د هلمند امنیه قوماندان جنرال اغا نور کینتوز د شهیدانو شمېر ۱۵ تنه ښيي او وايي چې په لسګونو نور ژوبل دي.
خو په لشکر ګاه کې د هلمند د عامې روغتیا رييس حاجي ملا داد توبه ګار اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې روغتون ته د ۲۵ تنو مړي او ۶۰ ټپیان ورړول شوي دي.
دی وايي چې ممکن د شهیدان او ټپیانو شمېر تر دې زیات وي.
په وروستیو څو میاشتو، په تېره بیا په روانه روژه کې داسې ښکاري چې طالبان او داعشیان له یو بل سره په تروریستي بریدونو او وژنو کې له یو بل سره سیالي کوي.
د لشکرګاه په تروریستي برید کې لږترلږه ۲۰ تنه شهیدان او ۵۰ ژوبل شوي
د وروستیو راپورونو له مخې، د لشکرګاه ښۍار د کابل بانک څانګې مخته د نن غرمې په تروریستي حمله کې لږترلږه ۲۰ تنه شهیدان شوي دي.
مخکې ویل شوي و چې ۲۰ تنه ژوبل شوي دي خو د هلمند چارواکو وروسته وویل چې ۲۰ تنه شهیدان شوي دي. په شهیدانو کې ملکیان او سرتېري شامل دي.
د هلمدد د والي ویندوی عمر ځواک رسنیو ته وویل چې په دې تروریستي موتر بمي برید کې لږترلږه ۵۰ نور ژوبل دي.
د ټپیانو زیات شمېر ته په پام وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي.
د لشکرګاه په تروریستي برید کې لږترلږه ۲۰ تنه ژوبل شوي
تاند- د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې په یوه تروریستي برید کې، چې د کابل بانک څانګې ته نژدې وشو، لږترلږه ۵۰ تنه ژوبل شوي دي.
د دې چاودنې، چې نن /پنجشنبه/ غرمه مهال وشوه، ظاهراً هدف هغه سرتېري او مامورین ول چې له کابل بانک څخه یې معاش اخیست.
ځینې سرچینې وايي چې په چاودنه کې یو شمېر کسان وژل شوي خو دا راپور روغتوني سرچینو تراوسه پورې تایید کړی نه دی.
د هلمند د والي ویندوی هم تلفات نه ردوی خو وايي چې تراوسه پورې په دې اړه کره معلومات نه لري.
یوې سیمه ییزې رسنۍ ویلي چې ۲۰ تنه وژل شوی دي خو دې رسنۍ د خپل خبر سرچینه نه ده یاده کړې.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي چې په ټپیانو کې ملکیان او یو شمېر هغه سرتېري شامل دي چې له کابل بانک څخه یې معاشومه اخیستل.
په ټپیانو کې د ماشومانو په شمول عام خلک لیدل کیږي.
ده دا هم وویل چې حمله د موټربم په وسیله شوې ده.
تروریستی ډلو په سږنۍ روژه کې تر ټولو کلونو زیاتې خونړۍ حملې کړي دي.
ولی دولت سرتیرو اومامورینو ته په خپلو قرارگاه نی دبانک خانگه نه پرانیزی؟؟؟
دی جنایت کی دولت هم شریک دی،. په وار وار داسی پیښی په تیر کی شوی دی. ولی باید پوځیان مجبور وی چی معاش لپاره د ښار منځ کی کابل بانک ته لیکه شی، ولی معاشونه د دوی په مرکزونو کی توزیع نه شی