زموږ اوسنۍ سوله د خپلو لستوڼو د مارانو له لاسه کمواکه ده، که چېرې دا د لستوڼي ماران وپېژندل شي او له صحنې لرې کړای شي نو سوله ډېر ژر راتلونکې ده او بیا به هره ورځ يوه افغانه مور د خپل زوی سرته ناسته نه وي. په دولت کې یو شمېر کړۍ په خوله د سولې نارې وهي خو په عمل کې د سولې د ناکامېدو هڅې کوي.
له اسلامي حزب سره د سولې د خبرو بریالي کېدو ته هیلې زیاتې شوې خو د یو شمېر کړیو کړنو بیا هم د اسلامي حزب پلاوی او هم عام خلک اندېښمن کړي چې هسې نه دوی وتوانېږي او دا لړۍ له خنډ سره مخ کړي. په دولت کې داسې کسان او کړۍ شته چې په جګړه، ورانیو، ورور وژنو، د افغانانو په ځورونو، پردیو ته په خدمت او د ولسواکۍ په نامه په غیر قانوني کړنو کې خپلې ګټې ویني.
د سولې عالي شورا وایي، له اسلامي حزب سره د سولې په خبرو کې په ډېرو شرطونو سره هوکړې ته رسېدلي او په وینا یې داسې څه نه دي پاتې چې دغه خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي.
د دغه شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون د شنبې په ورځ وویل، د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسلامي حزب له پلاوي سره په ټولو هغه شرطونو هوکړې ته ورسېدل چې له دې وړاندې یې پر سر اختلاف و او په وینا یې څو عادي مادې پاتې دي چې په هغه به تر یکشنبې پورې ولسمشر تصمیم ونیسي او په خبره یې هغه هم داسې مادې نه دي چې د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي.
د سولې د شورا مرستیال وایي، دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې د پاتې مادو په اړه ولسمشر هر تصمیم ونیسي هغه به دواړو لورو ته د منلو وړ وي، عبدالخبیر اوچقون زیاتوي چې د روانې اونۍ په جریان کې به د سولې شورا د حزب اسلامي له پلاوي سره په ګډه یوه خبري غونډه کې د خپلې هوکړې اعلان وکړي.
د سولې د شورا مرستیال وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، امریکا او اروپایي ټولنې ورسره ژمنه کړې چې که اسلامي حزب دغه د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي نو دوی به تر درې میاشتو پورې د دغه حزب له غړو څخه خپل بندیزونه لرې کړي او نومونه به یې له تور لیست څخه وباسي.
خو د یو شمېر کړیو او کسانو کړنو بیا د حزب اسلامي پلاوی اندېښمن کړی او وایي تر هغه چې خبرې وروستۍ پایلې ته نه وي رسېدلې دوی د وروستۍ پایلې په اړه څه نه شي ویلی، ځکه په خبره یې داسې کړۍ شته چې اوس هم د سولې پر ضد کار کوي.
د اسلامي حزب د مذاکره کوونکي پلاوي مشر کریم امین وایي، د یکشنبې په ورځ دوی له ولسمشر غني سره د سولې په خبرو وروستۍ غونډه لري او په وینا یې په غونډه کې به د سولې په اړه هوکړه لیک هم وروستی شي.
خو په همدې حال کې امین د سولې په خبرو کې د خنډ رامنځته کېدو ته هم اندېښنه لري او وایي چې ځينې د سولې ضد کړۍ اوس هم هڅه کوي چې دا خبرې له خنډ سره مخ کړي.
آیا دا څوک دي چې د سولې پر ضد کار کوي؟ عام خلک دغه لړۍ له ناکامۍ سره مخ کولای شي؟ یا عام خلک دغه لړۍ ته لاس رسی لري؟ معلومه خبره ده چې دا کړۍ په لوړه کچه په دولت کې دي.
داسې کسان او کړۍ هم شته چې د تېرو کلونو لاسته راوړنو، اساسي قانون، بیان د ازادۍ، بشر د حقونو او داسې نورو کلمو څخه په ګټې اخیستنې غواړي د عامو خلکو ذهنونه ګډوډ او د سولې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
دا هغه کسان دي چې لا هم یې پر افغانانو زړونه نه دي یخ شوي او غواړي د مادي ګټو په بدل کې پردیو ته خدمت وکړي او نور که په افغانانو هر څه تېرېږي، دوی ته باک نه لري او دوی خو اوس لا هسې هم په واک کې دي او بچي یې په خېټه ماړه، په تن پټ، په بهر کې د تعلیم او تحصیل زمینه ورته برابره او بهرنی پاسپورت یې په جېب کې دی.
که افغانان سره یو شي او یو بل ته سره لاس ورکړي، یو بل ته سره له ځينو کميو او زیاتيو ور تېر شي نو د دې هیلې شته چې له ټولو مخالفو ډلو سره سوله وشي او هغه پردي لاسونه که د پردې ترشا دي او که په ښکاره دي له دې هېواده به لنډ شي.
د يوه سوکاله، آباد او امن هېواد په هیله
هر هغه څوک چې سوله نه غواړی افغان ملت به یی و ځپي
هر هغه څوک چې سوله نه غواړی، له افغانستانه دوځي۰