د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت شپږ پروژې دپټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
دغه پروژې چې د ثبات پروګرام په لس میلیونه افغانیو مالي لګښت د درې میاشتو په موده کې د جوړولو چارې بشپړې شوې وې،په کې درې استنادي دیوالونه او درې د اوبو ذخیرې شاملې وې،چې په یو وخت کې به ورڅخه ۳۵۰۰۰ کسان ګټه واخلي .
د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل : دغه پروژې د ولسونو د اړتیا له مخې د ثبات پروګرام په مالي لګښت د دغه ولسوالۍ په زیولاتو،ټکانه او جلریز حوزو کې پلي شوي.
هغه په دغه ولایت کې د ثبات پروګرام څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې د اړتیا له مخې په یادو سیمو کې پروژې ورته بشپړې کړې.
نوموړی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام هم ولوست،چې په کې د ولسونو څخه غوښتل شوې وو،چې د بشپړو شویو پروزو څخه ساتنه وکړي او له دوی سره ژمنه شوې وه،چې یو شمېر نورې پروژې به هم په یاده ولسوالۍ کې پیل کړي .
د جلریز قومې مشرانو د یادو پروژو په پلي کولو خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې دغه ولسوالۍ ته د ځآنګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د نږدې لس میلیونو افغانیو په مالي لګښت اته بېلابېلې پروژې پلې شوي وي.
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند