دا کاغذ لسګون نومیږي. اصل افغانی دی، خو بهر کي چاپ سوی، د لسو افغانیو ارزښت یې لاره، د ده په بدل کي د افغانستان بانک په نړیوال بانک کي سره او سپین ایښي، دی د طلا د اعتبار سند دی. ډیر کشر دی، تر اوسه لا درې کلن سوی نه دی، بیلابیل پړاونه یې تیرکړي، سختي یې ګاللي ځکه نو اویا کلن ښکاري. راسئ نن د دې ښاغلي د ژوند کیسه درته تېره کړم.
دی د لسګونو نورو خپلو هم ډولو سره یو ځای په یو پلاسټیک کي تاو سوی، بیا د خپلو نورو خیلونو سره یو ځای په کاغزي کارټنانو کي د الوتکي له لاري افغانستان ته راغلی.
افغانستان بانک کي یې یوه میاشت په اوسپنیزه تجرۍ کي په ښه خوند شپې تیري کړې، مګر د لسګون د غم شپې هغه وخت پیلیږي، چي شهزاده سرای ته وړل کیږي. هلته یو صراف ته سپارل کیږي. هلته نور ورنه جلا کیږي، دی او دده سره پلاسټک کي تړلي ملګري یو ځای یو کس ته ورکول کیږي. هغه یې د المارۍ پر سر ږدي. لمر تودیږي او د لسګون پر وجود تاو سوی پلاسټک ګرمیږي دلته نو لسګون په لومړۍ ځل تودوخه احساس کړه.
ټول بنډل د یو حاجي صاحب جیب ته لویږي. شپه په ارامه هلته تیروي، ټوله شپه د بانک د تجرۍ خوبونه ویني، خو سهار حاجي صاحب پلاسټیک ورنه لري ��وي، لسګون او څلور نور ملګري یې خپل لس کلن زوی ته ورکوي. هغه پنځه واړه پر ملا ماتوي، د پتلون په جیب کې ږدي او د مکتب په لور رهي کیږي. دلته نو په لومړي ځل لسګون د ملا د قات درد احساسوي.
هلک په تفریح کي له یو دکانه پیریني خوري او د ټولو له منځه هم دا بدمرغه دکاندار ته ورکوي او نور لسګون غریب د تل لپاره د خپلو همسفرو څخه بیلیږي. دکاندار یې په لندو ګوتو نیسي، دخل ته اچوي او ورسره لسګون د لومړي ځل لپاره لوندوالی احساسوي.
په دخل کي نور هم ډیر لوټونه پراته دي. ډیر زاړه، پرله پوري، سلوشن سوي، پرې او…
لسګون لومړی ټولو ته په کرکه ګوري او ځان تر هغوی لوړ ګڼي، خو وروسته متوجه سو، چي دا حالت پر ده هم راتلونکی دی. د خپل هم نوعو حالت ته ډیر زوریدی او خپل راتلونکي ته پریشانه وو. جابه کش سوه، دکاندار یو سور لوټ د لوټونو منځ ته و غورځوی او په تلوار یې پیسې یوې او بلي خوا واړولې څو نور لوټونه یې ور پورته او ګراک ته یې ورکړه. هغه پکي و کتل یو زوړ لسګون یې پکي را ویست، دکاندار ته یې کړه: دا خو را بدل کړه. د کاندار ورنه واخیست، ویې ویل: داسي لسی به در کړم چي غوايي په حلالیږي او دا لسګون یې ورکړ.
تردې وروسته هغه ځوان سبزي والاته ورکړ، هغه یو بل ته و سپاری هغه بیا یو ټکسي چلوونکي ته په کرایه کي ورکړ، موتر چلوونکي یو مشتري ته، هغه بل دکاندار ته، هغه یو سپینسري ښځي ته ورکړ. سپینسري لسګون د نورو پیسو سره تاو کړ او موټ کي یې و نیول. ښځه موټر کي کښېناسته، لاس یې خوله وکړه، لوټونه پاسته سوه. لسګون د ښځي سره یو کلي ته ولاړ. ښځي لسګون یو ۸ میاشتني ماشوم ته ورکړ، نورو ښځو ټنګار کوئ چي نه یې غواړي. بوډۍ زوروره سوه لسګون د بوډۍ غوندي ماشوهم په موټ کي ټینګ کړ، په ناړو یې لوند خیشت کړ. ښځي په بانډار بوختي وي ماشوم لسګون پر منځ دوه ځایه کړ، ټولو ور وکتل یوې ښځي ترې واخیست او د خپل پوړني په پیڅکه کي یې غوټه کړ.
ښځي لسګون د غټ ماشوم په لاس د کلي دکان ته ولیږی د کاندار څو ژاولي او پاپړ ورکړه او خپله یې د لسګون دواړي ټوټې د مېز پر سر کښېښودي او په ارامه یې سلوشن کړ. لسګون نه پوهیدی چي نور به څه ډول بدي ورځي ویني.
لسګون دکاندار سره یو بل غټ ښار ته ولاړی، هغه نورو ډیرو پیسو سره یو کس ته ورکړ، هغه بیا بل داسي چاته ورکړ چي د پیسو سره ګډ یوه جیب کي کلیاني، ټلیفون او څو دانې پیچونه هم وه. غالباً مستري وو. مستري چي د نورو لوټونو سره لسګون هم د غرمې د ډوډۍ راوړلو لپاره شاګرد ته ورکوی، د تورو ګوتو تور خاپونه یې پر لسګون پاته کیږي. د لسګون یو بل اړخ هم په جیب کي څیري سوی وو. لسګون د هوټلي لاس ته ورغی. هوټلي یوه سپلني دودوونکي ماشوم ته ورکړ، ماشوم ته چي به چا هر څه ورکول جیب ته کول یې( پیسې، نخود، مېوه او…) ماشوم د نانوايي نه ګرمه ډوډۍ واخستل، چي لسګون یې له جیبه را ایستی دوې پلې سو، نانوای د لسګون څیري ګریوان او لمن ور سلوشن کړه او لسګون نور هم بد څېره سو.
بیا د یو ځوان په لاس ورغی، هغه د نورو لوټونو سره بټوه کي اوږد و غځاوه، لسګون ایله بیله دلته لږ د راحت احساس وکړ، خو دا شېبې ډیري اوږدې نه وې لسګون یو تېل پلورونکي ته و سپارل سو او د بدرنګۍ تر څنګ د تیلو ناوړه بوی هم ور پوري غوټه سو. د تېل پلورونکي په جیب کي ډیر واوښت را واوښت د منځ سلوشن یې سست سو او لسګون یو ځل بیا دوې ټوټې سو.
ماښام چي تېل پلورونکي پیسې شمارلې، دی او څو نور څیري لوټونه یې بیل کړه. سلوشن یې کړه او سهار به یې هر سوالګر ته یو یو ورکوئ. د بدبخته لسګون نوبت هم راغلی یوې تور پړوني سوالګري ته حواله سو.
ښځي یو ځای سودا وکړه، چا ورنه، نه غوښت، بل چا ته یې ورکړ هغه هم نه غوښت، د کلی دکاندار هم رد کړ. ښځه کور ته راغله یو خلته یې پرانسته، لسګون یې پکي غوټه کړ. دې کڅوړه کي ښځي هغه پیسې ساتلې، چي هیڅ چا ورته اعتبار نه ورکاوه او نه یې غوښتې، خو د ټولو پر تندي دا جمله لیکلې وه.
ددې سند لرونکي ته وعوه ورکوي، چي د غوښتني په وخت…. افغانۍ ورکړي