 124صفحې ولیکلې او د2001کال د اکتوبر پ 19 مې ورواستوو، هغه وو چه د امریکې د عدلې وزیر څلور ورځې وروسته د اکتوبر په 23 نېټه په تلویزیون کې یې اعلان وکړ چه د تروریستانو لست تغیر ورکړ شو، ځکه چه په افغانستان کې مشابه کسان ریات دي. زما مخ د سویسی داکترانو له خوا د سینوزیت د جراحی په بهانه داغدار شوی وو چه د تاج محمد خان ایوبی د ماما څېره ماته راکړه شوه.خپله ایوبی صاحب دا خبره یی ما ته کړې وه چه د ده د ماما او زما په شکلونو کې یو فیصد فرق هم نشته. په دې 124صفحاتو کې مې د شتاهل خبرې اورپروپاګند او د بوخرر غلاوې چه له افغانستان نه یې کتابونه ایستلي دي هم ولیکل چه ورسته ریس جمهور بوش اعلامیه یې صادره کړه چه د افغانستان غلا شوي غنایم ور وسپارۍ. هو زه پوهېږم چه پښتنو پسې ډندورې روانې دي او ګوندې چه اروپا غواړي چه تر هغه پورې په آسیا باندې لاس نه شي پرې کړی، تر هغه چه پښتانه د دوی په لار قرار لري، ځکه چه اروپا غواړي چه جهانی لوی قدرت شي. پښتنو ته یوه لاره پاتې ده چه یو ملیون کم له کمه امضاګانې واخستل شي او د یوې عریضې په شمول ټولو دولتونو ته او ملل متحد ته دې مخ کې کړي او د پښتنو حقوق د ملل متحد او نړۍ واله تعحداتو په اساس خپل حقوق دې وغواړي او تر هغه چه د پښتنو وضعه معلومه شي، او لر او بر دې یو شي. فکر کوم چه بله لاره نشته او ډیر زر به ناوخته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *