تاند- په لشکرګاه ښار کې نن /یکشنبه/ په یوه موټر بمي انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۴ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۴ نور ژوبل شول.
خو ګومان کېږي چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر تر دې زیات وي.
دا برید وروسته له دې وشو چې وسله وال طالبان د لنډ وخت لپاره لشکرګاه ښار ته ننوتل او بېرته وایستل شول.
په لشکرګاه ښار کې د ایتالیایانو ایمرجنسي روغتون وویل چې ۳۰ تنه مړه او ژوبل وروړل شوي دي.
له دې سره په یو وخت طالبانو د لشکرګاه ښار پر څنډو او مرکزي برخو راکټونه وویشتل.
تراوسه پوري حرګنده نه ده چې د طالبانو په راکټونو بریدونو کې مرګ ژوبله پېښه شوې او که نه ده.
د موټر بمي برید اکثره قربانیان عام خلک ښودل شوي دي خو ویل شوي چې په ټپیانو کې څو تنه پولیس هم شامل دي.