تاند- د هلمند ولایتي اداره وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لشکرګاه ښار پر ځنډو زوروره حمله وکړه خو د امنیتي ځواکونو له لوري ناکامه شوه.
ویل شوي چې په دې نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو دقیق شمېر یې تر دې دمه معلوم نه دی.
د هلمند امنیه قوماندان غفار ساپي خبریالانو ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لشکرګاه د اتمې حوزې په قلعه سنګ او صافیانو کې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس شهیدان او ۳ نور ژوبل شول.
ځو تاند ته رسېدلي راپورونه وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۱۰ پولیس وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
ده وویل چې په دې برید کې تر ۱۰ زیات طالبان وژل شوي دي.
دا حملې په داسې حال کې شوي چې به وروستیو ورځو کې افغان کوماندو ځواکونو او د امریکا هوايي قوې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي او د مخدرو موادو ځینې لابراتوارونه یې ورویجاړ کړي دي.