تاند – د پکتیکا په یحیی خیل ولسوالي کې د پنځوس کسانو جسدونه نن خاورو ته سپارل کیږي. د یکشنبې په ورځ مازدیګر ناوخته یوه ځان وژونکي د والیبال د لوبې پر مهال پر موټرسایکل ځان وژونکی برید وکړ او په دې پیښه کې یې تر ۶۰ ډير کسان ټپیان کړل چې د ولسمشر اشرف غني له امر سره سم یو شمیر ټپیان چې پکې ماشومان هم وو دستي کابل ته ولیږدول شول.
د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د دغو ټپیانو پوښتنه د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وکړه او بیا وروسته ولسمشر غني د هغوی پوښتنې ته ورغی. ډاکټرانو تاند ته وویل چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د سردار محمد داووخان روغتون یوه ډاکتر تاند ته وویل چې لږترلږه ۳۲ ټپیانو حال نازک دی.
د دې ټپیانو د درملنې لپاره یو شمیر ځوانان په رضاکارنه توګه چمتو شول چې وینه ورکړي او ډاکټران وایي چې له دې درکه یې په لومړي سر کې ستونزه هواره شوه.
په پکتیکا کې په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې، چې طالبانو ته منسوبه بلل شوې، راغلي چې د یحیی خیلو په ولسوالي کې ځان وژونکی برید د عمر په نوم د دوی یوه غړی کړی دی او په دې پیښه کې د اربکیو مشران وژل شوې دي.
په دې خبرپاڼې کې همداراز ویل شوي چې یو شمیر ملکیان چې په دې پیښه کې وژل شوې دي هغوی هم د اربکیو خپل خپلوان او نژدې خلک وو. د وسله والو طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه پوري رسنیو ته د پکتیکا د پېښې په اړه کوم خبر نه دی لېږلی.
یا الهی تاته عذرونه کوم تاته ژاړو د طالب په نوم دغه ناوړه نطفه چی د اسلام نوم بدوی اسلام ختموی او د مظلوم مسلمان دښمن دی د ځمکی له رویه ختم کړی، خدایه ته لوی څښتن یی او له تانه غواړو چی دغه خلک نور ختم کړی
آمین